لیکوال: شکران "احمدي"

د اهل سنت او جماعت ځانګړنو ته يوه کتنه (څلورمه برخه)

په قرآن او سنت کې د اهل سنت او جماعت اصطلاح
د احادیثو بله برخه د صحابه‌ کرامو په تابعيت باندې ټینګار کوي، لکه:
۱. قال رسول‌الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم: «فعليكم بسنتي وسنة الخلفاء الراشدين المهديين، تمسكوا بها وعضوا عليها بالنواجذ وإياكم ومحدثات الأمور.» ژباړه: «رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زما طریقه او زما د هدايت‌شوو خلفاو طریقه اړینه ونیسئ او هغه طریقه په خپلو غاښونو ټینګ ونیسئ او له بدعتونو څخه ځان وساتئ.»
۲. قال رسول‌الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم: «إن بنى‌إسرائيل تفرقت على اثنتين وسبعين ملة وتفترق أمتي على ثلاث وسبعين ملة كلهم في النار إلا ملة واحدة. قالوا: من هي يا رسول‌الله؟ قال: ما أنا عليه وأصحابی.» ژباړه: «رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: بني اسرائیل په دوه اویا ډلو ووېشل شول، او زما امت به په درې اویا ډلو ووېشل شي او ټولې به دوزخ ته ځي، پرته له يوې څخه، هغوی وپوښتل: هغه ډله کومه ده اې د خدای رسوله صلی الله علیه وسلم؟ هغه وفرمايل: هغه کسان چې زما او زما د اصحابو لاره غوره کوي.»
۳. أن رسول‌الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم قال:«إن الله لا يجمع أمتي أو قال أمة محمد صلی‌الله‌علیه‌وسلم على ضلالة، ويد الله مع الجماعة»؛ ژباړه: «رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: خدای زما امت په ګمراه کولو باندې نه متحد کوي، او د خدای مرسته به له جماعت سره وي.»
د جماعت اصطلاح له همدې حدیث څخه اخیستل شوې ده.
۴. قال رسول‌الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم: «أصحابي كالنجوم بأيهم اقتديتم اهتديتم»؛ ژباړه: «زما اصحاب د اسمان د ستورو په څېر دي، د هر يوه پیروي چې وکړئ، نو هدایت به شئ.»
په ياد شوي حديث باندې د احاديثو ځينو امامانو نيوکې کړي، ځينو يې ضعيف بللی او ځينو يې حسن بللی دی. علامه محمد عبدالحي لکنوي رحمه الله دغه ټول اقوال په تفصیل سره په کتاب « تحفة الاخیار بإحياء سنة سید الابرار» کی څېړلي دي؛ خو په همدې موضوع او له معتبرو سندونو سره یو بل حدیث د صحیح مسلم په کتاب کې روایت شوی چې د هغه حديث په یوه برخه کې راغلي دي: «النجوم أمنة للسماء، فاذا ذهبت النجوم أتى السماء ما توعد وأنا أمنة لأصحابي، فاذا ذهبت، أتی أصحابي ما يوعدون وأصحابي أمنة لأمتي فإذا ذهب أصحابی أتی أمتي ما يوعدون»؛ ژباړه: «د اسمان ستوري د امنیت نښه ده، کله چې ستوري ورک شي، اسمان به هغه څه ته ورسیږي چې په هغه باندې اټکل شوی دی. زما وجود زما د اصحابو لپاره امنیت دی، نو کله چې زه له دې دنیا څخه لاړ شم، هغه څه چې زما له صحابه کرامو سره وعده شوې وه، هغه به رښتیا شي، او زما اصحاب زما د امت لپاره امنیت دي، کله چې زما اصحاب له دې دنیا څخه ولاړ شي، هغه څه چې ما د خپل امت په اړه اټکل وهلی، هغه به پوره شي.»
په دې حدیث شریف کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو موجودیت د امت د امنیت او هدایت سبب ګرځولی دی او دا هغه وخت ممکنه ده چې امت د هغوی په طریقه عمل وکړي او هغوی د خپل د اُسوې په حيث وګرځوي.
د صحابه کرامو د پیروي په اړه ځينې پوښتنه راپورته کوي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځینو صحابه کرامو ګناهونه او نامناسب کارونه کړي، نه شو کولای هغوی د اُسوو په توګه ومنو.
د دې شبهې په ځواب کې باید ووايو چې اهل سنت او جماعت دوو مسلو ته په کتو سره له هغوی څخه تابعيت کوي:
۱. اهل سنت او جماعت په دې عقیده دی، چې هيڅوک د رسول الله صلی الله علیه وسلم له صحابه کرامو څخه‌ معصوم نه دی او که د رسول الله صلی الله علیه وسلم له صحابه کرامو څخه یو څوک په ګناه اخته وي. نو هیڅوک نشي کولای په دې حالت له هغوی څخه تابعداري وکړي، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هم فرمايلي: «لا طاعة لمخلوق في معصية الخالق»؛ ترجمه: «هیڅوک حق نلري چې د خالق په معصيت کې د مخلوق پیروي وکړي.»
د قرآن کریم په وصف سره د پيغمبر صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم ټول اصحاب د خداى له لوري بښنه ورته شوې ده. له همدې امله اهل سنت او جماعت د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول صحابه کرام له استثنا پرته عادل ګڼي.
۲. په هغه صورت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو اتباع کېدای شي چې د قرآن، حدیث او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له اعمالو څخه څرګند حکم موجود نه وي، او دا ډول قضیې خورا لږې دي. نو په دې صورت کې د صحابه کرامو اعمال او خبرې پر عقل او قياس باندې ارجحيت لري او د اهل سنت او جماعت په نزد د دلیل په توګه منل شوي دي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version