شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوونکی: شکران احمدي دیني مدرسې؛ رسالت او مقام یې (درېیمه برخه) د لوېدیځ د پوهانو اعتراف د اتریش مشهور پوهاند “لئوپولدوس”، چې د اسلام له منلو وروسته یې د ځان لپاره د “محمد اسد” نوم غوره کړ، په خپل کتاب “الاسلام علی مفترق الطرق” کې وايي: > “موږ هېڅکله دا تمه نه شو کولای چې هغه ځوان مسلمانان، چې په غربي طریقه یې زدهکړې ترسره کړي دي، رښتیني مسلمانان به وي او په زړونو کې به د اسلام سره دښمني او کینه نه لري. ډېر لږ کسان موندل کيږي چې فوقالعاده ځواک ولري او د شخصي نبوغ په واسطه پر ښوونیزو طریقو باندې بریالي شي. که موږ دا لږ کسان استثنا کړو، نو ویلای شو چې د لوېدیځ تعلیمي او ښوونیزه طریقه یقیناً د ځوانانو د عقیدې د کمزورتیا لامل کیږي.” په پای کې، دغه لیکوال په واضحه توګه وايي: > “که مسلمانانو په تېرو وختونو کې علمي تحقیق او څېړنې څخه غفلت کړی وي، اوس نشي کولای د غربي تعلیمي طریقې په منلو سره د تېرو تېروتنو جبران وکړي او په هغه سره د غفلت تشه ډکه کړي.” هو، ګرانو لوستونکو! هغه څه چې په تېره پېړۍ کې په اسلامي نړۍ کې پېښ شول، اسلامي ټولنه یې ټوټه ټوټه کړه، د لوېدیځ تابع یې کړه، او د غربي نظامونو مینهوال یې کړل. دغه حالت د مسلمانانو او اسماني وحیې تر منځ اړیکې کمزورې کړې، او دا ټول د غربي کارپوهانو او د اسلام د دښمنانو د منظم پلان پایله وه. د ختیځ شاعر، علامه اقبال رحمه الله، په یوه دردناکه حالت کې وايي: > چو میبینی که رهزن کاروان کشت / چه پرسی کاروانی را چه سان کشت > مباش ایمن از آن علمی که خوانی / که از وی روح قومی میتوان کشت اسلامي نړۍ ته د لوېدیځپالنې سوغات ۱. له دین څخه د سیاست جلا کول؛ ۲. دین یوازې په فردي او شخصي مسایلو پورې محدودول؛ ۳. دا عقیده چې دین او مذهب د علمي پرمختګ خنډ دی؛ ۴. حجاب د نارینهوو د ظلم نښه ګڼل او هغه د زړو زمانو پاتې شونی بلل؛ ۵. دا باور چې دین د ارتجاع او وروسته پاتې کېدو لامل دی؛ ۶. د دې ادعا کول چې اسلامي او فقهي قوانین له معاصر وخت سره نه تطابق لري او باید تعدیل شي؛ ۷. د سودي بانکي سیسټم پراخول او د سود د احکامو ردول؛ ۸. د غیر صحي تفریحاتو او بېځایه لذتونو ترویج؛ ۹. د پخوانیو خرافاتي دودونو بیا ژوندی کول؛ ۱۰. عالمان او مذهبي مشران د کلیسا د پاپانو په شان ګڼل. ادامه لري…
اسلام د “شریعت مقاصدو” علم ته یوه کتنه (دولسمه برخه)سه شنبه _10 _دسمبر _2024AH 10-12-2024AD نور یی ولوله
اسلام د “شریعت مقاصدو” علم ته یوه کتنه (یوولسمه برخه)دوشنبه _9 _دسمبر _2024AH 9-12-2024AD نور یی ولوله