لیکوال: شکران "احمدي"
په اسلام کې د پاکوالي اهمیت (لومړۍ برخه)
روڼوالی
بې له شکه اسلام تر ټولو لوړ آسماني دين دی چې د نورو اديانو په پرتله يې شخصي، کورنۍ او د چاپیریال پاکوالي او نظافت ته ډېره پاملرنه کړې ده. تر هغه ځایه چې د اسلام یوه عمومي قاعده، پاکوالی د ایمان برخه بولي، له دې څخه څرګندیږي چې د نظافت (پاکوالۍ) له رعایت پرته د انسان ایمان بشپړ نه دی.
بنسټیزې کلمې: نظافت، پاکوالی، اسلام، انسان
د نظافت او پاکوالي د ارزښت په هکله ډېر آیتونه او احادیث راغلي دي، او په احادیثو کی نظافت د ایمان برخه بلل شوې ده. لکه څنګه چې امام مسلم رحمه الله په خپل صحیح کتاب کې د ابو مالک اشعري رضي الله عنه څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «الطهور شطر الإيمان» ژباړه: «پاکي د ایمان برخه ده.»؛ او په بل حدیث کې له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «ألا أدلكم على ما يمحو الله به الخطايا ويرفع به الدرجات؟ فقالوا: بلی یا رسول الله، قال: إسباغ الوضوء على المكاره وكثرة الخطى إلى المساجد…» ژباړه: «ايا تاسو ته هغه څه در ونښیم چي په هغه سره الله ګناهونه له منځه وړي او درجې لوړوي؟ هغوی وویل: هو، یا رسول الله. هغه وفرمايل: هغه وخت پوره اودس کول چې د انسان لپاره اودس کول مشکل وي او جومات ته ډېر په پښو تلل.»
په لومړي حدیث کې پاکوالی او نظافت د ایمان لویه برخه ګڼل شوې ده. په دویم حدیث کې د مسلمانانو لپاره د پاکوالي په اړه د پام او توجه کولو لپاره د عظیم اجر وعده ورکړل شوې چې د پاکوالي په حاصلولو سربېره ګناهونه له مینځه وړي او د خلکو درجې په هغه لوړیږي.
په بل حدیث کې راغلي دي چې: «د هر غړي په مینځلو سره د پاکوالي سربیره د هغه غړي حکمي ګناهونه او نجاستونه هم زایل کیږي چې د طهارت له حصول وروسته له ګناهونو څخه هم انسان پاکیږي.»
د اسلام په دين کې په پاکوالي او نظافت دومره تاکيد شوی که چیري طهارت ناقص شي نو د هغې غير حسي بدې اغېزې به په نورو او په تېره بيا د جماعت په امام باندې د قرآن په لوستلو کې ښکاره شي؛ لکه څنګه چې په احادیثو کې هم د دې تصریح شوې ده.