ليکوال: "ابوعايشه"
د جهميې فرقه «ډله» (درېيمه برخه)
جعد بن درهم
جعد بن درهم د جهم بن صفوان شيخ او استاد وو. هروي رحمه الله ليکي: «لومړي کس چې د کلام الله د انکار فتنه په خلکو کې خپره کړه جعد بن درهم وو.» کله چې جعد بن درهم ظهور وکړ، امام زهري رحمه الله چې د هغه مهال له امامانو څخه و، ويې ويل چې: «جعدي د محمد صلی الله عليه وسلم له امت څخه نه دی.»
ابن عساکر وايي: «جعد بن درهم خپل دغه عقيده له ابن سمعان څخه اخيستې ده، ابن سمعان هم له ابان څخه، ابان له طالوت او طالوت له يهودي لبيد بن اعصم څخه زده کړ چې رسول الله صلی الله عليه وسلم يې جادو کړی وو.»
لومړی کس چې له دغه عقيدې سره وپېژندل شو جعد بن درهم د جهم بن صفوان استاد و. هغه مهال علماو فتوا ورکړه چې هغه بايد ووژل شي. او د هغه د قتل کيسه ډېره مشهوره ده، چې په بېلابېلو کتابونو کې راغلې ده.
خالد بن عبدالله القسري يوه ورځ په «واسط» کې يې د لوی اختر بيان کاوه، نو خلکو ته يې وويل: «اې خلکو! د خدای لپاره قرباني وکړئ، خدای دې ستاسو قربانياني قبولې کړي. زه هم جعد بن درهم قرباني کوم؛ ځکه هغه باور لري چې الله تعالی، حضرت ابراهيم عليه السلام د خليل په توګه نه دی ټاکلی، او له حضرت موسی علیه السلام سره يې خبرې نه دي کړي. الله سبحانه و تعالی پاک دی له هغه څه چې جعد بن درهم وايي. نو له منبر څخه راښکته شو او هغه يې حلال کړ.» د هغه دغه کار د هغه مهال د علماو د استفتاء په بنسټ و، او خپله هم د دې امت د لويانو علماو څخه وو.
جعد بن درهم په اصل کې کُرد وو. ځينې وايي هغه فارسيزبان وو. جعد بن درهم د «حران» له منطقې څخه و، او د مروان حمار- د امويانو وروستني خليفه- د روزنې مسئوليت يې درلود؛ نو ځکه هغه ته «مروان جعدي» هم ويل کيږي. او همدارنګه د سويد بن غفله بن عوسجه جعفي له نږدې کسانو څخه وو.
د جعد بن درهم د بدمرغيو څخه يو دا و، چې د امويانو د سقوط لامل شو؛ ابن تيميه رحمه الله وايي: «جعد بن درهم چې مروان بن محمد جعدي هغه ته نسبت شوی، ډېر بد مرغه و، تر هغه ځايه پورې چې د مروان د دولت د لهمنځهتلو لامل شو؛ ځکه کله چې داسې بدعتونه ظاهر شي چې د پيغمبرانو خلاف وي، الله تعالی د پيغمبرانو د مخالفينو څخه غچ اخلي، او پيغمبران [او د هغه پلويان] نصرت کوي.»