یو له هغو خارقالعادهو شیانو څخه چې عقلپالان یې نشي درک کولی او له همدې امله شکمن شوي دي، او مخالفت يې کړی دی، د اولیاءالله او دیني مشرانو د کرامت مسئله ده. معتزله او نويو عقلپالان چې زياتره شيانو ته د عقل له نظره ګوري او په خپل عقل يې اندازه کوي، له کرامت څخه يې انکار کړی دی. په دې برخه کې غواړو چې د معتزله او د اهل سنت او جماعت له نظره پر دې موضوع په تفصیل سره بحث وکړو.
د معجزو انکار
د معجزو د انکار په اړه باید ووایو چې زیاتره معتزله د پیغمبرانو معجزې مني، که څه هم ځینې یې له ځینو معجزو انکار کړی، د مثال په توګه: «نظام» چې د شقالقمر معجزه نه مني. هغه پرته له دې چې د صحابه کرامو درناوى وکړي، خپله خوله داسې خلاصوي چې: «دا يو له هغو دروغو څخه دى چې هيڅ شک پکې نشته؛ ځکه چې الله تعالی سپوږمۍ یوازې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او یا د بل چا په خاطر نه دوه ځايه کوي، بلکې هغه دوه ځايه کوي چې نړيوالو ته عبرت وي، او انبياؤ لپاره حجت وي، او د ښارونو لپاره يو دليل وي. او څنګه عام خلک په دې پوه نه شول، او څنګه یې په تاریخ کې دا عامه مسله خلکو ياده نه کړه، او نه یې کوم شاعر هغه لپاره شعر ووايه، او نه یې له امله کوم کافر مسلمان شو، او نه کوم مسلمان په دې اړه د ملحد پر وړاندې استدلال کړی دی.»
کرامت په لغت او اصطلاح کې کرامت په لغت کې:
جوهري لیکي: «کرامت د لئامت او رذالت ضد دی.»
په مختار الصحاح کې راغلي دي: «ک ر م: (الکرم) د لؤم ضد دی.»
کرامت په اصطلاح کې: (کاف، را او میم): دا یو صحیح اصل دی چې دوه بابه لري: یو یې په يو شي کې د عزت او عظمت لاسته راوړل یا په اخلاقي خصلتونو کې شرف دی. او بل يې (الکَرْم) دی د قلادې په معنا.
کرامت په اصطلاح کې:
بغدادي رحمه الله وايي: « پوه شه چې معجزې او کرامتونه په دې کې چې عادتونو نقض کوي، سره برابر دي.»
سفاريني رحمه الله وايي: «کرامت یو خارقالعاده شی دی چې د نبوت له ادعا سره مقرون او مقدم نه وي. کرامت د يو ظاهرالصلاح بنده په لاس معلوميږي، اوس دا مهمه نه ده چې هغه نیک او صالح بنده په هغه خبر وي او که نه.»
علامه جرجاني په “تعریفات” کې د کرامت په اړه لیکي: «کرامت یو خارقالعاده شی دی چې د یو صالح شخص له خوا څرګند شوی وي چې د پیغمبرۍ ادعا نه کوي. مګر هغه څه چې د ایمان او صالح عمل سره مطابقت نلري هغه استدراج دی او هغه څه چې د نبوت له ادعا سره مقرون وي هغه معجزه ده.»