لیکوال: "ابوعائشه"

معتزله (اویایمه برخه)

د آصف بن برخیا کیسه
خدای تعالی د سلیمان علیه السلام د هغه ملګري او وزیر په اړه، چې د بلقیس تخت یې د سترګو په رپ کې راوړ، فرمايي: «قال الذي عنده علم من الكتاب أنا آتيك به قبل أن يرتد إليك طرفك فلمّا رآه مستقرا عنده قال هذا من فضل ربي ليبلوني ءأشكر أم أكفر ومن شكر فإنما يشكر لنفسه و من كفر فإن ربي غني كريم».
ژباړه: «یو کس چې له ده سره د [الهي] کتاب علم و، ويې ویل: زه به یې تاته راوړم مخکې له دې چې ستا سترګې پټې شي، کله چې يې هغه په خپل حضور کې وموند، ویې ویل: دا زما د رب فضل دی، چې ما وازمويي چې زه شکر ادا کوم که ناشکري، او څوک چې شکر ادا کوي یوازې د خپل ځان لپاره شکر کوي، او څوک چې ناشکري کوي [پوه دې شي] چې زما رب بې‌نيازه او بخښونکی دی.»
د شرح عقايد په كتاب كې د دې كيسې په اړه داسې راغلي دي: «كله كله کرامت په داسې بڼه راڅرګندېږي چې له عادت سره په ټکر كې وي. لکه اوږد مزل په لنډ وخت کې ترسره کول، څرنګه چې د سلیمان علیه السلام ملګري چې د مشهور قول په اساس آصف بن برخيا دی د سترګو په رپ کې يې د بلقیس تخت د اوږدې لارې سره سره راوړ.»
علامه مفتي محمد شفیع عثماني د معارف القرآن په تفسیر کې لیکي: «په دې پېښه کې، که دا روایت صحیح وي چې دا کار د حضرت سلیمان علیه السلام د یوه صحابي آصف بن برخیا له خوا شوی وي؛ نو دا د هغه کرامت دی. او له هغه ځايه چې د هر ولي کمالات د رسول او د پیغمبر د کمالاتو انځور دی، او له هغه څخه مستفاد دی، له همدې امله کوم کرامت چې د امت د اولياو له لاسونو څخه څرګندېږي، هغه ټول د پېغمبرانو له معجزو څخه شمېرل کېږي.»
د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث
له حضرت انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې د هغه ترور ربیع د یوې ځوانې نجلۍ مخکني غاښونه مات کړ. نو له دې نجلۍ څخه يې بښنه وغوښته. خو هغې ونه منله او د ارش وړانديز يې ورته وکړ، خو بیا يې هم ونه منله او یوازینۍ غوښتنه یې قصاص و. رسول الله صلى الله عليه وسلم د قصاص حکم وکړ، په دې ځاى کې انس بن نضير رضي الله عنه ويې ويل: يا رسول الله! آیا د ربیع مخکني غاښونه ماتیږی؟! نه؛ قسم په هغه خداى چې ته يې په حقه رالېږلى يې، مخکني غاښونه يې نه ماتېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «اې انسه! د الله تعالی د کتاب حکم قصاص دی.» له همدې امله د هغې نجلۍ قوم راضي شول او هغې ته یې بخښنه وکړه. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «إن من عباد الله من لو أقسم علی الله لأبره»؛
ژباړه: «د الله جل جلاله په بندګانو کې داسې څوک شته چې کله په الله جل جلاله قسم وخوري نو الله تعالی به يې قسم پوره کوي.»
قاضي ایاز رحمه الله وايي: «دا حدیث د اولیاء کرامو د کرامت په صحت دلالت کوي.»
د اصحاب الغار حدیث: دا یو مفصل حدیث دی چې په صحیح البخاري کې هم راغلی دی؛ درې کسان په یوه غار کې ایساریږي چې په پایله کې یې هر یو خپل نېک عملونه یادوي او له الله جل جلاله څخه مرسته غواړي او خدای تعالی هغوی له هغه غار څخه خلاصوي.
د ماشوم، راهب او جادوګر حدیث: یو ماشوم وو چې د زده کړې لپاره یو راهب او جادوګر ته ورغی. امام مسلم رحمه الله دغه اوږده کېسه په خپل کتاب کې روایت کړې ده.
د “تطريز ریاض الصالحین” په کتاب کې د احادیثو له بیانولو وروسته راغلي دي چې: «د [کرامت] په اړه ډېر احادیث شته چې هر یو یې په خپل ځای کې بیان شوی دی، چې په هغه کې: د ماشوم حدیث چې راهب او جادوګر ته به تلی، د جریج حدیث او د اصحاب الغار حدیث چې د غار په خوله کې یوه لویه ډبره ولوېدله.»
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version