لیکوال: شکران احمدي

د حدیثو لیکنه او حُجیت (شپږمه برخه)

 
 د احادیثو د حُجیت (اعتبار) لپاره قرآني دلیل 
ایا حدیث حجت دی که نه؟ ایا یو مسلمان له حدیث څخه سترګې پټولی شي؟ د دې پوښتنې ځواب په بل ډول هم روښانه کېږي، او هغه دا چې قرآن کریم د «اتباع سبیل المؤمنین»؛ (د اسلام د لومړنیو مؤمنانو د طریقې او سنتو پیروي) فرض او لازمه ګرځولې. الله تعالی فرمایي:
> «وَمَنْ يُشَاقِقِ الرَّسُولَ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ الْهُدَى وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّى وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ وَسَاءَتْ مَصِيرًا  (النساء: ۱۱۵)
یعنې: څوک چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخالفت وکړي، وروسته له دې چې هدایت ورته روښانه شو، او د کافرانو په لاره روان شي، موږ به هغه د کفارو په لاره پرېږدو او په دوزخ کې به یې واچوو، او هغه ډېر بد ځای دی.
په دې آیت کې لوی څښتن هغو کسانو ته سخت اخطار ورکړی چې د مؤمنانو لاره پرېږدي او بله لاره غوره کوي او هغوی د دوزخ مستحق بولي. نو پکار ده چې معلومه کړو چې د لومړنیو مؤمنانو لاره څه وه؟ آیا هغوی حدیث او سنت د دلیل او حجت په توګه منل او د لارې مشال په توګه یې کاراوه یا نه؟
کله چې موږ د لومړنیو مؤمنانو د طریقې او تګلارې د موندلو لپاره د اسلام تاریخ او روایتونو ته مراجعه کوو، لاندې حالتونه او پېښې موږ ته څرګندېږي:
  1. د قضیو د حل لپاره د حدیث کارونه:
په «تاریخ الخلفاء» کې په ۲۹م مخ کې راغلي دي:
> «کله به چې د حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه په حضور کې کومه قضیه د حل او فصل لپاره وړاندې کېدله، نو لومړی به یې د الله کتاب ته مراجعه کوله. که به یې د الله کتاب کې د هغې حل لاره وموندله، نو پر هغه به یې عمل کاوه. که به یې د قرآن کریم په لارښوونه کې حل ونه موند، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنتو ته به یې مراجعه کوله. که په سنتو کې حل ورته پیدا شو، د هغه مطابق به یې حکم صادر کړ. که په خپله په سنتو کې د حل لاره نه وه ورته څرګنده، نو ګرانو صحابه کرامو ته به یې مراجعه کوله او پوښتنه به یې ترې کوله: آیا تاسو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په دې اړه څه معلومات لرئ؟»
کله کله به څو کسان راغلل او ویل به یې چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم په دې مسئله کې داسې حکم کړی دی. بیا به حضرت ابوبکر رضي الله عنه فرمایل:
> «الحمد لله الذی جعل فینا من یحفظ عن نبینا»
> یعنې: “د الله لپاره ستاینه ده چې داسې کسان یې زموږ په منځ کې ټاکلي چې د نبوي احادیثو حافظان دي او د هغه لارښوونې نورو ته رسوي.”
  1. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځای ناستي ټاکنه:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له رحلت څخه وروسته د اسلامي ټولنې تر ټولو مهمه مسئله د هغه د ځای ناستي ټاکنه وه. په دې برخه کې هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو د هغه مبارک سنتو ته مراجعه وکړه.
په «طبقات ابن سعد»، «تاریخ الخلفاء» او داسې نورو کې له حضرت علي رضي الله عنه څخه روایت دی:
> «د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته موږ د هغه د ځای ناستي په اړه فکر وکړ. دې پایلې ته ورسېدو چې هغه حضرت صلی الله علیه وسلم په خپل ژوند کې حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه د لمانځه د امام په توګه ټاکلی و. نو موږ پرېکړه وکړه چې هغه څوک چې دوی زموږ د دین لپاره غوره کړی، موږ به هغه د خپلې دنیا لپاره غوره کړو. په دې توګه، ابوبکر مو د هغه ځای ناستی وټاکه.»
په همدې اړه، په «تاریخ الخلفاء» کې راغلي دي چې ابن مسعود رضي الله عنه روایت کړی دی:
> «د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته انصارو وړاندیز وکړ چې یو امیر دې زموږ لخوا او بل دې ستاسو (مهاجرینو) لخوا وټاکل شي. کله چې حضرت عمر رضي الله عنه له دې پېښې خبر شو، نو انصارو ته ورغی او ویې ویل: “ای د انصارو ډلې! ایا تاسو خبر نه یاست چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ابوبکر صدیق رضي الله عنه د خلکو د لمانځه امام ټاکلی و؟ که پوهېږئ، نو ووایئ چې څوک حاضر دی چې له ابوبکر رضي الله عنه څخه مخکې شي؟”
په دې وخت کې انصار متوجه شول او ویې ویل:
> «موږ له ابوبکر رضي الله عنه څخه د مخکې کېدو څخه په خدای پناه غواړو.»
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو په رڼا کې د دې مسئلې د وضاحت وروسته، ټول انصار په دې قانع شول چې ابوبکر رضي الله عنه د خلافت لپاره غوره کس دی.
دغه راز، په همدې کتاب کې راغلي دي:
> «د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته حضرت ابوبکر رضي الله عنه حضرت سعد رضي الله عنه ته وویل: “ایا یاد دې دي چې یو ځل موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حضور کې ناست وو او هغه وویل: «قریش ولاة هذا الأمر» (قریش د دې خلافت واليان دي)؟” حضرت سعد رضي الله عنه بې له ځنډه وویل: “هو، تاسو رښتیا وایئ.” وروسته حضرت سعد د خلافت دعوه پرېښوده.»
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version