علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (دري څلوېښتمه برخه)
د دعوت او اصلاح په ډګر کې ستر انسان
امام ندوي رحمه الله په اسلامي نړۍ کې یو له غوره بلونکو او دعوتګرانو څخه شمېرل کیږي او له یو لړ ځانګړو امتیازاتو او صفاتو څخه برخمن و، څرنګه چې په تېرو برخو کې ورته اشاره وشوه. نوموړی د اسلامي امت یو رښتینی خواخوږی او زړه سواند و چې د اسلامي ویښتیا لپاره یې خپلې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړې او تل د اسلامي امت په فکر کې و او د هغه لپاره دردمن وو؛ یا په بل عبارت د دعوت او اصلاح هېڅ طریقه او تګلاره نه وه چې هغه تجربه کړې نه وي، د اسلامي بیدارۍ او ویښتیا لپاره کله ناکله په خطبو، وعظونو او نصیحتونو او کله هم په هیواد کې دننه او بهر د الله تعالی په لار کې د دعوت لیکونو په استولو او همدا راز د لسګونو کتابونو او رسالو په لیکنو سره تر دې حده چې د اسلامي نړۍ یو له مهمو دعوت ګرانو څخه وګرځید، او د رهبان باالیل او فرسان بالنهار ریښتینی مصداث وګرځېد، خدای دې له هغه څخه راضي وي.
د مولانا د دعوت پیل
له بوختیا څخه په یوې ډکې ورځې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند او سیرت په اړه سیمینارونه او کنفرانسونه جوړېدل. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت له مینې څخه ډک دغه ماشوم چې ښایي په هغه وخت کې یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند په اړه لږ معلومات درلودل، ولاړ شو او له خپلې خور څخه یې وغوښتل چې پګړۍ ور وتړي او ښكلې جامې یې واغوستې او په همدې هیلې د خپلو ملګرو كور ته ولاړ، له ځانه سره يې ډېر خلك راغونډ كړل او كور ته يې راوستل تر څو د سيرت سيمينار په ښه توګه تنظيم او په لاره واچوي. لنډه داچې ژمنه شوې شېبه راورسېده او ګڼ شمېر ماشومان او تنکي ځوانان د ده په جلسه کې شامل شول او د دې غونډې ښکلا ور زیاته کړه. نو د ملګرو په راغونډیدو او د سیرت د غونډې په ګرمیدو سره داسې ښکاریده لکه دغه ماشوم چې د داسې مبارکې غونډې عامل و، په خپل ځان ویاړي او د زړه له تله یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د محبت د ادا کولو په دغه عمل خوښ او خوشحاله و او شکر یې ادا کاوه. له همدې امله هغه خپل ټول ملګري سره کښېنول او د سیرت يو کتاب يې په لاسونو کې واخیست او د کتاب په لوستلو یې پيل وکړ، په لنډه توګه، دا نېکمرغه او د خوشحالۍ جشن د امکان تر حده د دې ماشوم او د هغه د ملګرو په بریا سره پای ته ورسید، او د دې تنکي ځوان هیلې پوره شوې.
هو! هغه ماشوم چې د خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم په اړه یې له ماشومتوب څخه اورېدلی و، تل به د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د اصحابو کیسې د هغه د شپې او ورځې محفلونو موضوع او سرلیک و. دا ډول توفیق او برياليتوب د ده لپاره ډېر د خوښۍ او خوشحالۍ وړ و او که ووايو چې دا کارونه د ستايلو وړ هڅې وې چې په راتلونکو پړاوونو کې يې د علمي او عملي پرمختګ بنسټ کېښود، ښايي له حقيقته لرې نه وي.
څرنګه چې دا ماشوم لوی او نور هم لوی شو، دا خوبونه او هیلې په حققیت بدلې شوې او د هغه علمي او معنوي نیالګي نور هم ښېرازه او په حاصل ورسېدل. د ژوند په نورو پړاوونو کې هم دغه مينه زياته شوه او دغه فکر او همدا راز د اسلامي دعوت او د اسلام د احياء فکر تل د ده د سترو کارونو په سر کې و. د دغه ماشوم نوم علي وو چې په ابوالحسن هم مشهور و او وروسته په اسلامي نړۍ کې د دیني دعوت او د اسلامي بیدارۍ یو له فعالو مخکښانو څخه شو چې په هر ځای کې د شیخ ابوالحسن علي حسني ندوي په نوم پیژندل کیده او کیږي. امام ندوي له ماشومتوبه نیولې تر بوډاتوبه په حقیقت کې د سیرت او دعوت د ډیرو سیمینارونو زینت و او هر ځای چې به یې قدم کیښود، د هغه اصلي موخه او انګېزه اسلامي ويښتیا او د الله تعالی جل جلا له لوري ته بلنه وه.