لیکوال: شکران "احمدي"

په اسلام کې د پاکوالي اهمیت (پنځمه برخه)

په ولاړه اوبه څښل
د نظافت له نورو دستوراتو څخه، د بدن د روغتیا لپاره د اوبو او نورو څښلو شیانو څښل په ناسته دي او په ولاړه د څښلو منع شوې ده؛ ځکه بې شمېره آفتونه لري چې د هغه آفتونو څخه ځینې دا دي:
  • انسان په سمه توګه نه اوبیږي، او تنده له منځه نه ځي.
  • اوبه په سمه توګه معدې کې نه مستقر کیږي؛ تر څو سږی یې په نورو غړو تقسیم کړي.
  • اوبه په تېزۍ سره معدې ته ننوځي چې دا کار تاواني دی.
  • د بدن تودوخه په تېزۍ سره راټیټوي.
  • اوبه په تندۍ سره نورو غړو ته ورځي چې دا مضر دی.
په درې ساګانو(نفسونو) سره اوبه څښل
اوبه په یو وار څښلو سره بدن ته تاواني دی، او د رسول الله صلی الله علیه و سلم عادت هم دا و، چې اوبه په درې ساګانو سره وڅیښي. دغه طریقه ډېرې ګټې لري؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هم فرمایي: «إنّه أروَی وَأَبرَأ وَأمرَأ» ژباړه: «بې شکه چې دغه طریقه تر ټولو اشباع کوونکې، خوندوره او بې ضرره ده.»
ځکه چې کله اوبه معدې ته په کرار کرار ورشي، په هر وار د معدې تودوخه په تدریج سره کمیږي او د فشار یا د بدن د تودوخې د کموالي نه لامل کیږي.
د یوه سا څښلو آفات
د اوبو د مجاریو د تړل کېدلو احتمال، خوند نه اخیستل، نه اوبېدل، د زړه او سږي د حرارت (تودوخې) ټېټېدل. او که چیرې په څو ساګانو وڅېښل شي نو د زړه او سږي څخه به بخار په کرار کرار ووځي او دا به ګټمن وي.
د لوښي او لوټې د ماتي خوا څخه څښل او خوړل
ابوسعید خدري رضي الله عنه وایي: «رسول الله صلی الله علیه و سلم د لوټې د ماتې خوا څخه د اوبو څښلو، او همدارنګه پو کولو څخه یې منع کړې ده.»
که په غور سره وګورو دغه امر ډېر حکیمانه اهمیت لري، او د دغه غوندې لوښو څخه څښل او خوړل ډېر تاوانونه لري؛ لکه:
  • په هغه برخه چټلۍ ټولیږي؛
  • څښونکي ته تشویش پېښیږي، او د اوبو څخه خوند نه اخلي؛
  • په هغه کې غوړوالی ټولیږي، چې نه پرېمنځل کیږي؛
  • د شونډانو او خولې د ټپي کېدو لامل کیږي.
د مشک خوله په خولې کې اېښودل او بیا څښل
په صحیح مسلم کې حضرت جابر بن عبدالله رضي الله عنه روایت کوي چې له رسول الله څخه مې واورېدل چې ویې فرمایل: «لوښي پټ کړئ، او خولې یې وتړئ.»
ځکه د دغه سنت څخه تابعیت نه کول، لاندې نظافتي تاوانونه لري:
  • په یو وار اوبه څښلو سره به بدبويي او تعفن مشک ته ننوځي؛
  • ډېر وختونو د اړتیا څخه زیاتې اوبه څښل کیږي؛
  • ځینې وختونه حشرات په هغه کښېني، او کېدای شي چې په خوله ننوځي؛
  • کله کله کېدای شي چې خاشې او خاورې معدې ته ننوځي؛
  • او همدارنګه معدې ته اضافه هوا ننوځي؛ او همدارنګه نور حکمتونه لري.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version