د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم د خپل امت لپاره ډېر مهربان و او تل به یې خپل امت ته د ښو او نېکو امر کاوه او له بدو کارونو به یې منعه کول. د هغو مسايلو له جملو څخه چې ډېر پرې ټينګار شوى دى، نظافت او هغه ته پاملرنه ده؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم دومره د امت د نظافت او ښوونې او روزنې په مسايلو کې حساس وو چې له هيڅ ډول نصيحت او لارښوونو څخه يې سترګې نه پټولې، او د زړهسوانده پلار په څېر به يې فرمايل: «إنما أنا لكم مثل الوالد لولده.».
رسول الله صلی الله علیه وسلم نظافت ته دومره توجه کوله چې حتی د قضای حاجت د نظافت لارښوونه يې هم کوله؛ لکه څنګه چې فرمايلي دي: «کله چې غائطو ته ځی، نو قبلې ته مخامخ مه کښېنئ، او کله چې غائط او ادرار کوی نو په ښي لاس او له دریو ډبرو کم او د حيواناتو په مدفوع او هډوکو ځانونه مه پاکوئ.»
که دې حدیث ته په غور سره وګورو، کولی شو د نظافت ډېر دقيق ټکي پکې وموندو:
1. ښي لاس، ځکه چې ښي لاس د مهمو او محترمځ کارونو لپاره کارول کیږي، لکه: د ډوډۍ خوړلو او خلکو ته د لاس ورکولو لپاره؛ نو باید ککړ نه وي ترڅو ځان او نورو ته میکروبونو ونه ليږي؛
2. په استنجا کې له دریو څخه د کمو تیږو کارول منع دي؛ ځکه چې له دریو څخه په کمو تیږو سره نظافت نه ترلاسه کیږي.
3. د حيواناتو مدفوع نجس دي، د دې پر ځای چې نظافت حاصل شي، د هغه نجاست زیاتوي؛
4. د هډوکو د استعمال ممانعت؛ ځکه چې هغه غوړ دي یا دا چې تېره دي چې د ټپي کېدو لامل کیږي.
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم باد ته مخامخ، په ولاړو اوبو کې، په عامه لارو او د خلکو د راغونډېدو په ځایونو، سیورو، کاري چاپیریالو او داسې نورو ځايونو کې يې د حاجت رفع کول د سختو الفاظو په کارولو څخه يې منعه کړې ده، لکه: «إتقوا اللاعنين» ژباړه: “له هغو دوو شیانو څخه ډډه وکړئ چې د لعنت لامل دي.” صحابه کرامو ترې وپوښتل، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه څوک چې د خلکو د تېریدو په لاره کې او د هغوی په سیوري کې قضای حاجت وکړي.
د خوب څخه د پاڅېدو وروسته د لاسونو مینځل:
کله چې یو څوک ویده شي نو له خپل شاوخوا څخه ناخبره وي او نه پوهیږي چې لاسونه یې په کوم ځای لګیدلي دي او امکان لري چې هغه ځای ته رسیدلی وي چې ميکروب، د بدن ویښتان او د بدن چرک پکې راټولیږي، او قوي امکان شته چې اوبه ککړې کړي او میکروبونه خولې، پوزې او معدې ته ورسيږي؛ له همدې امله دغه د نظافت یو مهم تدبیر دی او موږ له هغه څخه په کلکه منع شوي یو: «إذا استيقظ أحدكم من نومه فلا يغمس يده في إنائه حتى يغسلها ثلاثاً، فانه لا یدری أین باتت یده» رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «کله چې یو څوک له خوبه راوېښ شي، خپل لاس دې د اوبو په لوښي کې نه غوټه کوي تر څو چې درې ځله يې نه وې پرېمنځلی؛ ځکه چې هغه نه پوهیږي چې د شپې يې لاس چېرته و.”