د اسلام له سترو نظافتي حکمونو څخه يو هم د جماع وروسته غسل دی، دا غسل د بدن او روغتیا لپاره ډېر ګټور دی او ډېرې ګټې لري. کله چې یو سړی مجامعت وکړي او انزال شي، د بدن ټول منافذ او د ویښتو رېښې خلاصیږي. له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه په يو روايت كې راغلي دي چې د وېښتانو په ریښه كې جنابت شته. که جنابت همداسې وي او منافذ خلاصې پاتې شي، د بدن لپاره ضرر دی او له هر مجامعت وروسته تر ټولو لومړی او غوره او پاک کار غسل کول دی.
ابو رافع رضي الله عنه وايي: «رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه شپه کې خپل ټولو مېرمنو ته حاضر شو او د هرې میرمنې سره يې غسل وکړ. ما وویل: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم که یو ځل مو غسل کړی وای (آیا بس نه وو؟) رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: داسې ډېر اطهر او پاک دی.»
له جماع وروسته د اودس او غسل ګټې په لاندې ډول دي:
۱. د نفس تازهوالی او نشاط؛
۲. د هغه څه ځای ډکول چې تحلیل شوی او د جماع له لارې له لاس څخه تللی؛
۳ د نظافت او پاکوالي بشپړتیا؛
۴. د جماع وروسته د بدن د خوشې شوي تودوخې راټولول؛
۵. د الله سبحانه و تعالی رضا؛
۶. د بدن د غړو روغتیا او صحت ساتل.
په اسلام کې د جماع او مباشرت آداب
۱. د هضم وروسته؛
۲. د مزاج او بدن د توازن په حالت کې؛ بايد بدن ډېر ګرم یا سوړ نه وي یا شدید قبضیت، لوړ رطوبت، ډېره لوږه او مړتيا ونه لري. کله چې معده ډکه وي د جماع ضرر د لوږې معدې په پرتله کم نه دی. او کله چې په بدن کې رطوبت ډېر وي يا بدن قبض وي يا د تودوخې درجه ښکته يا پورته وي هم تاوان لري.
د لېوالتیا او شهوت ښه وخت، د نعوظ او بشپړ انتشار وخت دی(پرته له تکلف او فکر کولو او په پرله پسې کتلو څخه) په نیمه شپه کې، د خوړو له هضمولو وروسته. او جماع وروسته غسل او اودس کول.
د زړو ښځو او نابالغ نجونو تکليف کول، په داسې حال کې چې د جماع کولو توان نه لري، دا کار د دې لامل کېږي چې جنسي غريزه کمزورې شي، او بدن ته زیان ورسوي؛ ځکه د مېړه او مېرمنې د عمر مطابقت ډېر اغېزمن او ګټور دی. له ستړيا، حمام کولو، استفراغ او د رواني غم څخه وروسته هم تاواني دی، او پکار ده د جماع وروسته جماع ونه شي.
لواطت
لواطت یو ناوړه عمل دی چې په ټولو اسماني دینونو په ځانګړي ډول په اسلام کې حرام دی او په یقیني ډول ضررناک او ناپاک دی او د هر ډول لاعلاج ناروغیو لامل ګرځي. لکه څنګه چې د نن د ډاکټرانو لپاره هم دغه تاوانونه روښانه شوي دي.
هیڅ پیغمبر د لواطت اجازه نه ده ورکړې، او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «لعنت دي وي په هغه چا چې د لواطت له لارې د یوې ښځې سره نږدېوالی وکړي.» او بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: « بېشکه چې خداى د حق ويلو څخه نه شرميږي، له ښځو سره د لواطت له لارې مباشرت مه كوئ.»
د لواطت تاوان
۱. د خدای د حکمونو مخالفت او نافرماني او د خدای غضب او لعنت؛
۲. د ښځې د حق ضایع کول [ ځکه د هغې حق دا دی چې د مخ له لارې مجامعت ورسره وشي]؛
۳. د نسل له منځه وړل؛
۴. له فرج پرته بل ځای د مني جاذب نه دی او نه تخليه کيږي، برعکس د فرج څخه چې هم جاذب دی او هم تخليه کوونکی دی؛
۵. د کثافاتو ځای دی؛
۶. د ښځو کرکه او تنفر؛
۷. غم راوړي؛
۸. مخ توروي او د زړه رڼا له منځه وړي او پر مخ يې اغېزې څرګندېږي؛
۹. د حیا او شرم له لاسه ورکول؛
۱۰. د بدمرغيو خوښول؛
۱۱. سپکاوی او تحقير.