لیکوال: عبدالحمید "ګرګیج"

د درود ویلو فضایل او برکات (شپږمه برخه)

 د درود او سلام ویلو موخه او مقصد
 بايد يادونه وشي چې درود او سلام که څه هم ظاهراً د خداى په دربار کې د رسول الله صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم لپاره ځانګړې دعا ده؛ خو د نورو لپاره د دعا کولو موخه، هغوی ته ګټه رسول دي او په دې اړوند رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ګټه نه رسېږي؛ ځکه چې دوی یقینا زموږ دعا ته اړتیا نلري؛ لکه څنګه چې پاچا د غریبانو ډالۍ ته اړتیا نلري.
پر موږ بندګانو باندې د الله تعالی حق دا دې چې د هغه تعالی په وړاندې خپله بندګي او عبودیت د عبادت، حمد، ستاینې او تسبیح له لارې څرګند کړو. په دې کار کې خدای ته هېڅ ګټه نشته؛ بلکه موږ پخپله دې عبادت ته اړتیا لرو او ګټه یې موږ ته راګرځي. لکه څنګه چې مو وویل، پر رسول الله صلی الله علیه وسلم د درود او سلام ویلو موخه هغه ته ګټه رسول نه دي، بلکې زموږ خپله ګټه ده؛ یعنی د الله تعالی د رضا حاصلول، د آخرت ثواب او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د معنوي نږدېوالي او د هغه له خاص نظر څخه ګټه اخیستل دي.
 دا د الله تعالی خاص فضل او کرم دی چې زمونږ درود او سلام د ملائکو په ذریعه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته رسوي او کله کله دا درود او سلام په مستقیمه توګه هغه په خپل ​​مبارک قبر کې اوري (چې په راتلونکو احادیثو کې به روښانه شي.) همدارنګه په دغو درودونو او سلامونو سره به د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حق کې د الله جل جلاله فضل او کرم او لطف زیات شي.
د درود او سلام ځانګړی حکمت او فلسفه
 د درود او سلام په ټاکلو کې تر ټولو لوی حکمت دا دی چې د انبیاوو په حضور کې په ځانګړې توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حضور کې د تقوا او محبت، وفا او محتاجۍ او شکر ادا کول دي. دا عمل د شرک د ​​ریښې د پرې کولو لپاره، د الله تعالی څخه وروسته، تر ټولو سپېڅلو مخلوقاتو یعنی انبیاء کرامو او د هغوی په منځ کې، اکرم او افضل، خاتم النبیین، سیدنا حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته ځانګړی شوی دی.
 هرکله چې امر وشي چې دوی ته درودونه او سلامونه ولېږئ، نو ښکاره ده چې دوی هم د خدای تعالی د رحمت او پالنې او د کرم نظر ته اړتیا لري. د دوی حق او لوړ مقام دا غواړي چې د دوی لپاره په الهي دربار کې غوره دعاګانې وشي او په دې صورت کې د شرک لپاره ځای نه پاتې کېږي. د خدای تعالی څومره لوی رحمت او فضل دی چې دا حکم یې موږ بندګانو او امتونو ته کړی چې د پیغمبرانو او په ځانګړې توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره دعا کوونکي و اوسو. څوک چې دغو سپېڅلو څېرو ته دعا کوي، نور به د کوم مخلوق عبادت کوونکي نه وي.
 د درود شریف زیات ویل د قیامت په ورځ د ځانګړې نږدېوالي وسیله ده
له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:« د قیامت په ورځ به ما ته تر ټولو نږدې هغه څوک وي چې تر نورو یې پر ما ډېر درود شریف ویلی وي.»
 یعنی د ایمان د اساسي شرط سربیره، زما له امت څخه هر څوک چې پر ما باندې تر نورو ډیر درود ووایي، د قیامت په ورځ به له هغه سره زما شخصي او ځانګړی نږدېوالی او خاص تعلق وي، الله تعالی دې موږ او تاسو ته د دې سعادت د ترلاسه کولو توفیق راکړي.
  له رویفع بن ثابت انصاري رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې زما له امت څخه پر ما درود ووایي او دا دعا ووایي:«اللهم انزله المقعد المقرب عندک یوم القیامة»؛( پاکه ربه! محمد صلی الله علیه وسلم ته د قیامت په ورځ د خپل په نزد ځانګړی ځای او مقام ورکړه) زما شفاعت به د هغه لپاره واجب وي.» دا حدیث طبراني په معجم الکبیر کې روایت کړی دې.
 رسول الله صلی الله علیه وسلم به ان شاء الله د خپل ټول امت شفاعت وکړي. خو هغه مسلمانان چې په دې الفاظو سره هغوی ته سلامونه واستوي او د خدای دربار ته د دعا لاسونه لپه کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغوی شفاعت کول پرخپل ځان ځانګړی حق ګڼي او هیله ده چې هغوی ته په ځانګړې پاملرنې سره د الله په دربار کې شفاعت وکړي.
د ستونزو د حل کولو کلۍ د درود په زیات ویلو سره
 له ابی بن کعب رضي الله عنه څخه روایت دی چې هغه وایي: ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل چې زه غواړم پر تاسو مبارک درود ووایم. تاسو راته ووایاست چې د دعا څومره وخت باید ستاسو درودونو ته وقف کړم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«څومره چې غواړې.» ما وویل: زه به د دې وخت څلورمه برخه تاسو ته وقف کړم. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«څومره چې غواړې، او که زیات وخت ولګوې، همدومره به درته غوره وي. ما وویل: بیا به دوه پر درېیمه برخه تخصیص کړم. هغه وفرمایل:«څومره چې غواړې او که له هغه څخه زیات وخت لګوې، دا به ستا لپاره غوره وي. ما وویل: نو زه به د خپلې دعا ټول وخت ستاسو د درود لپاره وقف کړم. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«که تاسو دا کار وکړئ نو ستاسو ټول حاجتونه او غمونه به الله تعالی کفایت کړي (لرې کړي) او ستاسو ټول ګناهونه او خطاګانې به وبخښل شي.»
 د حدیث د محتوا د پوهیدو لپاره، کوم څه چې باید تشریح شي په ژباړه کې تشریح شوي. اکثرو شارحینو لیکلي دي چې په دې حدیث کې د «صلوة » څخه مراد دعا ده چې د صلوة اصلي معنی ده.
 حضرت ابی بن کعب رضي الله عنه ډېر دعا کوونکی وو او د خدای دربار ته به یې ډېره دعا کوله. په زړه کې یې را وګرځېدل چې د هغه وخت څه اندازه چې د خپل ځان لپاره یې په دعا کې تېروي، په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې درود ویلو ته وقف کړي. د دې کار لپاره یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مشوره وکړه چې څومره وخت دې کار ته وقف کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د وخت ټاکل مناسب و نه ګڼل او دا مسله یې د هغه په خپله خوښه پریښوده او ویې ویل:«څومره چې ډېر وخت تیر کړئ هغومره به ښه وي.» په نهایت کې یې پریکړه وکړه چې ټول هغه وخت چې د خپل ځان د د دعا لپاره ټاکي، په هغه پیغمبر (ص) درود او سلام لیږلو ته وقف کړي. له دې پرېکړې سره سم رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته بشارت او زیری ورکړ او ژمنه یې وکړه چې که داسې وکړي، نو ټول هغه مسایل او چارې چې د هغو لپاره دعا کوي ، د خدای تعالی په فضل او کرم سره به په خپله حل شي او هغه ګناهونه او خطاګانې یې چې ترسره کړي دي، له منځه به لاړ شي او پوښتنه به ترې نه کېږي.
 ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version