دا کیسې مبالغهآمیزې ښکاري او ممکن د کلیسا د مشرانو لخوا پر راویانو او لیکوالانو باندې تپل شوې وي. دا ځکه چې دا کیسې په راتلونکې پیړۍ کې تالیف شوې او په معاصرو تاریخي لیکنو کې نه دي ذکر شوي. حتی “این هارټ”، چې د شارلماني معاصر تاریخلیکونکی دی، دې موضوع ته اشاره نه کوي، خو هغه فیل یادوي چې خلیفه شارلماني ته ډالۍ کړی و.
عربي مورخینو هم د بغداد او فرانسې د دربارونو اړیکو ته اشاره کړې، خو هغه یې هومره لویه نه ده ګڼلې لکه څنګه چې د کلیسا مورخینو راپورته کړې. د ختیځ او لویدیځ د دوو پاچاهانو ترمنځ ځینې دربارۍ موافقې یې یادې کړې دي.
فرانسوي مورخینو ویلي چې شارلماني د هارون الرشید دربار ته د خپل لومړي سفارت له پایلو څخه راضي و، او د همدې لپاره یې بغداد ته یو بل پلاوی واستاوه، خو تر اوسه د دوهم سفارت په اړه دقیق معلومات نشته. همدارنګه د دې سیاسي اړیکو دقیقه نیټه هم معلومه نه ده، خو شاید دا تبادلې د هارون الرشید د واکمنۍ په پیل کې، د ۷۸۶ او ۷۹۰ میلادي (۱۷۱ او ۱۷۶ هـ ق) کلونو ترمنځ شوې وي.