عصریتوب هغه پدیده ده چې د نړۍ له صنعتي کېدو وروسته په وروستیو پېړیو کې رامنځته شوه، او وتوانېدل چې د لوېدیځ فیشنځايونو لخوا رامینځته شوې لیوالتیا سره نړۍ فتح کړي. او هیڅ ښار، کلی یا حتی کور نه شو پاته چې له دې پدیدې څخه خوندي وي او عصريتوب هلته پښه نه وي ايښي.
له همدې امله د انسان د ژوند په بېلابېلو برخو کې بېلابېل تمايلات راڅرګند شول، انسانانو د ژوند نوې بڼه خپله کړه او نه يې غوښتل چې له پخوانۍ دوديزې طريقې سره ژوند وکړي. بلکې، هغه خپل پخوانۍ طریقه د نفس د شکنجه کولو یوه سخته طریقه او د انساني اخلاقو څخه يې لیرې ګڼله.
عصريتوب وتوانېد چې د خلکو په افکارو، غوښتنو، هڅونو، اهدافو او باورونو باندې د پام وړ اغېزه وکړي، او ډیزاین شوي اهداف د انسان د ژوند ژورو ته نوې نړۍ راوړي، په دې ډول چې د دې پديدې په راتلو سره په اسلامي او غير اسلامي هېوادونو کې د يو نوي ميکانيزم په رامنځته کېدو سره يو ستر ديني او ټولنيز بدلون رامنځته شو، او د هغه د طرحهکوونکو تفکر د انساني ټولنې د هر فرد په
فکر کې داخل او عملي شو؛ د هغو د غوښتنو څخه، لاندې ټکو ته يادونه کولی شو:
– د دولت او واک څخه د دین جلا کول؛
– د اسلامي احکامو او د عیسوي کلیساګانو د غیر متوازن قوانینو برابرول؛
– په دې باندې باور چې دین د نوښت، اکتشاف او څیړنې خنډ دی؛
– د حجاب لرې کول؛ ځکه حجاب له خپلو ټولو ډولونو سره د ختیځ د لرغونو حرمسراګانو یادونه او په ښځو باندې د نارینه استبدادي نښه ګڼل کیږي او د حجاب کشف د اصلاح او پرمختګ لومړی ګام دی.
– په دې عقیده چې د میراث، نکاح او طلاق قانون د مسلمانو فقهاوو له اجتهاد څخه دی او کوم خاص اهمیت نلري؛
– په ټولنه کې بدلون او اصلاحات راوستل او د غربي ټولنې بڼې ته رابلل؛
– په دې باور چې د غربي اصولو او معیارونو پلي کول د وخت اړتیا ده؛
– په سود، شراب، قمار او جنسي اړیکو کې آزادي؛
– ملتپالنې باندې باور؛
– استعمار او د ملتونو غلامول؛
– د اسلامي خاورې خام مواد لوټول؛
– پر اسلامي هیوادونو نظامي، سیاسي او اقتصادي تسلط؛
– د لرغوني روم تمدن او ژبو د بیا ژوندي کولو او د لاتیني الفبا د غوره کولو هڅه؛
هغه نظام چې دیني احساسات یې له منځه يووړ او د انسان عزت یې تباه کړ او هغه يې د غربي تمدن مين کړ او له خپل شخصیت څخه یې بې برخې کړ. نو د سوالګرو په څېر، خپل نوي بادارانو ته لاس غزوي چې دوی ته د ډوډۍ یوه ټوټه په خیرات کې ورکړي، او پدې توګه، دوی خپل پاک روح او وقار له لاسه ورکوي. په اسلامي هېوادونو کې د نوي نظام اغېزې ډېرې شوې دي. تر دې حده چې خلک مؤمنان دي، خو د مرګ په راز او خالص توحید باندې سمه پوهه نه لري؛ مسلمانان دي، خو د نويو کلتوري بتانو په فکر کې دي، نوي تمدن دوی له جګړې پرته وژلي دي. له همدې امله د بېباکه تفکر خاوندان دي، او تور زړه او بې ډاره سترګې لري، هر څه چې دوی لري له پوهې، تخنیک، سیاست، عقل، زړه او باور څخه، ټول د ماديت په شاوخوا ګرځي، ژوند یې جامد او بې حرکت دی او فکرونه یې له نوښت او ابتکار څخه لرې دي.
د دې نظام بله کمزوري له دیني تعلیماتو څخه د هغه خاليوالی دی چې فکري اضطراب رامینځته کوي او له زړه څخه یقین غلا کوي او د فاسدو حزبونو لامل کیږي. دا انسان له ابتکار او اجتهاد څخه منع کوي او په انسان کې د ړانده تقلید او فکري رکود روح را ژوندی کوي، د نن ورځې انسان د افریقا او شمالي قطب د جغرافیې او د حیواناتو او نباتاتو د ژوند په اړه ډېر معلومات لري، مګر هغه د خپل شخصیت په اړه لږ پوهیږي. هغه بریښنا، بخار او اتومونه په واک کې راوړي؛ خو نشي کولی خپل واکونه کنټرول کړي. د چغوکو په څېر په هوا کې ټوپ وهي او د کب په څېر په سمندر کې لامبو وهي، خو پر مځکه د قدم وهلو په آداب نه پوهېږي.
د نن ورځې انسانانو په ساینس او صنعت کې پرمختګ کړی دی، مګر د دې لپاره چې دوی په خپل ځان کې احساس او روح وژلی دی، په خپل تیاره سمندر کې ډوب دي، په داسې سمندر کې چې ساحل یې نه لیدل کیږي، د بانکونو ودانۍ يې په هغه ټوله پاکوالي او ښکلا سره د ټولو دیني او کلیسا ودانیو څخه غوره دي، کاروبار او اقتصاد يې د قمار په څېر دی چې یو کس ترې ګټه پورته کوي او په ملیونونو خلک پکې تاواني کيږي.
دغه علم، پوهه، سیاست او حکومت چې پرې ویاړي، خالي او له حقیقته بې برخې الفاظ بل څه نه دي. رهبران يې د ولسونو وینه تویوي او بیا د مساوات، ټولنیز عدالت او د بشري حقونو د اعلامیې درس ورکوي. بطالت، بې شرمي، لوږه او معنوي فقر د فرنګي تمدن سرمایه ده.
هغه ملت چې د آسماني وحې او الهي نعمتونو څخه برخمن نه وي، د هغوی د نبوغ وروستۍ پوله به د بریښنا او بخار فتحه وي، داسې تمدن چې په هغه کې یوازې اتومات ماشینونه او وچ صنعت پکې حاکم وي، زړه په هغه کې مړ کیږي، او وفاداري، مینه او انساني اصول پکې تر پښو لاندې کول او د انسان وژل او لوټ کول يې اسانه دي. او همغږي یې یوازې په سوداګرۍ او اقتصاد کې ده.
د دې ټولو اسانتیاو او صنعتي پرمختګونو سره سره، یقینا نړۍ به هیڅکله په دې لاره کې سوله، آرامۍ، مینه او اتکا ونه ویني، او د سولې سیوري د انسان له ژوند څخه لیرې شوې. او هغه یې د سخت تودوخې سره مخ کړي، چې هغه یې بېقراره کړی او تنده يې په هیڅ ماشین نه ماتيږي؛ ځکه چې د انسان وجود له بدن او روح څخه جوړ دی او هر یو یې جلا جلا اړتیاوې لري. له همدې امله، په هر وخت کې، انسان یوازې د هغه فطرت په پیروي کولو سره ریښتینې آرامتیا ترلاسه کولی شي چې پر هغه خلق شوی وي، هغه فطرت چې له یوې خوا د نس د ډکېدو تمه لري او له بلې خوا د خپلو ارزښتونو او اعتقاداتو ساتنه غواړي. هغه فطرت چې ایډیالونه او معنويت پکې د مادياتو په پرتله لوړ ځای لري، داسې فطرت چې د ژوند پیل او پای یې روښانه وي او د هغه ليد تر ورځني ژوند څخه لوړ دی. هغه فطرت چې د کائناتو د نظام په اړه فکر کولو سره د دې دنيا مرکزي نقطې ته رسیږي او په هغه باندې باوري کيږي او خپل ژوند د هغه لخوا رالیږل شوي پروګرام سره تنظیموي او د هغه مطابق حرکت کوي.