لیکوال: عبیدالله "نیمروزی"
علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (نهه څلوېښتمه برخه)
د دعوت او اصلاح په ډګر کې ستر انسان
د اسلام او مسلمانانو سرلوړي
د حضرت علامه ندوي له سترو او اساسي ارمانونو څخه یو هم دا و چې په ټوله نړۍ کې د اسلام بیرغ رپاند او اوچت وي. همدا فکر او اندېښنه وه چې هغه یې بې تابه او بې قراره کړی و. هغه په اوسني عصر کې د اسلامي نړۍ ناوړه حالاتو ته په کتو سره، دعوت او اصلاح يوه اړینه او ارزښتناکه دنده ګڼله او په دې فکر کې به دومره ډوب شو چې کله کله به يې خوراک او څښاک هم ترې هېر شول. علامه ندوي لیدل چې تقریبا ټول مسلمانان د غفلت په خوب ويده دي. د اسلامي هېوادونو مشران د غربي استعمارګرو غلامان او بې واکه مزدوران جوړ شوي دي. د امت علماوو هم ډېر محدود او لنډ فکر غوره کړی دی او ورځ تر بلې یې په ډار او خوارۍ ور اضافه کیږي؛ له همدې امله يې تل همدا فکر درلود او د دعوت او اصلاح په لارو چارو به يې ټینګار کاوه، چې ښايي مسلمانان له خوبه راويښ شي او د اسلام بيرغ د پخوا په څېر د نړۍ پر څنډو و رپوي.
استاذ احمد شرباصي لیکي:«د علامه ابوالحسن تر ټولو لویه هیله دا وه چې پر ځمکه د اسلام حاکمیت وویني.»
علامه ندوي تل د همدې موخې لپاره هلې ځلې کولې او په هر ځای کې به یې اسلامي پوهانو او مفکرینو ته په دې اړه خبرداري ورکوله. هغه په ټوله نړۍ کې د اسلام حقیقي واکمني غوښته او د دې موخې لپاره یې له هیڅ ډول هڅو څخه ډډه ونکړه.
بلال عبدالحی حسني ندوي لیکي:«د مولانا د ټولو هڅو او هلو ځلو اصلي تمرکز د اسلام په تسلط او واکمنۍ و، هغه په ښکاره ډول ویل چې تر څو چې اسلامي شریعت حاکم نه وي او اسلامي نظام په رسمي ډول نه وي جوړ شوی، د شریعت د ډیرو احکامو پلي کول ممکن نه دي.
ادامه لري…