لیکوال: عبیدالله نیمروزی
د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله ژوندلیک (اوومه برخه)
له جهاد سره مینه
د صلاح الدین ایوبي لپاره جهاد تر ټولو ستر عبادت، غوره خوند، او د روح تر ټولو غوره خواړه وو. قاضي ابن شداد لیکلي:
«د جهاد مینه او علاقه یې په رګونو کې خپره وه او یوه شېبه هم ورڅخه غافل نه و. دا تل د هغه د خبرو موضوع وه او د وسایلو په چمتو کولو او د ورته فکر لرونکو کسانو په موندلو کې بوخت و. هغه هغو کسانو ته ډېره پاملرنه کوله چې د جهاد په فکر او ذکر او خلکو جهاد ته په هڅولو او چمتو کولو کې بوخت وو. د خدای په لاره کې د همدې جهاد له امله صلاح الدین ایوبي خپلې مېرمنې، اولادونه، کورنۍ، وطن، ځای، کور، او هر څه ته الوداع وویل. هغه د دې بېلتون ستونزې په ډېره خوښۍ سره زغملې. په ژوند کې یې په هغه خیمه بسنه کوله چې هره شېبه د بادونو له امله د له منځه تللو په درشل کې وه. که چا غوښتل له هغه سره دوستي او ملګرتیا وکړي، ایوبي به هغه جهاد ته هڅاوه، او همدا یوازینی شرط و چې د هغه په نظر کې محبوبیت ترلاسه کړي. زه په دې قسم خورم، چې د جهاد د پروګرام له پیل وروسته، ایوبي یو دینار هم له جهاد او مجاهدینو پرته په بل ځای کې نه دی مصرف کړی.»
ابن شداد د سلطان دا عاشقانه او زړهسوانده کیفیت داسې انځور کړی دی:
«د جهاد په ډګر کې د سلطان کیفیت داسې ښکارېده لکه یوې غمجنې مور ته چې د خپل یوازیني زوی د جلا کېدو غم وي. هغه به له خپل آس سره له یوې کرښې بلې ته تله او سرتیري یې جهاد ته هڅول. د پوځ په هر کونج کې به د عربو له دود سره سم د “یا للاسلام” شعارونه ورکول کېدل، او له سترګو یې اوښکې روانې وې. ټوله ورځ به یې یوه ذره ډوډۍ هم نه وه خوړلې، یوازې د ډاکټر په مشوره او ټینګار یې نوشابه څښله. شاهي طبیب راته وویل: “یو ځل ایوبي له جمعې څخه تر یکشنبې پورې یوازې څو ګولې ډوډۍ خوړلې وې؛ ځکه چې د هغه پام له جګړې پرته بل څه ته نه و.”»
د حطین برخلیک ټاکونکې جګړه
بالاخره، د څو محاذونو او جنګي عملیاتو له ترسره کېدو وروسته، هغه جګړه چې د اسلام په تاریخ کې پرېکنده وه، پیل شوه. دا جګړه د حطین په محاذ کې وه، چې د شنبې په ورځ، د ۵۸۳ هجري قمري کال د ربیع الاخر میاشتې په ۲۴مه نېټه پېښه شوه. دا نېټه د ۱۱۸۷ میلادي کال د جنورۍ له څلورمې سره برابره وه، او په دې جګړه کې مسلمانانو ښکاره بریا خپله کړه.
لین پول د جګړې څرنګوالی داسې انځور کړی دی:
«د صلیبي لښکر غوره او روزل شوي ځوانان ونیول شول. د بیت المقدس پاچا ګائي، د هغه ورور چاني لون، او د عیسویانو یو شمېر مخور مشران اسیران شول. نور زړور جنګیالي د مسلمانانو لخوا محاصره شول. د عیسوي لښکر سپاره او پیاده عسکر چې ژوندي پاتې شول، ټول د مسلمانانو له خوا ونیول شول، او د اسلامي لښکر هر یوه ۳۰ تنه عیسویان اسیر کړل. له مات شویو صلیبونو او د مړو له غړو څخه د غرونو په څېر غونډۍ جوړې شوې. د خلکو د سرونو کوپړۍ د خټکیو په څېر په میدانونو او دښتو کې پرتې وې. د دې جګړې یادونه، چې په هغې کې تر ټولو لوی قتل عام شوی و، خلکو ته په ذهن کې پاتې وه. ویل کېږي چې په دې جګړه کې نږدې ۳۰ زره کسان وژل شوي وو. یو کال وروسته، هم سپینې هډوکې او غونډۍ له لیرې لیدل کېدې. د ډګر په کونجونو کې د مړو پاتې شوني لا هم د څارویو له خوراک وروسته موجود وو.»