شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: "ابو عایشه" معتزله (اووه شپېتمه برخه) د کرامت په اړه د معتزلهو نظر اکثريت معتزلهو کرامت رد کړی دی جمهور معتزله په دې باور دي چې خارقالعاده چارې یوازې د پیغمبرانو لخوا صادریږي او د نورو څخه ممکن ندي. معتزله د اولیاوو کرامت په بشپړه توګه ردوي. د “کرامات اولياء الله” کتاب په سريزه کې ویل شوي: “معتزلهو چې کله خپل قاصر عقلونه د محسوس دایرې بهر څخه حاکم کړه، له امت څخه جلا شول، او په بېشمېرو مسايلو کې له کتاب الله او سنت رسول الله څخه يې مخالفت وکړ؛ نو د تعجب ځای نه دی چې د اولياء الله له کرامت څخه انکار وکړي.” د معتزلهو دلايل د کرامت د منکرينو يو دليل دغه آيت دی: «والأنعام خلقها لكم فيها دفء ومنافع ومنها تأکلون ولكم فيها جمال حين تريحون وحين تسرحون وتحمل أثقالكم إلى بلد لم تكونوا بالغيه إلا بشق الأنفس إن ربكم لرءوف رحيم» ژباړه: «او څاروي يې ستاسو لپاره خلق کړه، چې په هغو کې پوښښ او ګټې شته، او ځينې يې خوری، په هغو (څارویو) کې ستاسو لپاره ښکلا ده چي سهار یې د څرولو لپاره لېږی او ماښام یې بېرته راولی. هغوی (څاروي) ستاسو درانه بارونه تر داسي ځايونو پورې وړي چي هلته یې تاسو له ډېر زيار ګاللو څخه پرته نشی رسولای. حقيقت دا دى چي ستاسو رب ډېر زيات خواخوږی او مهربان دى.» دوی وايي: «چې دغه آيت په دې دلالت کوي چې انسان له يوه ښار څخه بل ښار ته نه شي تللی پرته له ډېر زيار څخه، سره له دې چې د کرامت پلويان وايي: اولیاء الله کله کله په يوه شپه کې له يو ښار څخه بل ښار ته بې له زحمت څخه سفر کوي، دا د دې آيت مخالف دی، نو د دوی خبرې دروغ دي. او کله چې په دې حالت کې د کرامت په اړه د دوی خبرې باطلې شي، نو د دوی خبرې په نورو ډولونو کې هم باطلې دي، او هیڅوک د دوی ترمنځ په توپير نه پوهیږي.» د معتزلهو یو بل دلیل چې د شبهې په توګه مطرح کیږي دا دی چې که موږ د اولیاوو لپاره په کرامت باور ولرو، د دوی کرامت به د پیغمبرانو له معجزو سره ګډ شي، او د دواړو ترمنځ به هیڅ امتياز نه وي. «معتزله د اولياء لپاره کرامت ناشونې ګڼي، په دې برخه کې، دوی ظني- منطقي دلایلو باندې استدلال کوي، او وايي: که موږ کرامات چې خارقالعاده دي د اولياو لپاره ثابت کړو، شايد اولياء او انبياء له جادوګرانو سره مشتبه شي، او شايد جادوګران له اولياو او انبياو سره مشتبه شي، نو له همدې امله موږ ټول منع کوو.» ادامه لري…