علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (دوه څلوېښتمه برخه)
د علامه ندوي رحمه الله د ژوند روحاني شېبې
د مولانا رحمه الله د بریالیتوب لاملونه
شیخ الاسلام مفتي محمد تقي عثماني رحمه الله د انګلستان په ډیزبري ښار کې په خپله یوه وینا کې د امام ندوي رحمه الله د بریالیتوب ځینې عوامل داسې بیان کړل:
ـ دوی عقیده لرله چې حضرت امام ندوي رحمه الله علم یوازې د زده کړې او پوهاوي لپاره نه و ترلاسه کړی، بلکې علم یې د عمل په خاطر ترلاسه کړ او له همدې علم څخه په ګټې اخیستنې سره یې نړۍ ته رڼا ور وبښله. حضرت امام ندوي رحمة الله علیه ته د الله تعالی له لوري د دغه ډول علم په ورکولو سره د وېرې، حکمت، عاجزۍ، سادګۍ، تقوا او د امت لپاره د هلو ځلو ځانګرتیاوې د مولانا په وجود کې پیدا او ټینګې شوې.
– د حضرت امام ندوي رحمه الله هغه فیوضات چې د نړۍ په مختلفو کونجونو کې لیدل کیږي، نه یوازې د حروفو او نصوصو د پوهې له امله دي، بلکې د هغه د سوځیدلي زړه او د هغه د تاثیر او قبولیت له امله هم دي. همدارنګه یې د نفس د اصلاح او باطن د اصلاح لپاره د ټولو علومو له تر لاسه کولو وروسته د علومو د شاګرد په توګه د سترو شخصیتونو لکه مولانا احمد علي لاهوري، حضرت مولانا حسین احمد مدني، حضرت مولانا شاه عبدالقادر رایپوري او حضرت مولانا محمد الیاس په حضور د شاګردۍ زنګون وواهه او له هغوی څخه یې فیوضات ترلاسه کړل. همدارنګه حضرت امام ندوي رحمه الله هم تل د امت د اصلاح او پالنې په فکر کې و او عزلت یې غوره نه کړ .
له کومې ډلې او ګوند سره يې تړاو نه درلود؛ بلکې له ټولو اسلامي ګوندونو او ډلو سره يې همکاري کوله او له همدې امله هيڅ ډله نه شي ويلاى چې هغه يوازې زموږ دې. له کومې ډلې سره د هغه اړیکه داسې نه وه چې نور له پامه وغورځوي.
– حضرت امام ندوي رحمه الله د حق بیان او بې باکي له حکمت او مهربانۍ سره ګډه کړې وه . خدای تعالی دوی ته عجیبه سلیقه ورکړې وه چې به په هر ځای کې د حق بیانولو ته اړتیا وه، د حق کلمه به یې ویله، خو د دې حق کلمې له لارې دې هیڅ ډول فتنې رامنځته نشي. حضرت امام ندوي رحمه الله هم له ډلو ټپلو ډډه کوله او په خپل نوم یې د ګوند جوړولو اراده نه درلوده. د حضرت امام ندوي رحمة الله علیه په باره کښې هیڅوک له دې انکار نه کوي چې په تیرو وختونو کښې د هغه نوم د حق د داعیانو او بلونکو د لړلیک په سرکې و او د هغه انقلابي دعوت په عربو او غیر عربو کښې مثبتې اغیزې لرلې؛ خو حضرت امام ندوي هيڅکله او په هيڅ پړاو کې خپل دعوت له داسې نظريې سره نه دى تړلى چې د امت له اکثرو علماوو څخه لرې وي؛ بلکې تل د امت د جمهورو علماوو د تګلارې سره سم و.
– حضرت شيخ الاسلام مفتي محمد تقي عثماني رحمه الله د امام ندوي ځيني نور صفتونه هم په ګوته کړي دي. ځینې خلک د نویو اړتیاوو او غوښتنو په پلمه د امت له جمهورو علماوو څخه جلا لاره غوره کوي او هېڅکله په دې پېغور نه ستړي کېږي چې دا سړی مولوي دی او د اوسني عصر له اړتیاوو ناخبره دی، خو هېڅوک نشي کولی امام ندوي ته داسې پېغور ورکړي چې د اوسنۍ زمانې له حالاتو ناخبره دې او له اړتیاوو څخه یې بې خبره دې. په هر حال، حضرت امام ندوي رحمه الله په هیڅ کار او موضوع کې داسې لاره غوره نه کړه چې د امت د جمهورو علماوو له لارې څخه لرې او جلا وي.
يوه بله وبا چي ډيره خپره ده هغه دا ده چي ځيني خلك د شريعت په يوه برخه كي د علم او پوهي په درلودلو سره ځان په ټولو چارو كي پوه او عام فهم ګڼي او د فقهې په برخه كي خپل نظرونه بيانوي کېدای شي په دې برخه کې تخصص ونه لري او د شریعت او فقهې له عمومي او مشخصو قوانینو سره چې له کلونو راهیسې نافذ دي، مخالفت وکړي او د اتحاد او اتفاق پر ځای د اختلاف او تفرقې دروازې پرانیزي. خو حضرت مولانا ندوي رحمه الله په علم او فضل کې لوړ مقام خپل کړی وو او یوازې د ادب، تاریخ، تفسیر او حدیث په ډګر کې محدود نه و، بلکې د فقهې علوم یې هم له لویو استادانو څخه زده کړل. د خپل ژوند په اوږدو کې يې فقهي مسايلو ته ډېر پام کاوه. د فقهې په ډګر کې د مولانا مزاج دا و چې د امت د جمهمورو علماوو له تګلارې څخه سرغړونه او انحراف ونکړ او د خپل نظر په څرګندولو سره د فتنې د رامنځته کېدو لامل نشو او تل به د اعتدال په لاره روان و. د دې مطلب دا نه دی چې مولانا د چا تملق او غوړه مالي کوله، بلکې د حق په ویلو کې یې له هیچا څخه وېره نه درلوده او د هېڅ ملامت کوونکي له ملامتیا څخه نه ستړی کېده؛ لکه څنګه چې هغه د قادیاني فرقې د کفري عقیدې په اړه یو کتاب لیکلی او حقایق یې په روښانه توګه بیان کړي.