لیکوال: عبیدالله "نیمروزی"
د حضرت سيد ابوالحسن ندوي رحمه الله د دعوت يوه له مهمو او اغېزناکو ځانګړنو څخه چې د ده په ويناوو او هم په اثارو او مقالو کې څرګندېږي، د هغه ژور احساس او دردمن روح دى، داسې درد چې د نوموړي د ارام او سکون مخه يې نيولې وه. تل به د اسلامي امت فکر هغه ځوراوه او په دې اړوند به یې خبرې، ليکنې، دعوتي او اصلاحي سفرونه کول، او د اسلامي امت د خير او ښېګڼې او د هدایت او ايمان په لاره کې يې د مسلمانانو د راګرځولو لپاره له هيڅ راز هڅو څخه ډډه نه کوله. ډاکټر یوسف قرضاوي رحمه الله د حضرت مولانا ندوي په اړه لیکي: «خدای پاک هغه ته یو ځلانده زړه او پراخه سینه ورکړې وه چې د الله تعالی او د هغه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم او قویم دین له مینې څخه ډک وو. هغه د سینې په مینځ کې د سخاوت چینه درلوده چې هیڅکله وچه نشو ، داسې ډیوه چې هیڅکله مړه نشوه او داسې سکورټه چې هیڅکله په ایرو بدله نشوه . د الله جل جلاله د لارې دعوت کوونکي لپاره لازمه ده چې له داسې زړه او داسې احساس څخه ګټه پورته کړي چې له مينې، شفقت، ولولې او حرارت څخه ډک وي او نورو ته یې په داسې ډول ورکړي چې له سکون څخه حرکت ته، له خوب څخه ویښتیا لوري ته او له مرګه یې د ژوند لوري ته راوګرځوي. د هغو کسانو خبرې چې ویښ زړه لري د دوی د اثارو په اوریدونکو او لوستونکو باندې خورا ښه اغیزه لري؛ ځکه چې که خبرې له زړه څخه راووځي په زړه کې به پاتې شي او که له ژبې راووځي نو له غوږونو نه بهر نه ځي او په همدې اساس و چې د حضرت حسن بصري رحمه الله ویناوې د نورو د حلقو برعکس، په ټولو حاضرو کسانو باندې خورا ښه اغیزه درلوده.
دغه وینا د دین په وړاندې د عالم د اخلاص ښکارندوی او د علم په څیر د خدای د ورکړل شویو نعمتونو او د اوریدونکو د زړونو د راجلبولو او د وینا او نصیحت څخه د اغیزمن کیدو لپاره د هغه د لیوالتیا څرګندونه وه چې د وینا له پایته رسېدو دمخه، هر یوه ګډونوال هوډ وکړ چې په پوهې، بصیرت او اخلاص سره د الله تعالی لوري ته بلنه وکړي.
Previous Articleمعتزله (اته شپېتمه برخه)
Next Article دیني پلورالیزم «کثرتپالنه» (څلورمه برخه)