Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»د امت مشران»د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله ژوندلیک (درېیمه برخه)
د امت مشران یکشنبه _27 _اکتوبر _2024AH 27-10-2024AD

د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله ژوندلیک (درېیمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
 لیکوال: عبیدالله "نیمروزی"

د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله ژوندلیک (درېیمه برخه)

 
 اتابک عمادالدین زنګي
 د زیاتیدونکې ګډوډۍ، شخړو او ناهیلیتوب په دې دوره کې د اسلامي نړۍ په افق کې یو نوی ستوری راښکاره شو. بلآخره په دې وخت کې اسلامي نړۍ یوې نوې رهبرۍ او نوي جنګیالي ته اړتیا درلوده؛ له یوې څنډې څخه چیرې چې هیڅ هیله نه وه او هیچا یې تصور هم نه کاوه، یو اتل راڅرګند شو.«لين پول» ليکلي:«د مسلمانانو لپاره لازمه وه چې د جهاد اعلان وکړي او داسې مشر وټاکي چې زړورتيا، مېړانه او د جګړې مهارت يې هر چا ته د منلو وي. د ترکمنانو مشرانو او واليانو د خپل هېواد تر تسلط لاندې بايد يوه ډله جوړه کړې وای چې د صليبيانو ظالمانه ګوليو ته په ګوليو ځواب ورکولو لپاره د شجاعت، جنګیالي توب او دیانت په ځانګړتياو سمبال وای او دغه مشر د عماد الدين زنګي په بڼه راڅرګند شو. زنګي په عراق او شام کې د خپلو ځواکونو له تنظيم او پياوړي کولو وروسته پر الرها بريد وکړ؛  هغه ښار چې د عیسویانو په رهبرۍ کې ترټولو قوي نقطه وه. دغه ریاست ډیر نظامي اهمیت درلود. د 539 هجري قمري کال د جمادي الثاني په شپږمه نېټه د 1144م کال د دسمبر په 23مه نېټه زنگي په الرها ښار باندې حمله وکړه او هغه يې ونيولو، د عرب مورخینو په اصطلاح  دا جګړه، فتح الفتوح وه، دا ښار د لاتیني سلطنت لپاره یو قوي سنګر او ټینګه کلاه وه. په دې توګه د فرات سیند د صلیبیانو له برید څخه خوندي شو. له دې فتحې لږ وخت وروسته زنګي په ۵۴۱ هـ ق/ ۱۱۴۶ میلادي کال کې د یوه غلام له خوا شهید شو؛ خو نوموړي تر شهادت مخکې د صلیبیانو پر ضد د لوی جهاد پلان جوړ کړی و، چې د هغه د مشهور زوی عادل پاچا نورالدین زنګي په لاس عملي او پای ته ورسېد.
عادل پاچا، نورالدین زنګي
 اوس چې د خپل پلار له شهادت وروسته د شام پاچا شو او ځان یې د صلیبیانو د شړلو او د بیت المقدس د فتحې لپاره د ټولو مسلمانانو له لوري د الله تعالی مامور ګڼلو او همدارنګه دا ستر خدمت یې الله تعالی ته د تقرب وسیله د ځان لپاره تر ټولو لوی عبادت او ویاړ ګڼل. لکه څنګه چې هغه په ​​خپلو یرغلونو کې عیسوي سلطنتونو ته خپل ځواک ثابت کړ.
 په ۵۵۵ هجري کال کې یې د حازم پر کلا چې په شمال کې تر ټولو قوي سرحدي کلا وه، خپله ولکه ټینګه کړه . د انطاکیې پاچا د نورو مشهورو قوماندانانو سره ونیول شو. په دې جګړه کې لس زره عیسویان ووژل شول او ډېر یې ونیول شول او له دې فتحې وروسته د بنیاس کلا هم فتحه شوه.
 له بلې خوا یې مصر فتح کړ او له دواړو خواوو یې عیسویان کلابند کړل. لین پول لیکي:«د نیل سیند پر غاړه د جنرال صلاح الدین او د سلطان شمس نورالدین فتحې په دې معنی و چې د قدس مسیحي پاچاهي د ځنګل په منځ کې بنده شوې وه؛ ځکه چې هغه د دواړو غاړو څخه محاصره شوی و. او دا دواړه پوځونه له  چې له دواړو خواوو څخه یې پر ده باندې فشار اچول، په حقیقت کې د یو لښکر دوه ځواکونه وو او د “دمیاط او اسکندریې”  بندرونو په نیولو او د یوې لویې جنګي بېړۍ په نیولو سره مسلمانانو له اروپا سره  د مصر صلیبیانو اړیکه پرې کړه. نورالدین د فلسطین تقریباً ټوله سیمه د صلیبیانو له شتون څخه پاکه کړه، خو د هغه تر ټولو ستر ارمان او تر ټولو سپیڅلی خدمت د بیت المقدس آزادي وه، چې دا نیکمرغي او ویاړ د ده مرستیال صلاح الدین ایوبي ته ور په برخه شو.  بیاهم دا د نورالدین په کارنامه کې د یوې لاسته راوړنې په توګه د لیکلو او یادونې وړ ده.  سلطان نورالدین په ۵۶۹ هـ ق/۱۱۷۴ زیږدیز کال کې د ۵۳ کلنۍ په عمر د سالنډۍ په ناروغۍ وفات شو. د انګلیسي مورخ په وینا د شام د پاچا نورالدین د مړینې خبر د مسلمانانو په منځ کې د بریښنا په څیر خپور شو.
 ادامه لري…
Previous Articleرياضي علم کې د مسلمانو پوهانو ونډه (درېيمه برخه)
Next Article د درود ویلو فضایل او برکات (درېیمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _2 _سپتمبر _2026AH 2-9-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۸)

سه شنبه _1 _سپتمبر _2026AH 1-9-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD45 Views

ليکوال: میا نور آغا ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱) اووم بحث: د حرم احکام د بیت…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD33 Views

لیکوال: مولوي رحمت الله عبید مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰) امام…

نور یی ولوله
ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)

پنجشنبه _3 _سپتمبر _2026AH 3-9-2026AD36 Views

لیکوال: محمد داود یوسفي اسحاقزی اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)  د اکثریتو حکومت؛ د اقلیتونو…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _2 _سپتمبر _2026AH 2-9-2026AD25 Views

لیکوال: مفتي احمدالله مهاجر مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹) د امام ابوحنيفه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.