Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د درود ویلو فضایل او برکات (درېیمه برخه)
متفرقه یکشنبه _27 _اکتوبر _2024AH 27-10-2024AD

د درود ویلو فضایل او برکات (درېیمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبدالحمید "ګرګیج"

د درود ویلو فضایل او برکات (درېیمه برخه)

 ښکاره خبره ده چې د پلار مهرباني له خپل اولاد سره ځانکړې ده او اولاد نشي کولی په همغه ډول له خپل پلار سره مهرباني او احسان وکړي. همدارنګه له یو بل سره د وروڼو د مهربانۍ څرنګوالی هم توپیر لري. دلته الله جل جلاله پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود وايي، چې د هغه د رحمت او شفقت ښکارندويي کوي او پرښتې هم درود وايي. خو “صلوة “، “رحمت” او “اکرام” هر یو د هغه مبارک د وقار او شأن مطابق دي. بيا مؤمنانو ته هم د درود او سلام د لېږلو امر شوی.
 امام بخاري رحمه الله له ابوالعالیه څخه روایت کړی چې د خدای تعالی له لوري د درود ویلو څخه موخه د ملائکو په مخ کې د هغه حضرت توصیف او ستاینه ده او د ملائکو درود د هغوی له دعاګانو څخه شمیرل کیږي. له حضرت ابن عباس رضي الله عنهما څخه  د«یصلون، یبرکون» تفسير نقل شوی چې د برکت دعا په معنی ده. حافظ ابن حجر رحمه الله وايي:«دا قول د ابوالعاليه له قول سره موافق دی، خو له هغه څخه زيات ځانګړی هم دې.» په بل ځای کې یې د صلوة څو معناوې څرګندې کړي او لیکلي یې دي:«زما لپاره د ابوالعالیه قول لومړیتوب لري، یعنی د صلوة الله څخه مراد، د ملائکو په مخ کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تعریف او ستاینه او د ملائکو له درود ویلو څخه مراد، له خدای څخه د ډیر رحمت غوښتنه کول دي.»
 په یوه حدیث کې راغلي چې کله دا آیت نازل شو، صحابه کرامو پوښتنه وکړه:«یا رسول الله! د سلام کولو طریقه مونږ ته معلومه ده خو مونږ ته د صلوة یا درود ویلو طریقه ووایه.» رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«د صلوة طريقه دا ده چې ووایئ:«اَللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ علی آلِ مُحَمَّدٍ. » یعني الله تعالی مؤمنانو ته امر کړی دی چي پر پیغمبر صلی الله علیه وسلم درود ووایي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه طريقه بيان کړه او ويې ويل چې تاسو له خدايه وغواړئ چې په خپل پېغمبر باندې له زیات نه زیات رحمت نازل کړي؛ ځکه چې د هغه رحمت هیڅ حد نلري. همدا د هغه له پاملرنې او عنایت څخه دی چې موږ کمزوري او بې وسه بندګان ځانته منسوبوي، په دې ډول چې ګویا موږ دا رحمتونه رالیږلي دي، په داسې حال کې چې په هر حالت کې یوازې هغه دی چې رحمتونه نازلوي. هیڅ بنده د دې توان نه لري چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مرتبې وړ ډالۍ د هغه دربار ته وړاندې کړي.
 حضرت شاه عبدالقادر (نورالله مرقده)فرمایي:«پر رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ د رحمت غوښتل ډېر برکتونه او ثمرې لري. او د دې غوښتنې په پایله کې به هغه نعمتونه چې د هغه د حیثیت او مقام  وړ دي په هغه باندې را وریږي. نو اوس هرڅوک کولی شي څومره چې وغواړي ترلاسه کولی یې شي. همدا راز له الله تعالی څخه زموږ دا غوښتنه هم ده چې:«ای پاکه ربه! په ده باندې خپل خاص رحمت نازل کړه»، دا ډیر ارزښتناکه او مهمه ده چې موږ د  هغه حضرت صلی الله علیه وسلم محضر ته ډالۍ واستوو.
دري شاعر داسې وایي:
یا رب مدینه است این حرم کز خاکش آید بوی جان
یا ساحت باغ ارم یا عرضه ی روض الجنان
علامه سخاوي رحمه الله په «قول بدیع»کتاب کې لیکي:«د امیر مصطفی حنفي ترکماني په کتاب کې یوه مهمه موضوع راخیستل شوې ده چې که له موږ څخه وپوښتل شي چې د دې کار حکمت څه دی چې الله تعالی موږ ته د درود ویلو امر کړی دی او موږ وایو«اللهم صل علی محمد» او له خدایه غوښتنه کوو چې پر هغه درود ولیږي، په دې معنی چې په لمانځه کې د «اصلي علی محمد» د ویلو پر ځای «اللهم صل علی محمد» وایو. د دې مسئلې ځواب دا دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک وجود له هر عیب او نیمګړتیا څخه پاک دی، په داسې حال کې چې زموږ وجود له عیبونو او نیمګړتیاوو ډک دې. نو هغه څوک چې په خپله عیبونه او نیمګړتیاوې لري باید د هغه چا ستاینه وکړي چې له هغه څخه پاک وي. نو له لوی خدای جل جلا له څخه غوښتنه کوو چې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم صلوة ووایي، تر څو د پاک څښتن له لوري دغه رحمت په خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم نازل شي.
 علامه سخاوي رحمه الله د امام زین العابدین علیه السلام څخه نقل کړی دې چی په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی ډیر درود ویل د اهل سنت و نښه او شعار دې.
 علامه زرقاني رحمه الله په شرح المواهب کې لیکي:«له درود څخه مقصد د الله تعالی دربار ته د هغه د فرمان په اطاعت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځینو حقوقو ادا کول دي چې پر ​​موږ باندې یې لري.» حافظ عزالدین بن عبدالسلام رحمه الله فرمایي:«پر پیغمبر صلی الله علیه وسلم زموږ درودونه سپارښتنې نه دي؛ ځکه چې موږ د هغوی لپاره د سپارښتنې کولو مستحق نه یو.» خو خبره دا ده چې الله جل جلاله موږ ته د محسن د احسان د بدلې ورکولو امر کړی دې او له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه بل کوم لوی محسن نشته. داچې موږ د هغه مبارک د احسان بدله نه شو ورکولی، له خدای تعالی څخه غوښتنه کوو چې هغه ته زموږ له خوا د هغه د شأن او مقام سره سم بدله ورکړي. په همدې دليل علماوو ليکلي دي چې درود ويل واجب دي؛ ځکه په ذکر شوي آیت کې د درود لوستلو امر شوی دی.
 له حضرت عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی، چې څوک یو ځل پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود ووایي، الله تعالی او د هغه پرښتې اویا ځله پر هغه درود وايي. دلته یو مهم ټکی دا دی چې که د اعمالو د ثواب په اړه بېلابېل اجرونه بیان شوي وي، د ځینو علماوو په اند په محمدي امت باندې د الله جل جلاله د زیات فضل او احسان له امله هغه احادیث او روایتونه چې زیات اجرونه یې بیان کړي، د وروستیو وختونو سره تړاو لري. مطلب دا چې الله تعالی لومړی د لسو اجرونو وعده کړې وه او بیا یې د اویا ثوابونو وعده وکړه .
 پر رسول الله صلی الله علیه وسلم د درود ویلو ثواب
 له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«من ذکرت عنده فلیصل علی و من صلی علی مرة صلی الله علیه عشرا.» په بل روایت کې راغلي دي:«من صلی علی صلاة واحدة صلی الله علیه عشر صلواة و حط عنه عشر سیئات و رفعه بها عشر درجات.» یعني رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: څوک چي زما نوم واوري، نو پر ما دې درود ووایي.او څوک چې پر ما یو ځل درود ووایي، الله به پرې لس ځله درود ووایي، لس ګناوې به یې وبخښي او لس چنده به یې درجې زیاتې کړي.
علامه منذري رحمه الله هم دا خبره د براء له لارې روایت کړې ده او هلته د لسو غلامانو د آزادولو ثواب لیکل شوی دی. همدارنګه له طبراني څخه روایت دی چې:«چا چې پر ما یو درود ووایه، خدای تعالی د هغه په ​​تندي کې د “برائة من النفاق و برائة من النار” عبارت لیکي؛ يعنې دا سړی له نفاق او جهنم څخه ليرې دی او د قيامت په ورځ به له شهيدانو سره حشر کیږي.»
 علامه سخاوي رحمه الله له ابوهریره رضی الله عنه څخه نقل کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«چا چې پر ما لس ځله درود ووایه، الله تعالی به پرې زر ځله درود ووایي او څوک چې پر ما د زړه له جوش او مینې درود ووایي، زه به د قیامت په ورځ د هغه شفاعت کوونکی او شاهد یم.
 له حضرت عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه څخه هم په بېلو بېلو ځايونو کي راغلي دي چي زموږ څخه په څلورو يا پنځو تنو کي يو کس تل د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حضور کي حاضر وو ترڅو که  کوم کار یا څه پېښ شوي وای، هغه به یې ترسره کول. یو ځل رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه باغ ته ولاړ او زه هم ورسره وم. هغه هلته لمونځ وکړ او دومره اوږده سجده یې وکړه چې ما فکر کاوه چې ښایي د هغه روح له اعلی ملکوت سره یو ځای شوی وي. له دې فکره په ژړا شوم او ور نږدې شوم؛ کله چې سجده پای ته ورسېده، هغوی وپوښتل:«عبدالرحمن، څه حال دی؟ » ما وویل:«یا رسول الله! تا سجده دومره اوږده کړه چې زه ویریدم چې ستاسو مبارک روح اعلی ملکوت ته نه وي الوتی.» رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«الله جل جلاله زما امت ته یوه خاصه او ځانګړې پاملرنه او پېرزوینه کړې او ما د هغه په ​​شکرانه کې اوږده سجده وکړه. هغه احسان او عنایت دا دی چې الله تعالی وفرمایل:«چا چې پر ما یو ځل درود ووایه، الله تعالی به ورته لس نیکۍ ولیکي او لس ګناهونه به ورته وبخښي.»
 د همدې کيسې په بل روايت کې راغلي دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وپوښتل:«عبدالرحمن څه حال دی؟» ما خپل فکر او اندېښنه څرګنده کړه رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«همدا اوس جبرائیل علیه السلام ماته راغی او راته یې وویل:«آیا ته په دې ارشاد راضي نه یې چې الله تعالی فرمایلي دي:«څوک چې پر تا درود ووایي، زه په هغه درود وایم او هر څوک چې پر تا سلام ووایي، زه هم هغه ته سلام کوم.»
ادامه لري…
Previous Articleد سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله ژوندلیک (درېیمه برخه)
Next Article علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (یو پنځوسمه برخه)

اړوند منځپانګې

Blog

لوی اختر؛ د اطاعت او فرمان‌بردارۍ اُسوه

جمعه _6 _جون _2025AH 6-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د تشریق ورځې او تکبیرونه

پنجشنبه _5 _جون _2025AH 5-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (لسمه برخه)

دوشنبه _2 _جون _2025AH 2-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یو دیرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD1 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله یو دیرشمه برخه …

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونېزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD2 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونېزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اوومه برخه د…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (دېرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD5 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله دېرشمه برخه پایله نولسمه…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (دري ویشتمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD12 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول دري ویشتمه برخه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یو دیرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD

د کمونېزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.