Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»د امت مشران»د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله ژوندلیک (لومړۍ برخه)
د امت مشران پنجشنبه _24 _اکتوبر _2024AH 24-10-2024AD

د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله ژوندلیک (لومړۍ برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبیدالله "نیمروزی"

د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله ژوندلیک (لومړۍ برخه)

 لنډیز
 سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله د اسلامي امت یو له سترو اتلانو څخه دی. هغه د کردانو له درانه توکم څخه و او د محمدي صلی الله علیه وسلم د ښوونځي له فیض ترلاسه کوونکو څخه و.  اصلي نوم يې “يوسف” او لقب يې «صلاح الدين» و، د پلار نوم يې “نجم الدين ايوب” و چې وروسته په صلاح الدين ايوبي مشهور شو. په حقیقت کې صلاح الدین ایوبي د روښانه ضمیر، سمې ادارې او د پلار د ځانګړې پاملرنې په برکت یو هوښیار او نوموتی مشر شو.
 صلاح الدین ایوبي په پیل کې د نورالدین زنګي د لښکر قوماندان و او څه موده وروسته د نورالدین زنګي د ملګرتیا او هدفمندې روزنې له امله په سلطان او پاچا بدل شو.
 د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله د زرینې کارنامې لپاره همدا بس دی، چې هغه د صلیبیانو، یهودانو او فاطمیانو په شان سترو امپراتوریو ته د ماتې ورکولو په پایله کې فلسطین فتح او آزاد کړ.
 په حقیقت کې د تاریخ د نامتو شخصیتونو، د جهاد د مشرانو او زموږ د شازلمیو په اړه څېړنه او خبرې کول یو له خوږو او په زړه پورې یادښتونو څخه دې؛ ځکه دوی د بشریت په اسمان کې د لارښود لمر او په تورو سمندرونو کې ځلانده منارونه دي او صلاح الدین له دغو سترو اتلانو څخه پرته بل څوک نه دی چې خلک یې د حقیقي اسلام پر لور راغونډ کړل اود اسلامي خاورې په اسمان کې یې د یووالي بیرغ پورته کړ، د اسلام سیمې او ښارونه یې د غاصبينو له منګولو او د کفارو له استعمار څخه وژغورل او د تاريخ په پاڼو کې یې د فتحې او بریا ابدي خاطرې وليکلې.
 ځینې ​​ښايي پوښتنه وکړي، چې ولې مې د سلطان صلاح الدین ایوبي ژوندلیک د څېړنې لپاره غوره کړ؟!
 ځواب دا دی چې د صلاح الدین سیرت او ژوند لیک له سترې او مبینې فتحې سره تړلی ده؛ چې د ظالمو صلیبیانو او کفري استعمار له منګولو څخه د فلسطین د سپېڅلې خاورې آزادول دي. نو کله چې د هغه د فتحې راز په ډاګه کړو او په تفصیل سره د هغه دلایلو په اړه بحث وکړو چې د دې ابدي او سترې بریا لامل شو، په حقیقت کې د ظالمو او جنایتکارو صهیونیسټانو او د هغوی د ملګرو له اشغال څخه د لومړۍ قبلې، درېیم حرم او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د معراج د ځای د آزادولو لپاره مې د اسلامي امت د سترګو په وړاندې یوه دوامداره لاره ایښې ده.
ګرانو لوستونکو، د دې څېړنې په برخو کې به تاسو ته معلومه شي چې دا فتح د یو کرد په لاس چې له عربو سره هیڅ تړاو نه لري، څنګه ترلاسه شوه؟! څنګه يې خلک په اسلامي شريعت او د اسلام د پېغمبر صلی الله عليه وسلم په لارښوونو راټول کړل او څنګه يې اسلامي هېوادونه د هغه د خوښې تر امر لاندې متحد کړل؟  هغه څنګه د اسلام په نوم جنګ ته داخل شو او د الله تعالی د کلمې د لوړولو لپاره یې جنګ وکړ؟  هغه څنګه د ایمان په عزت او د الهي رسۍ په ټینګولو سره صلیبیانو ته ماتې ورکړه؟! او څنګه يې له دښمن سره په ښه او سخاوتمنده توګه چلند وکړ؟  تاسو به هغه خورا ځانګړې کریمانه ځانګړتیاوې ومومئ چې صلاح الدین له نورو څخه جلا کوي او خورا مهم اصلاحات چې هغه پلي کړي، او تاسو به په تفصیل سره پوه شئ چې صلاح الدین اتل څوک دی!
 اسلامي امت او عرب او عجم څومره دې ته اړ دي چې د دې اتل له لارې د بریا، عزت او سرلوړۍ لاره ومومي، له ځلانده او وياړلې ماضي څخه، د اوسني وخت لپاره ګټور څه ترلاسه کړي او له هغو عناصرو  په زړه کې د فتحې لپاره چمتو شوي و، د فلسطین د بیرته را خپل کولو ترې په ښه توګه مرسته واخلي. نو د لاندې دلایلو له مخې باید د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله د ژوند کیسه نوره هم وڅېړل شي:
 1- زموږ امت د صلاح الدین ایوبي په څېر اتل ته په تمه دی چې هغه رول یو ځل بیا تکرار کړي او د نوي اتل ځانګړنې د پخواني اتل د ځانکړنو له مخې وپېژنو.
 2- نن ورځ قدس په بلاګانو کې را ګیر دې او په دې ملت لازمه ده چې خپل تاریخ ولولي او پوه شي چې قدس په لومړي ځل څنګه ازاد شو او د یو ځل بیا  آزادولو لپاره یې څه ډول اقدام وکړو.
 3-  نن ورځ دا امت د نمونې توب صفت له لاسه ورکړی او پر دوی لازمه ده چې پوه شی چې صلاح الدین ایوبی رحمه الله یو له دغو شخصیتونو څخه دی چې د وخت په تیریدو ترې تقلید کېدی شي.
 4- نن ورځ زموږ امت د فلسطین د ژغورنې یوازینۍ لار یعنې د جهاد لاره ورکه کړې او په شهوتونو او نفسي خواهشاتو  کې ډوب شوي دي، نو موږ اړ یو چې په دې اړوند د یوه جامع ژوندلیک په بیانولو سره سخته او ځپونکې یادونه وکړو، په دې اړه د صلاح الدین ایوبي د سیرت په څېر له ځواک او انګېزې څخه ډک بله بېلګه نلرو.
 په حقیقت کې په دې پړاو کې د دې امت د رهبرۍ  یوازینۍ لار د فلسطین مسئلې ته غاړه ایښودل دي، په دې شرط چې دا مسوولیت په صادقانه توګه د دې امت له هیلو، فکرونو، کلتور او تاریخ سره په مطابقت کې وي. دې ملت د صلاح الدین لپاره تر ټولو ښه خاطره ساتلې ده؛ ځکه چې خپله همداسې و؛ خو هغه کسان چې فکر کوي چې د رهبرۍ لاره همدا درواغجن مسؤلیت منل او درواغجنې ژمنې دي، دوی د غفلت، ناپوهې یا د دوکې په خوب ویده دي او که په همدې ناولې او نا برابره لاره روان شي، راتلونکي نسلونه به پرې لعنت ووايي او د تاریخ محکمه به پرې قضاوت وکړي.
خو هغه کسان چې فکر کوي چې د فلسطین مسئله باید د دې امت له میراث او عقیدې څخه لرې په یوه فکر سره حل شي، هغوی هم دوکه شوي او د خدای د غضب، د نسلونو د لعنت او د تاریخ د محاکمې مستحق دي.
 په حقیقت کې، لکه څنګه چې فلسطین د تاریخ په اوږدو کې د دې سیمې د پېښو مرکز او محور و او دې، دغه راز د ویاړونو او اتلانو مرکز هم دې؛ لکه څنګه چې د شام او مصر یو موټي کېدل په یوه ټاکلې ورځ او د یو متحد اسلامي بیرغ تر قیادت لاندې د صلیبي جګړو او… د پای ته رسولو د پیل ټکی و؛ او لکه څنګه چې دغه اتحاد او انسجام په ټوله اسلامي نړۍ کې د موجودو اسانتیاوو او امکاناتو ملاتړ ته اړتیا درلوده چې د هغه وخت په عباسي خلافت کې ښکاره و. نن هم فلسطین د شام او مصر یووالي ته اړتیا لري؛ داسې یووالی مضمون او بنسټونه یې اسلامي وي او  د ټولې اسلامي نړۍ واقعیتونو ته راستون شي.
 د دې څېړنې د محتوا د ښه او ژورې پوهېدنې لپاره لومړی صليبي جګړې او بيا د اتابک نورالدين زنګي د ستر شخصيت بیانوو؛  ځکه چې دا دوه مسایل د سلطان له ژوند سره نږدې اړیکې لري او له دې وروسته به د سلطان صلاح الدین ایوبي په ژوند باندې بحث وکړو، ان شاءالله
 له خدایه غواړم چې د هر ځای مسلمانو واکمنانو ته په قربانۍ او جهاد کې د صلاح الدین په څېر د عمل توفیق ورکړي، د هغه لاره په ایمان او تقوا سره تعقیب کړي او د یووالي او ویاړ د ماڼۍ په جوړولو کې د  د هغه په ​​څېر عمل وکړي. و ماذالک علی الله بعزیز.
 ادامه لري…
Previous Articleمعتزله (دوه اويايمه برخه)
Next Article د درود ویلو فضایل او برکات (لومړۍ برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یو دیرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (دېرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (څلور ویشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعائشه کرامیه ډله «فرقه» درېیمه برخه مقدمه: مخکې تر دې چې د کرامیه فرقې…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اتمه برخه  …

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوروېشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD4 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول څلوروېشتمه برخه په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.