لیکوال: عبیدالله "نیمروزی"

علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (اووه څلوېښتمه برخه)

 د دعوت او اصلاح په ډګر کې ستر انسان
 د سهار اوښکې
 حضرت علامه ندوي رحمه الله خپل ځان یوازې په دعوت پورې محدود نه کړ، بلکې د اصلاح ټولې لارې يې په غور او دقت سره څېړلې او حقیقي موخې ته يې د رسېدو هڅه کوله. ورځې به یې په دعوت تېرولې او شپې به یې د سهار په اوښکو او نمجنو سترګو سبا کولې. هو، دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امت هماغه درد او فکر و، چې زړه یې نارامه او دننه یې بدل کړی و او په همدې خاطر یې شپې د دې امت په فکر ژوندۍ تېرولې او هغوی ته به یې دعا او بښنه غوښتله.(هرڅوک چې د امت د اصلاح او د هغوی د فلاح او ژغورنې لپاره څومره فکر او هلې ځلې وکړي، الله تعالی به هغه ته په هماغه اندازه عزت او مرتبه ورکړي؛ ځکه دا یوه منل شوې قاعده ده چې وایي«العطایا علی قدر البلایا»؛ (ډالۍ به د زیارونو په اندازه وي.)
 بلال عبدالحی حسني ندوي لیکي:«د حضرت مولانا د ستر نیکه حضرت علي بن ابي طالب کرم الله وجهه په اړه ویل شوي دي چې هغه د شپې په تیاره کې دومره بې تابه و لکه مار چې چیچلی وي. دا خبره د حضرت مولانا په اړه هم سمه ده چې نه په ورځ او نه په شپه کې ارام او هوسا و؛ او په حقیقت کې دا چاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم میراث و.
 حضرت علامه ندوي رحمه الله لکه څنګه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سیرت څخه یې ډېره ګټه پورته کړې وه او د سیرت د سمندر له ژورو څخه یې ګران بیه ګوهر اېستلی و او دې بنسټیز ټکي ته هم رسېدلې و چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بلنې مهمې ځانګړنې مهربانی، شفقت، حکمت، دعا او اثبات وو او رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې برخه کې ډېرې سختۍ زغملې او ډېر کړاوونه یې ګاللي و او ورځې یې په دعوت او شپې یې په دعا او استغفارو تېرولې او په دې ښه پوهېده د عمل اغېزه د خبرو او ویناوو په پرتله ډېره ده. همدغه ډول حضرت علامه ندوي هم دواړو اړخونو ته اهمیت ورکاوه.
ډاکټر یوسف قرضاوي رحمه الله لیکي: «حقیقي دعوت کوونکی هغه دی چې د هغه د حال اغېزه د هغه د خبرو له اغېزې څخه زیات وي.» له همدې امله د هغه د حال ژبه ډېره فصيحه وه او اغېز يې د وینا له ژبې ډېر پرځای او پياوړی و او لکه چې ويلي يې دي:«د زرو کسانو په منځ کې د يوه سړي د حال سموالی یوه سړي ته د زرو کسانو تر خبرو ډېر غوره او اغېزناک دې.» او د ډېرو دعوت کوونکو لویه ستونزه او ننګونه داده چې د دوی کړنې د دوی له خبرو سره په ټکر کې دي او د دوی شخصیت او سیرت د دوی د صورت او دعوت سره په تناقض کې دي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version