لیکوال: م . فراهي "توجګي"

د رسنیو رول او د مسلمانانو په هویت د هغوی اغېزې (څلور پنځوسمه برخه)

 رسنۍ د کلتوري یرغل تر ټولو مهمه وسیله
 رسنۍ د کلتوري یرغل او د نورو کلتورونو د له منځه وړلو او د خپل کلتور د ځای په ځای کولو لپاره ترټولو مهمه او بنسټیزه وسیله ده. هېڅ وسیله په دې برخه کې د رسنیو په څېر اغېزناکه نشي کېدای؛  ځکه چې د رسنۍ لمن ډېره پراخه ده او هیڅ پوله نه پیژني او ډېر لیدونکي لري. همدا وجه ده چې استکباري ځواکونه د کلتوري یرغل د ناوړه موخو د تحقق لپاره له رسنیزو وسیلو څخه په لوړې کچې ګټه پورته کوي او د خپلو رسنیزو وسایلو په مرسته هڅه کوي چې نور کلتورونه بدل کړي او د خپل کلتور د هغو ځای ناستی کړي. په نننۍ نړۍ کې رسنۍ د سترو نړیوالو قدرتونو په لاس کې د اعلاناتو او خبرتیاوو تر ټولو پیاوړې وسیله ده. له همدې امله رسنۍ د کلتور په جوړولو کې پرېکنده رول لري او له دې لارې په ټولنه کې د مذهب پر بنسټ کلتور وده او بنسټیز کېداى شي. د رسنیو دا ډول کارول د کلتوري یرغل او له دین څخه د تېښتېدونکو او مادي پاله انسانانو د شومو اهدافو د تحقق لپاره خورا مهمه وسیله کیدی شي او د دوی اهداف او ګټې خوندي کوي. نن ورځ په نړۍ کې رسنۍ د فکر، کلتور، چلند او په حقیقت کې د خلکو د کلتوري هویت رول لوبوي او د هغوی په چلند او تګلارو کې پرېکنده رول لري. رسنۍ کولی شي د انسان د ژوند په ښه کولو کې اغیزمن وي؛ دوی کولی شي د نړۍ د سولې او امنیت په پراخولو کې اغیزمن وي؛ کولی شي د خلکو په منځ کې د اخلاقو او روحانیت په وده کې اغیزمن وي او کولی شي خلک خوشحاله کړي. له بلې خوا، دوی کولی شي د ویجاړوونکو او خطرناکو جګړو لامل او وسیله شي؛ دوی کولی شي د خلکو په منځ کې ناوړه عادتونه، دودونه او چلند ته وده ورکړي؛ کولی شي ملتونه له خپل انساني او ملي هویت څخه محروم کړي؛ کولی شي په انسانانو کې د تبعیض احساس را ژوندی کړي.
په همدې حال کې د مثبتو او منفي پياوړو بدلونونو سره سره په ټوليزه توګه رسنۍ او په تېره بيا تلويزيون له مهمو ټولنيزو رسنیو څخه دې چې د فرهنګي او ټولنيزو ميراثونو او ټولنيزو ارزښتونو په لېږد کې رغنده رول لوبوي. په اوسنۍ زمانه کې چې د اطلاعاتو او نویو ټیکنالوژیو زمانه بلل کیږي، رسنۍ دي چې په خپلو دندو او د اطلاعاتو د نویو میتودونو په کارولو سره ټولنې ته نوې کلتوري او ټولنیزې بڼې وربښي او بالاخره د دودیزو او کلتوري ارزښتونو ځای نیسي. او د بدلون او تحول د لاملانو توګه د ټولنو په ارزښتونو، نورمونو او کلتوري نمونو کې عمل کوي؛ له همدې امله، رسنیو د نړیوال کولو په برخه کې مهم رول لوبولی دی او د کلتورونو د نړیوال کولو یو له مهمو عواملو څخه دي. د کلتورونو په نړیوال کولو کې ژور ټکی د نورمونو او ارزښتونو لیږد دې چې د کلتور په بهرنۍ بڼه کې څرګندیږي، او رسنۍ په نړۍ کې د کلتور یو له مهمو بڼو څخه دې او د کلتور د لیږد لاملان دي؛ له همدې امله په هر هېواد کې د رسنيو دندو او کړنو ته پاملرنه ډېره اړينه ده او بايد د رسنيو د پروګرامونو په جوړولو کې د سمې تګلارې په جوړولو سره تدبيرونه ونيول شي څو د نړيوال کېدو له ګواښونو څخه ډډه وشي او له پیاوړو ټکو څخه یې ګټه پورته شي
 له همدې امله رسنۍ د کلتوري یرغل په پرمختگ کې مهم، ټاکونکی او مخکښ رول لوبوي؛ په حقیقت کې په اوسني عصر کې رسنۍ د کلتوري یرغل تر ټولو مهمه وسیله ګڼل کیږي.
 ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version