علامه نسفي د ولي او نبي تر منځ د التباس د معتزله د شبهې په ځواب کې وايي: «د ولي له خوا د خارق العاده شیانو ظاهرېدل چې د امت له غړو څخه دی، د پیغمبرۍ معجزه ده چې دا کرامت د هغه د امتیان په لاس راڅرګندیږي؛ ځکه په دې کرامت سره ثابتیږي چې هغه ولي دی او تر څو چې په خپل دین کې سم نه وي، ولي نه ویل کیږي او د هغه دیانت هغه مهال ثابت کیږي چې د خپل پیغمبر په رسالت باندې په زړه او ژبې اقرار وکړي، او اوامر او نواهي پر ځای کړي، او که دغه ولي نافرماني او معصیت وکړي، ولي نه دی، او هیڅ ډول کرامت نه لري.»
علامه ابن حجر الهیتمي د معتزله د نظر په اړه لیکي: «د تعجب خبره نه ده چې معتزله له کراماتو څخه انکار وکړي. ځکه چې دوی د هغه مسلو په اړه انکار کړی دی چې د دې مسلې په پرتله ډېرې لویې دي. دوی له رسول الله صلی الله علیه وسلم روایت شوو نصوصو چې د نکیر او منکر د پوښتنې، د قبر د عذاب، حوض او نورو مواردو په اړه وه انکار وکړ، د دوی تر ټولو لوی دروغ او افترا دا وه چې د خپلو فاسدو عقلونو پیروي یې وکړه او هغه یې د الله سبحانه وتعالی، دآیتونه، اسمونه، صفات او اعمال باندې یې حاکم کړل، په دغه کې هر څه چې د دوی د فاسدو، مریضو او پست عقلونو سره موافق وه هغه یې ومنل او هغه څه چې مخالف وه هغه یې رد کړل. د قرآن، سنت او اجماع تکذیب ته یې پام ونه کړ؛ ځکه غضب په هغوی باندې محقق شوی و، او د مذمت قباحتونه باندې را چټک شوي وه.»
علامه ابن ابي العز چې د “العقیدة الطحاوية” شارح دى، د معتزله په ځواب کې ليکي: «د کرامت په اړه د معتزله د قول باطلېدل ښکاره او څرګند دي؛ ځکه چې د دې مسئلې انکار د محسوس انکار په شان دی. د دوی خبره هغه مهال سمه ده که داسې خارق العاده پېښې وشي چې د معجزې سره ګډې شي او د پیغمبر او ولي توپیر سخت شي، مګر دا ناممکن دی. دا ادعا به یوازې هغه وخت ریښتیا وي چې ولي د پیغمبرۍ له ادعا سره خارق العاده کار ترسره کړي چې دا هم ناشونی دی. او که چیرې دا ولي د پیغمبرۍ ادعا وکړي، نو هغه به نور ولي نه وی، بلکې د پیغمبرۍ یو دروغجن مدعي وی.»
د اهل سنت او جماعت نظر
اهل سنت او جماعت د اولیاو او د خدای د دوستانو په کرامت باندې اعتقاد او باور لري.
علامه نسفي رحمه الله وایي: «د اولیاو کرامات حق دی.»
علامه طحاوي رحمه الله د اهل سنت او جماعت د عقیدې په اړه وايي: «او موږ د اولیاو په کرامت ایمان لرو، هغه چې د هغوی روایتونه له معتبر او ثقه خلکو څخه ثابت وي.»
د «الغنية في اصول الدين» کتاب مؤلف وايي: «د اهل حق مذهب د هغو کرامتونو د راڅرګندېدو جواز یې ورکړی دی چې د اولیاو لخوا ظاهر شي.» دوی د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره آیتونو، احادیثو او دعلماو په اقوالو باندې یې استدلال کړی دی، چې ځینې به یې په راتلونکو برخو کې ذکر کړو ان شاء الله.