لیکوال: عبدالمجید دوستي
د ناهېلۍ پايلې او لاملونه او د هغې سره د مبارزې لارې (اوومه برخه)
په تېرو شپږو برخو کې مو پر یو شخص باندې د ناهېلۍ د لاملونو په اړه خبرې وکړې او هغه مو په غیر تفصیلي ډول تشریح کړل. په دې برخه کې به هڅه وکړو چې پر ناهېلۍ باندې اغېزې او پایلې وڅېړو او د دې حالت ځینې پټ اړخونه روښانه کړو.
۱. په فکري او جسماني غړو کې داخلي انقباض او سستوالی
په دې کې شک نشته چې فکر حاکم او بدن حکممنونکی دی. کله چې د ناهېلۍ احساس د انسان بدن ته ننوځي او برید پرې وکړي، بدن کمزوری کېږي او له فعاله حالت څخه غیرفعاله حالت ته بدلېږي، او د جنبوجوش او تحرک څخه پاتې کېږي. دا ځکه چې عقل، بصیرت او پوهه د بدن حاکم او باچا دي او د هغه ټول حرکات او تحرکات یې تر تسلط لاندې دي.
کله چې انسان په یو کړکېچ کې اخته کېږي او د کار، ژوند یا کوم بهرني عامل له امله یې حالت بدل شي او د پښو څخه ولویږي، په خپګان، استرس او مایوسۍ اخته کېږي. له همدې امله په طب او روغتیايي علم کې ویل کېږي چې د ناروغ ۹۰٪ صحت او روغتیا د هغه په چلند او لید پورې اړه لري، چې څنګه د ناروغۍ سره چلند کوي او ایا د بدن د ځواک په وسیله ناروغي کابو کولای شي که نه. له دې څخه څرګندېږي چې حالات او شرایط په شخص باندې اغېز کوي او د هغه حالت ته بدلون ورکوي.
هر څومره چې انسان په دې کړکېچ کې بند پاتې شي او ناهېلۍ ته تسلیم شي او د ځان د خلاصون لپاره هېڅ هڅه ونه کړي، په هماغه اندازه په دې کندې کې ډوبېږي، ډېر ضعیف کېږي او نورو جسماني او فکري ناروغیو ته په چټکۍ او اسانۍ سره تسلیمیږي.
له همدې امله، د یوې لویې ناهېلۍ له پېښېدو وروسته تر ټولو ویجاړوونکې پېښه سستي، انفعال او کسالت دی، چې د هغه د ژوند د حرکت څرخ دروي او د پرمختګ لاره یې بندوي.