په اسلام کې، الهي وحی انسانانو ته په بشپړه توګه او پرته له لاسوهنې رسېدلې ده. دا وحی چې د قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو په بڼه وړاندې شوې ده، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري پرته له کوم زیاتوالي او کمښت څخه موږ ته رسېدلې ده. اسلام ځان د انسانیت لارښود او د خدای لخوا یوازینی منل شوی ریښتینی دین معرفي کوي. له همدې امله، انفرادي دیني تجربې د اسلام په حقانیت اغیزه نه کوي او نه د دې دین اصالت کمولی شي. قرآن کریم په دې اړه فرمايي: «وما ینطق عن الهوی؛ ان هو الا وحی یوحی»؛ ژباړه: (پېغمبر صلی الله علیه وسلم د خپلې خوښې له مخې خبرې نه کوي، هغه څه چې له ده اورېدل کېږي، له الهي وحیې پرته چې پر ده باندې نازل شوې، بل څه نه دي.) خداى تعالی خپل پېغمبر ته امر کوي: «فاستمسک بالذی اوحی الیک انک علی صراط مستقیم»؛ (نو هغه څه چې تاته نازل شوي دي ټينګ یې ونیسه، ځکه ته په نېغه لار يې.) همغه مستقيمه او نېغه لار چې مسلمانان د حال په ژبه په هر لمانځه کې وايي:«اهدنا الصراط المستقیم»؛ (موږ په سمه لاره هدایت کړه .) په اسلام کې نه یوازې په تدین او روحانیت ټینګار شوی، بلکې په پاکو عقایدو او نیکو اعمالو هم ډېر ټینګار شوی دی؛ په دې اړه قرآن کریم فرمایي:«الیه یصعد الکلم الطیب والعمل الصالح یرفعه»؛ (پاک کلامونه او ښې عقیدې د خدای په لور پورته کیږي او صالح عملونه هغه لوړوي.)
په یقین سره ویلای شو چې په غربي نړۍ کې د ټولو معاصرو فکري مذهبونو ریښې لکه د ډاروین نظریه، مارکسیزم، ډیموکراسي، کثرت پالنه او داسې نور چې له لویدیځ څخه نورو ټولنو ته صادریږي او نن ورځ په نړۍ کې د تش په نامه روښانفکرانو او مفکرانو په منځ کې عام شوي دي، په بشپړه توګه د پخوانیو یوناني فیلسوفانو له آثارو څخه اخیستل شوي. دا پدې مانا ده چې د نوي دور ټول فکري مذهبونه په لرغوني یونان کې شتون درلود. کېدای شي یوازې د هغوی نومونه، بڼې، او د بیان سمبولونه د هغه څه څخه لږ توپیر ولري چې اوس شتون لري. يعنې دا ټول هغه نظريات چې نن سبا د روښانتيا او عصريتوب د نښې په توګه مشهور دي، ټول د پېړيو مخکنيو افکارو ته د ورګرځېدو له امله دي، او عجیبه خبره دا ده چې دغه روښانفکره اشخاص په مسلمانانو باندې د متحجرو او وروسته پاتو کسانو نومونه لګوي په داسې حال کې کې چې دوی پخپله د پېړيو مخکې زړو، شړېدلو او بې بنسټه افکارو ته په رجوع سره د نړۍ تر ټولو متعصبه او متحجره خلک دي، که څه هم دوی پخپله له دې حالت څخه ناخبره دي.
په معاصره نړۍ کې، د پام وړ علمي او ټیکنالوژیکي پرمختګونو سره سره، انسانان د اخلاقي، بشري او مذهبي ننګونو سره مخ دي چې داسې ښکاري چې د دوی د نا امیدۍ او ویرې لامل شوي. په عین حال کې، ځینو خلکو د تصمیم نیولو او لارښوونې سرچینې په توګه د انساني پوهې او عقل ځواک باندې تکیه کړې، چې ممکن د دوی په ژوند کې د وحی او معنویت رول کم کړي.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې په لويديځ کې د کثرت پالنې د مکتب د بيا راژوندي کېدو او د هغې د خپرېدو لامل د اروپا تاريخ د عيسويانو تر منځ جګړې او کورنۍ شخړې ګڼلی شو چې په پايله کې يې په ميليونونو انسانان و وژل شول. له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په دغه وچه کې کلتوري او مذهبي تنوع له اسیا او افریقا څخه اروپا ته د خلکو د مهاجرت په زیاتیدو سره زیات شو. د افکارو، عقایدو، ملیتونو او نژادونو دغه نوی تنوع په اروپا کې د ټولنیزو شخړو او لانجو لامل شو.
د دغو ټولنیزو ننګونو په ځواب کې، د ایمانویل کانت په ګډون یو شمیر اروپایي مفکرینو د فلسفې او افکارو له لارې چې په لرغونې یوناني فلسفه کې ریښې لري د حل لارې لټولې؛ کانټ په دې باور و چې مطلق حقایق نشي درک کېدلی او یوازې د انسان ذهنیت حقیقتونه رامینځته کوي، نو هر څوک د خپل نظر له مخې سم او پر حقه دې او هیڅ مطلق حقیقت شتون نلري.
پلورالیزم، چې په یوناني کلمه کې ریښه لري او د تعدد او ګڼوالي د منلو معنی لري، په مختلفو برخو لکه دین، کلتور، سیاست، اخلاقو او اقتصاد کې د بحث وړ دې. په انګلیسي کې، “ism” د مکتب په معنی او “plural” د تعدد معنی لري؛ له همدې امله، پلورالیزم کثرت پالنې او تعدد ته اشاره کوي. دا مکتب په دې باور دی چې هیڅ یوه نظریه، ایډیولوژۍ او لیدلوری په یوازیتوب سره پر حقه نه دې، بلکه ټول کولی شي سم وي.
دیني پلورالیزم یا کثرت پالنه د پلورالیزم یو له مهمو ډولونو څخه دې چې د دین په برخه کې کثرت پالنې ته اشاره کوي. د دې لیدلوري په باور په نړۍ کې ټول دینونه او مکتبونه سم دي او هر یو انسان ته د دنیا او آخرت خوشالي او نېکمرغي وربښي.
جان هیک، د عیسوي الهیاتو دینپوه فیلسوف او کشیش، په معاصره نړۍ کې د دیني کثرت پالنې له مخکښانو څخه ګڼل کیږي. جان هیک د جنوري په 20، 1922 کال کې د انګلستان په یورکشیر کې زیږیدلی. هغه د عندیه او سوفسطایانو مکتب بیا راژوندی کړ او د کثرت پالنې تر عنوان لاندې یې معرفي کړ. هیک او نورو فیلسوفانو چې د وحیې له منهج څخه لرې والی غوره کړ، د بشري ټولنې د ستونزو د حل په لټه کې وو او یو داسې مکتب یې بیا راژوندی یا اختراع کړ چې د ځینو منتقدینو په وینا، د بشري ټولنې لپاره ترټولو لوی درد او ناروغۍ کیدی شي. دا نیوکه د دې انګیرنې پر بنسټ ولاړه ده چې کثرت پالنه ممکن د ګډو معیارونو د نشتوالي او د ډیر نسبتیت لامل شي، کوم چې کولی شي د ګډو ارزښتونو او ډله ییز هویت د کمزورتیا لامل شي.