لیکوال: ابو عائشه

په اسلام کې د امنيت ارزښت (يوولسمه برخه)

شخصي امنیت
د شخصي مصؤنیت، شخصي امنیت یا شخصي آزادۍ مقصد د کلمې په ځانګړي معنی کې دا دی چې یو شخص د هر ډول تېري څخه په امان کې وي، لکه: قتل، ټپي کېدل، وهل، توقیف، زندان، جلاوطني، شکنجه او عذاب، ګواښ او ملامتي، او نور خپلسري غیر قانوني مجازات یا هغه اعمال چې د هغه د بشري حقونو او کرامت خلاف وي لکه اسارت، تملک، استثمار، غلامي، فحشا او داسې نور.
اسلام د انسانانو د ټولو لومړنیو اړتیاوو لپاره اصولي، ستراتیژیک او بنسټیز نظر لري؛ نو له دې حکم څخه د امنیت ټول ډولونه، په ځانګړې توګه شخصي امنیت، له دې څخه مستثنی نه دی.
د قرآن او احادیثو په څېړلو سره دې نتیجې ته رسیږو چې دغو دوو منابعو د انسان د ژوند دې اړخ ته پاملرنه کړې ده او د ټولنې خلک یې د امنیت، سولې او آرامۍ د رامنځته کولو لپاره هڅولي دي. د مثال په توګه، خدای تعالی فرمایي: «مَن عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ»؛ “څوک چې مؤمن وي او په هغه حالت کې نیک عمل وکړي، هغه که نارینه وي او که ښځينه، موږ به هغه ته پاک ژوند ورکړو او د هغوی د غوره اعمالو لپاره به ډېره ښه بدله ورکړو.”
د نور په تفسير کې د دې آيت تر عنوان لاندې راغلي دي: «له دې څخه مراد دا دی چې پکار ده چې فردي ژوند کې قناعت، رضايت، د دنيا په تکليفونو باندې صبر او د الله تعالی د نعمتونو شکر وي، نو په دې اساس به، ټولنيز ژوند به هم د سولې، امنیت، هوساینې، آرامۍ، مینې، دوستۍ، همکارۍ او نورو رغنده انساني تصوراتو سره تړلی وي.»
قرانکریم د انسان د ژوند خوندیتوب او امنیت ته ځانګړې توجه کړې ده او د قرآن په ډېرو آیتونو کې د انسانانو د ژوند او وینې ساتلو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده، تر څو انسانان په ارامۍ سره د پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي، او په ټولنه کې د بشپړ امنیت او سالم چاپیریال احساس وکړي.
انفرادي امنیت د انساني ټولنې د مناسبو شرایطو لومړی شرط ګڼل کېدای شي؛ ځکه چې په کومه ټولنه کې چې فردي مصؤنیت تأمین شوی وي، خلک به پرته له کومې اندېښنې او له هر ډول وېرې څخه په خپل کار او ژوند بوخت وي. د شخصي امنيت معنی د انسان لپاره د اعتماد او سولې رامینځته کول دي ځکه چې هغه یو انسان دی. دا هغه وخت ممکنه ده چې هغه د هر هغه خطر څخه خوندي وي چې د هغه ژوند او اړتیاوې ګواښوي.
شخصي امنیت هغه حالت ته ویل کیږي چې په هغه کې یو شخص په فزیکي او ذهني توګه ژوند کولای شي، او د ویرې او زیان څخه يې ذهن فارغ وي. په اسلامي فکر کې باید شخصي امنيت د تقوا، اعتماد، د الهي حدودو رعایت او د ایمان په سیوري کې وپلټل شي.
د هر ډول ګډوډۍ او ناامنۍ څخه خلاص او د یوې مثالي ټولنې د لرلو لپاره، موږ باید هغه عوامل وڅېړو چې شخصي امنیت رامنځته کوي او هغه ته پام وکړو.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version