لیکوال: مهاجر عزیزي

د مخ پټولو حکم ته یوه تحلیلي کتنه (نهمه برخه) 

 په قرآن کریم کې د مخ پتول 
قرآن کریم د اسلامي شریعت لومړنۍ سرچینه ده، چې د حجاب او مخ پتولو په اړه واضح لارښوونې وړاندې کوي. دا سپېڅلی کتاب مخ پټول د عفت یوه نښه او د ناروا کتنو او ځورونې څخه د خلاصون وسیله ګڼي.
ځینې کسان باور لري چې په قرآن کریم کې د مخ پټولو یادونه نه ده شوې، او که دا اړین وای، نو الله جل جلاله به یې په څرګنده توګه حکم کړی وای. له همدې امله، دوی د مخ پټولو له وجوب څخه انکار کوي. خو د قرآن کریم په ځینو آیتونو کې د جلباب او د مخ پټولو یادونه شوې ده، چې د علماو له لوري تفصیل شوې ده.
الله سبحانه وتعالی د ښځو د بدن د پټولو لپاره د جلباب اغوستلو امر کړی دی. د دې هدف د ښځو د عفت ساتنه او د فاسدو نارینه‌وو له ناوړه کتنو څخه ژغورل دي:
> يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِيُّ قُل لِّأَزوَٰجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَآءِ ٱلمُؤمِنِينَ يُدنِينَ عَلَيهِنَّ مِن جَلَٰابِيبِهِنَّ ذَٰلِكَ أَدنَىٰٓ أَن يُعرَفنَ فَلَا يُؤذَينَ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورا رَّحِيما
(سورة الأحزاب: ۵۹)
ژباړه: “اې پیغمبره! خپلو مېرمنو، لوڼو او د مؤمنو ښځو ته ووایه چې خپل جلبابونه ځانونو ته نږدې کړي، ځکه دا کار غوره دی چې ونه پېژندل شي او ونه ځورول شي. او الله ډېر بخښونکی او مهربان دی.”
ځینې صحابه کرام او تابعین د ادناء الجلباب (د جلباب نږدې کول) په تفسیر کې ویلي دي چې دې عبارت ته د مخ پټولو حکم شامل دی. د دې قول د پلویانو له ډلې څخه: عبدالله بن مسعود، عبدالله بن عباس رضی الله عنهما، عبیده سلماني، قتاده، حسن بصري، سعید بن جبیر، ابراهیم نخعي، او عطاء خراساني رحمهم الله دي.
 د جلباب معنا او تفسیر 
د جلابیب جمعه د جلباب ده، چې اوږده څادر ته ویل کېږي. د دې په اړه علماوو بېلابېل نظرونه وړاندې کړي دي. مشهور مفسر، امام ابن کثیر رحمه الله، د جلباب په اړه فرمایي:
> “له ابن مسعود څخه روایت دی چې: د جلباب څخه مقصد هغه څادر دی چې د کوچني پوړني (سر پوښ) له پاسه اغوستل کېږي.”
ابن عباس رضي الله عنهما د مخ پتولو په اړه ویلي دي: 
> “الله جل جلاله د مسلمانانو ښځو ته امر کړی دی، چې کله د اړتیا له مخې له کور څخه وځي، خپل مخونه دې د خپل سر لخوا د جلباب په وسیله پټ کړي، او یوازې یوه سترګه دې پرېږدي، ترڅو لاره وویني.”
امام ابن سیرین رحمه الله د عبیده سلماني څخه د ادناء الجلباب د مفهوم په اړه پوښتنه وکړه. عبیده سلماني په عملي ډول دا تفسیر داسې وښود:
> “هغه څادر د خپل سر لخوا مخ ته راښکود، خپل مخ یې پټ کړ، او یوازې چپه سترګه یې ښکاره پرېښوده.”
 د فتنې ویره او مخ پټولو اړتیا 
علامه محمد شفیع رحمه الله د دې آیت په اړه وایي:
> “دا آیت په څرګنده توګه د مخ پټولو حکم ورکوي او د حجاب د نورو آیتونو تائید کوي. که څه هم په اصل کې مخ او لاسونه د عورت برخه نه دي، خو د فتنې د وېرو له امله د هغوی پټول اړین دي. یوازې په داسې مواردو کې استثناء شته، چې ضروري اړتیا موجوده وي.”
 پایله 
د مخ پتول د حجاب یوه مهمه برخه ګڼل شوې ده، چې د قرآن کریم، نبوي احادیثو او د صحابه کرامو د اقوالو په رڼا کې اثبات شوی دی. د اسلامي تاریخ ډېری مفسرین په دې نظر دي چې د ښځو د مخ پټول، په ځانګړي ډول د فتنې د وېرو په حالت کې، د اسلامي حجاب لازمي غوښتنه ده.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version