د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله ژوندلیک (شپږمه برخه)
په دې برخه کې د سلطان صلاح الدین ایوبي د شخصیت، صفاتو او سیاستوالۍ په اړه معلومات وړاندې کوو. فَعَلَی ٱللَّهِ تَوَكَّلْنَا وَإِلَيْهِ أَنِيبُ.
د سلطان صلاح الدین د پلار نوم ایوب و، له همدې امله هغه او کورنۍ یې ایوبي بلل کېږي. له دې څخه باید داسې انګېرنه ونشي چې نوموړی د ابو ایوب انصاري له ځوځات څخه دی؛ ځکه چې سلطان او کورنۍ یې د کردانو له توکم څخه وو. دغه توکم اوس هم په عراق، سوریه، ترکیه او ایران کې موندل کېږي. د هغه مور، پلار او کورنۍ د ایران په ختیځ آذربایجان ولایت کې د “دیوین” په نوم د یوه کلي اوسېدونکي وو. دوی د “روادیه” قبیلې څخه وو، چې د کردانو د هذاینې قبیلې یوه څانګه ده. داسې ښکاري چې د هغه نيکه، شادي، او د هغه دوه زامن ایوب نجم الدین او اسدالدین بغداد ته کډه شوي وو او په تکریت کې مېشت شول. د هغه نيکه، شادي، په همدې ځای کې وفات شو. څو ورځې وروسته یې دواړه زامن د مجاهدالدین بهروز د ساتونکو په ډله کې وګمارل شول. مجاهدالدین د سلطان مسعود ابن غیاث الدین محمد بن مالک شاه سلجوقي په استازیتوب د دغه ځای قوماندان و. وروسته نجم الدین ایوب د عمادالدین زنګي په خدمت کې شامل شو او د بعلبک کلا له ساتونکو څخه شو.
د صلاح الدین ایوبي شتون د رسول الله صلی الله علیه وسلم له معجزو څخه یوه معجزه ده او د اسلام د ریښتینولۍ او ابدیت څرګند ثبوت دی. ایوبي په یوه منځنۍ او پتمنه کورنۍ کې زېږېدلی او د پوځي سړي په توګه په کورنۍ کې روزل شوی و.
له مصر فتح کولو او د صلیبیانو پر وړاندې د جګړې ډګر ته له ننوتلو مخکې، هیچا تصور هم نه کاوه چې دا ځوان به په نږدې راتلونکي کې د قدس فاتح او د اسلام ساتونکی شي. په تاریخ کې د دې ځوان د سترو بریاوو په برکت د اسلام ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم روح خوشحاله شوی دی. لین پول لیکي:
“د دې پر ځای چې له صلاح الدین ایوبي څخه داسې نښې ښکاره شي چې هغه به په راتلونکي کې یو لوی شخصیت او د یو باثباته بنسټ بېلګه وي، هغه دلیل چې د ټولو ضعفونو او فسادونو څخه د عالي طبیعت ساتنه کوي؛ کله چې خدای تعالی غوښتل چې مسلمانان د هغه له وجود څخه ګټه پورته کړي، نو هغه ته یې له غیب څخه اسباب برابر کړل.”
صلاح الدین د نورالدین زنګي لخوا مصر ته واستول شو. قاضي بهاءالدین ابن شداد، چې د سلطان یو باوري ملګری و، لیکي:
“سلطان ایوبي پخپله ماته وویل: ‘ما دغه دنده په ډېر زحمت قبوله کړه او مصر ته راغلم. د مصر سفر ته مې هېڅ لېوالتیا نه درلوده.’ دا هماغه موضوع ده چې په قرآن کې په دې ډول ذکر شوې ده: وَعَسَىٰ أَن تَكرَهُواْ شَيـٔٗا وَهُوَ خَيرٞ لَّكُم.”
مصر ته له رسېدو وروسته د صلاح الدین لاره په بشپړه توګه صافه شوه او په مصر کې د هغه واک ټینګ شو. وروسته یې وپوهېد چې خدای تعالی غواړي له هغه څخه یو مهم کار واخلي. دغه کار د عیش او استراحت سره ممکن نه و.
قاضي بهاءالدین لیکي:
“په مصر کې له واک ته رسېدو وروسته، دنیاوي عیش او عشرت یې په سترګو کې پوچ او بېارزښته ښکاره شول. په زړه کې یې د شکر جذبه وه او له شراب څښلو او ټولو عیاشیو یې مخ واړوه. زاهدانه ژوند یې غوره کړ او د همدې تګلارې له امله یې ډېر پرمختګ وکړ.”
لین پول زیاتوي:
“اوس صلاح الدین د خپل ژوند لپاره سخت او ټینګ قوانین جوړ کړل. متقي او پرهیزګاره و، لکه څنګه چې له پیل څخه و؛ خو په دې موده کې یې زهد او پرهیزګاري لا زیاته شوه. هغه ټول دنیایي خوندونه او د استراحت څیزونه پرېښودل. معقولاتو ته یې سخته پابندي وکړه او ځان یې د خپلو ملګرو لپاره یوه بېلګه وګڼله. هغه د داسې یوه اسلامي سلطنت د جوړولو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړ چې د کفارو پر وړاندې د مقابلې بشپړ توان ولري.”
لکه څنګه چې هغه ویلي و:
“کله چې خدای تعالی ماته مصر راکړ، پوه شوم چې هغه غواړي فلسطین هم راته ډالۍ کړي.”
له دې وروسته، د صلاح الدین د ژوند تر پایه هدف له اسلام څخه دفاع او د کفارو پر وړاندې جګړه وه.