لیکوال: "ابوعایشه"

د جهمیې فرقه «ډله» (څلورمه برخه)

جهم بن صفوان
جهم بن صفوان له خراسان څخه دی، او نسبت یې سمرقند او ترمذ ته ورکول کیږي. د هغه خاندان له کوفه څخه و، او کنیه یې ابومحرز ده. هغه د بني راسب د موالیو(آزاد شوو غلامانو) څخه دی، او د «ازد» له قبیلې څخه دی. کلام یې له جعد بن درهم څخه زده کړ. ډېر فصیح وو. حارث بن سریج تمیمي چې کله په خراسان کې قیام وکړ، دی یې د کاتب په توګه وټاکه.
ټولو علماو چې د ده ذکر کړی په دې اتفاق لري چې د هغه نوم «جهم» او د پلار نوم یې «صفوان» دی. البته ځینو یې نوم «الجهم» یاد کړی دی، چې دا په عربي کې ډېر لیدل کیږي او د عربي قواعدو په تضاد کې نه دی، لکه «الحسن و الحسین».
جهم بن صفوان، خلک د حارث بن سریج قیام او شورش ته رابلله او خلکو هم د ده د خبرو د اورېدلو سره به د حارث سره یو ځای کېدل، تر دې چې په ۱۲۸ هجري کې اسیر شو او په هغه کال کې ووژل شو.
جهم بن صفوان لومړی متکلم دی چې د اسلامي تاریخ په لومړیو کې راڅرګند شو. دا هغه کس و، چې د اسلام علما د هغه اعتقادات خطرناک وبلل، او ډېر علماو د هغه او د هغه د اعتقاداتو په اړه کتابونه ولیکل، چې کولای شو د امام محمد بن اسماعیل بخاري رحمه الله «خلق أفعال العباد والرد علی الجهمیة وأصحاب التعطیل»، د ابن تیمیمه رحمه الله «بیان تلبیس الجهمیة في تأسیس بدعهم الکلامیة»، او د ابن قیم جوزیه «الصواعق المرسلة علی الجهمیة والمعطلة» نومونه واخلو.
جهم بن صفوان خپل اکثره  عمر په خراسان کې تېر کړ، خراسان په فارسي کې د لمر ځمکې ته ویل کیږي. خراسان هغه مهال د اسلام د مشهورو مرکزونو څخه و، چې نن ورځ ایران، افغانستان او ترکمنستان پکې شامل کیږي.
ذهبي په خپل کتاب «المیزان» کې د  جهم بن صفوان په اړه وایي: «ګمراه جهم بن صفوان سمرقندي یو بدعتي او د جهمیه فرقې مشر دی، او د تابعینو په وخت کې هلاک شو، هیچ څه له هغه څخه نه دي روایت شوي، بلکې د یو لوی شر او فتنې لامل شو.»
ابومحرز جهم بن صفوان، د بني راسب له موالیو څخه دی چې کله کله د ترمذي او کله کله د سمرقندي په لقب یادېدی. جهم د دویمې پېړۍ له متکلمینو څخه و، چې د حارث بن سریج له لښکر سره چې په خراسان کې د امویانو په ضد جنګېدله یو ځای شو، هغه د ۱۲۸ هجري په دغه جګړو کې ووژل شو.
‌ډېرو علماو، د دغې ډلې اساس او عقاید، یهودو او نصاراو ته نسبت ورکوي. موږ د دې څېړنې په بلې برخې کې هڅه کوو ان شاء الله چې د یهودو او نصاراو سره د دې ډلې ورته والی په تفصیل سره بیان کړو.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version