بې له شکه مور هغه نعمت ده، چې انسان یې په شتون سره تل په ژوند کې د خوښۍ او سکون احساس کوي او د دعا په برکت یې د ویاړ او عزت لوړو څوکو ته یو په بل پسې رسیږي. د مور شتون او وجود د ویاړ، سرلوړي او بریا سرچینه ده. مور هغه ارزښتناکه او د اهمیت وړ ښوونکې ده چې له هغې پرته اولاد په هره شېبه کې ناسمه او انحراف لاره غوره کولای شي. خدای تعالی انسان د (مور) په شتون او نه شتون ازمویي؛ د مور په شتون کې باید سړی د هغې خدمت وکړي، درناوی یې وکړي او د هغې رضایت ترلاسه کړي او د هغې په نشتوالي کې صبر او زغم ولري او د هغې په حق کې دعا وکړي. د مور نعمت یو لوی او ستر نعمت دې چې د اسلام په دین کې خاص او ځانګړی ځای لري. د انسان د پيدايښت له لومړۍ ورځې څخه تر نن ورځې پورې د نړۍ په هر ګوټ کې او د هر قوم، نژاد او ملت په هر دود او دستور سره چې کله د مور نوم ياديږي، د ځوان او بوډا ټولو زړونه له مينې، عاطفې او شور او ولولې څخه ډکیږي او تپېږي. اسلام هم مور ته دومره فوق العاده مقام او ارزښت ورکړی دې چې د مور په رضایت سره جنت ته تلل ممکن او اسانه ګڼي.
اسلام د مور رضایت او له هغې سره مهربانۍ جنت ته د تګ لاره ګرځولې ده. پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «الجنة تحت اقدام الامهات»؛ (جنت د میندو تر پښو لاندې دی.) یعنې د انساني کمال وروستي پړاو ته رسېدل د مور د رضایت په ترلاسه کولو پورې تړلی ده.
تر هغه چې خلک د میندو په حقوقو پوهیږي، په خیر او ښېګڼې کې دي. خدای تعالی نه خوښوي چې د دوی هوښيارې سترګې له دغو ښېګڼو سترګې پټې کړي او زړونه هغه رد کړي؛ ځکه دا کار د ایمان خلاف دې. حضرت مغیره رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«الله جل جلاله تاسو د مور له نافرمانۍ منع کړي یاستئ .»
کله چې د مور او پلار نافرماني، د هغوی پر وړاندې سختي او د هغوی له حقونو څخه سترګې پټول زیات شي، د هلاکت او بربادۍ وخت به راشي؛ دا به هغه وخت وي چې خیر او ښېګڼه له منځه تللې وي او ایمان به په ځمکه کې ښخ وي. رسول الله صلى الله عليه وسلم د قيامت د ورځې له نښو څخه د يوې نښې په اړه فرمايلي دي:«ان تلد الامة ربتها»؛ يعنې ښځه او مور داسې ماشوم زېږوي چې له هغه سره داسې چلند کوي لکه بادار چې له خپلې وینځې سره کوي. دا یو خبرداری دی چې له مور باید بد چلند، ظلم یا دښمني ونه شي. د اسلام مبارک دين په مهربانۍ، نيکۍ او وفادارۍ کې د هغوی د حق په پوره کولو ډېر ټينګار کړی دی. یو له دغو حقوقو څخه دا دې چې که مور مشرکه هم وي، پر هغې باندې احسان کول واجب دي. حتی که مور داسې پړاو ته ورسېږي چې کفر ته بلنه ورکړي او هغه په خپل اولاد تحمیل کړي، د هغې کفر باید له هغې سره د نیکۍ مخه ونه نیسي او هغه ته زیان ونه رسوي او د هغه حقونه ضایع نکړي.
الله جل جلاله فرمایي: «وان جاهداک علی ان تشرک بی ما لیس لک به علم فلا تطعهما و صاحبهما فی الدنیا معروفا»؛ ( هرکله چې دوی دواړه هڅه وکړي چې ما ته شرک وکړې کوم چې د هغه په اړه هېڅ پوهه (او د هغه د ثبوت په اړه کوچنی دلیل) نلرې، له هغو څخه اطاعت مکوه ( ځکه چې د عقیدې، کفر او ایمان په مسله کې همغږي او ملګرتیا جواز نه لري او د خدای سره د انسان اړیکه، د هغه د مور او پلار سره د اړیکې په پرتله، لومړیتوب لري، او مکتبي اعتقاد د خپلوۍ له عواطفو څخه غوره ده.) خو له دې سره سره، له دوی سره نېک او غوره چلند وکړه.»