لیکوال: مهاجر عزیزي
د مخ پټولو حکم ته یوه تحلیلي کتنه (اوومه برخه)
د “مخ پټولو” تاریخي کتنه د اسلام وروسته
په دې برخه کې به له اسلام وروسته د مخ پټولو تاریخ وڅېړو. پوښتنه دا ده چې له اسلام وروسته ښځو څنګه خپل مخونه پټول؟ آیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې ښځو مخونه په بوغرو یا برقعو پوښل؟ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له زمانې څخه تر نن ورځې پورې د ښځو حجاب څنګه و؟
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې د مخ پټول
له لاندې روایتونو څخه څرګندېږي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې ښځو خپل مخونه له نامحرمو څخه پټول او د حجاب لپاره یې جلباب او بوغرې کارولې:
-
د حضرت ام سلمه رضي الله عنها روایت:
حضرت ام سلمه رضي الله عنها وایي:
> لَمَّا نَزَلَتْ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ خَرَجَ نِسَاءُ الْأَنْصَارِ كَأَنَّ عَلَى رُءُوسِهِنَّ الْغِرْبَانَ مِنْ الْأَكْسِيَةِ.
> کله چې د يُدنِينَ عَلَيهِنَّ مِن جَلَٰبِيبِهِنَّ آیت نازل شو، د انصارو ښځې د وتلو په وخت کې داسې پوښل شوې وې، ته به وا چې تور کارغان یې پر سر ناست دي.
-
د ښځو لپاره د احرام حالت حکم:
په صحیح بخاري، سنن ابوداود، او نورو حدیثي کتابونو کې راغلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
> لاَ تَنْتَقِبُ الْمَرْأَةُ الْمُحْرِمَةُ وَلاَ تَلْبَسُ الْقُفَّازَيْنِ.
> د احرام په حالت کې ښځه بوغره نه شي اغوستلی او نه دې لاسپوښۍ کاروي.
له دې حکم څخه څرګندېږي چې په عادي حالت کې مسلمانو ښځو د بوغرې په واسطه خپل مخونه پټول؛ خو د احرام په حالت کې دا د احرام د ځانګړي احکامو له امله منع شوي دي. د سترګو پرانیستل د اړتیا لپاره روا و.
-
د حضرت عائشه رضي الله عنها روایت:
حضرت عائشه رضي الله عنها وایي:
> كَانَ الرُّكْبَانُ يَمُرُّونَ بِنَا وَنَحْنُ مَعَ رَسُولِاللَّهِ صَلیاللهعلیهوسلم مُحْرِمَاتٌ فَإِذَا حَاذَوْا بِنَا سَدَلَتْ إِحْدَانَا جِلْبَابَهَا مِنْ رَأْسِهَا إِلَى وَجْهِهَا فَإِذَا جَاوَزُونَا كَشَفْنَاهُ.
> سپاره زموږ له مخه تېرېدل، او موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په احرام کې وو. کله چې هغوی موږ ته رانږدې کېدل، موږ به خپل جلبابونه له سرونو څخه مخونو ته ښکته کول، او کله چې به هغوی تېر شول، موږ به مخونه بېرته څرګندول.
-
د حضرت فاطمة بنت منذر روایت:
د امام مالک په موطأ کې راغلي دي چې حضرت فاطمه بنت منذر رضي الله عنها وایي:
> كنا نخمر وجوهنا ونحن محرمات ونحن مع أسماء بنت أبیبکر الصديق رضیاللهعنها فلا تنكره علينا.
> موږ د اسماء بنت ابوبکر رضي الله عنهما سره په احرام کې وو، او خپل مخونه به مو پټول، خو اسماء رضي الله عنها دا کار بد نه ګڼلو.
-
د ابن هشام روایت:
لوی مورخ ابن هشام لیکي چې د بني قینقاع یهودیانو او مسلمانانو ترمنځ د شخړې لامل هغه پېښه وه چې یوه مسلمانه ښځه د یهودي دکان ته لاړه. د یهودي د زوره بوغرې ایستل هغې ته سپکاوی و. روایت وایي:
> فجعلوا یردونها علی کشف وجهها.
> یهودیانو هڅه وکړه چې د هغې مخ ښکاره کړي.
-
بستاني تاریخي اشاره:
بستاني لیکي:
> په جاهلي او اسلامي عصر کې د عربو ښځو یو تر ټولو مهم او عام پوښښ نقاب او بوغره وه.
-
د حضرت ام کلثوم بنت عقبه کیسه: