رسول الله صلی الله علیه وسلم د بېلګې او نمونې په توګه
له هغه څه څخه چې بیان شول، څرګنده شوه چې د قرآن کریم د تفسیر او شرحې په توګه د هغه څه منل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم بیان کړي، او هم د هغه “حکمت” منل چې پر ده نازل شوی دی، په هر مسلمان فرض دی. له دغو دوو څخه سربېره، درېیمه مسئله چې قرآن کریم پر هر مؤمن لازمه ګرځولې ده، هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلامي او دیني ژوند بېلګه ده چې د نوموړي په مبارک ذات کې منعکس شوی و؛ لکه څنګه چې په سورت الاحزاب کې الله تعالی فرمایي: «لقد کان لکم فی رسول الله اسوة حسنة لمن کان یرجوا الله والیوم الآخره و ذکرالله کثیرا»؛ یعنې: ستاسو لپاره د خدای پیغمبر د هغه چا لپاره ښه مثال دی چې د خدای او د آخرت ورځې د اجر تمه لري او خدای ډېر یادوي.
په دې آیت کې الله تعالی موږ ته د ژوند په ټولو چارو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پیروي کولو امر کړی دی، نه په ځینو پړاوونو کې؛ د بېلګې په توګه: د جګړې او کړاوونو په منځ کې د دوی زغم او استقامت یاد کړو او له هغه څخه پیروي وکړو. لکه څنګه چې د ځینو لپاره نن ورځ د دې آیت په پوهېدو کې، دا تېروتنه او ناسمه پوهېدنه رامنځته شوې ده؛ ځکه دا خبره له عقل او منطق سره موافق نه ښکاري چې د جګړې پر مهال له دوی څخه پیروي وشي؛ مګر د سولې او امنیت په وخت کې د دوی له چلند او تګلارې څخه پیروي ونشي او د دوی اطاعت واجب نه وي. یا د بېلګې په توګه، د جهاد په برخه کې دې رسول الله صلی الله علیه وسلم زموږ لپاره غوره نمونه وي، خو په لمانځه او حج کولو کې د هغه محبوب ذات زموږ لپاره د پیروۍ او عمل وړ نه وي.
په همدې اساس په بل ځای کې هغو کسانو ته چې له الله تعالی سره د محبت دعوه کوي، په هر حالت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پیروي او اطاعت کولو امر شوی دی: «قل ان کنتم تحبون الله فاتبعوني یحببکم الله»؛ ژباړه: (ووایه که تاسو له الله سره مینه لرئ، نو زما (پیغمبر) پیروي وکړئ، الله تاسو سره محبت کوي.) دلته د الله جل جلاله د محبت معیار د رسول الله صلی الله علیه وسلم مطلق پیروي ذکر شوې ده او که د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک ذات د عمل بېلګه او نمونه نه وي او د قرآن اهلو ته له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه په پیروي کولو مکلفیت نه وي، نو بیا ولې الله جل جلاله خپل پیغمبر ته امر کوي چې خلک خپلې پیروۍ او تابعدارۍ ته را وبله؟ دا یوه غیر معقوله خبره ده چې ووایو: د دې مفهوم چې “زما پیروي وکړئ” یوازې دا ده چې هغه څه چې له قرآن څخه تاسو ته بیانوو، واورئ او له هغه څخه پیروي وکړئ.
له هغه څه څخه چې د حق غوښتونکو او پلټونکو لپاره بیان شول، دا مسله په ښه توګه واضح او روښانه کېږي چې د قرآن اهلو ته امر نه دی شوی چې په خپل سر په قرآن عمل وکړئ او په خپل فکر او رایې سره هغه تفسیر کړي؛ بلکې هغوی مکلف دي چې هغه «حکمت» چې د قرآن سره نازل شوی دی، هم ومني او رسول الله صلی الله علیه وسلم دې خپله عملي بېلګه وګرځوي او یوازې د هغه حضرت صلی الله علیه وسلم د تعلیماتو، توضیحاتو او تفسیرونو له مخې دې په قرآن کریم پوهه ترلاسه کړي او درک یې کړي.
وروسته له دې چې دا خبره ثابته شوه، باید یادونه وشي چې هغه تفسیر او وضاحت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د قرآن کریم لپاره بیان کړی، او هغه حکمت چې پر ده نازل شوی دی، او هم د هغه د ژوند بشپړه نقشه چې د هغه د ګرانو صحابه کرامو له خوا زموږ لپاره ترسیم شوې ده، د دغو درې شیانو نوم “حدیث او سنت” دی او د الهي کتاب د نصوصو له مخې دا درې شیان واجب القبول دي. په بل عبارت، قرآن کریم “حدیث او سنت” په پیروانو واجب القبول او واجب الاتباع ګرځولي دي.