لیکوال: "ابوعائشه"

معتزله (نهه شپېتمه برخه)

د اهل سنت او جماعت دلایل
د قرآن کریم آیتونه
قرآن کریم ډېری خارق‌العاده پېښې بيانوي چې هغه انبياء نه وه؛ لاندې د دې پیښو څو مثالونه راوړو:
د مريم عليها السلام په کيسه کې راغلي چې هغې په غيرموسم کې بېلابېلې مېوې خوړلې.
«كلما دخل عليها زكريا المحراب وجد عندها رزقا قال يمريم أنى لك هذا قالت هو من عند الله إن الله يرزق من يشاء بغير حساب»؛ «کله چې زکریا علیه السلام هغې ته په محراب کې راغی، له هغې څخه به یې رزق پیدا کاوه، ورته ويل به یې: اې مریمې، تا ته دا روزي له کومه راغلې؟ [مریمې به] وویل: دا د خدای له لوري ده، خدای چا ته چې وغواړي بې حده رزق ورکوي.»
د اولياء کرامتونه په دلائلو او براهينو باندې ثابت دي، چې دلته يې څو مثالونه ذکر کوو:
د کرامت اثبات په عقل او شرع سره عيانا: د مريم عليها السلام حمل، په غير فصل کې هغې ته د هر ډول مېوې رسېدل. دا هغه خارق‌العاده شيان دي چې معجزه نه ګڼل کېږي، ځکه چې د معجزې شرايط په کې نشته. له مريم عليها السلام سره د زيات رزق شتون يو له هغو څيزونو څخه دی چې معمولاً د عادت خلاف ګڼل کيږي او دا پخپله د اولياو د کرامت ثبوت دی.
د اصحاب کهف کېسه؛ د «کرامات الاولياء» کتاب لیکوال ابو الفدا عبدالرقیب بن علي د دې په ۲۵ مخ کې دا موضوع ذکر کړې ده.
الله تعالی په کهف سورت کې د مؤمن او موحد ځوانانو يوې ډلې کېسه يې کړې ده او فرمایي: «أم حسبت أن أصحاب الكهف والرقيم كانوا من آياتنا عجبا إذ أوى الفتية إلى الكهف فقالوا ربنا آتنا من لدنك رحمة وهيئ لنا من أمرنا رشدا فضربنا على آذانهم في الكهف سنين عددا ثم بعثنهم لنعلم أي الحزبين أحصى لما لبثوا أمدا…»؛
ژباړه: «آيا تاسو فکر کوی چې د «کهف» او «رقيم» اصحاب، زموږ د عجيبه نښو څخه دي؟ کله چې دغو ځوانانو په غار کې ځای ونیوه او ویې ویل: ای ربه موږ ته له خپل طرفه رحمت راکړه او زموږ په کارونو کې لارښوونه راته پيدا کړه. نو څو کلونو لپاره د دوی په غوږونه باندې مو پرده ووهل، بیا مو دوی له خوبه راویښ کړل ترڅو موږ ته معلومه شي چې د دوی دوو ډلو څخه کوم چا د اوږدې مودې لپاره یاد دی.»
علامه عض‌الدین ایجي په «کتاب المواقف» کې لیکي: «اصحاب کهف چې خدای تعالی مصیبتونو څخه يې درې سوه کاله یا زیات وساتله، د امت د علماو په اجماع سره په پیغمبرانو کې نه شمیرل کیږی؛ ځکه چې په دې کېسه کې ذکر شوي امور معجزې نه دي او د معجزې یو شرط دا دی چې معجزه د نبوت له ادعا او تحدي سره يو ځاي وي.«
اهل سنت او جماعت، د اصحاب کهف کېسې او په قرآن کریم کې نورې کېسو ته په کتلو سره اعتقاد لري چې د اولياو کرامات حق دي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version