د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنت او سيرت کې د امنیت ارزښت
سريزه
هر کله چې موږ مسلمانان وغواړو چې د یو څه اهمیت، ارزښت او حیثیت معلوم کړو، نو لومړی قرآن او بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت ته رجوع کوو. په دې منابعو کې موږ هغه آیاتونه او حدیثونه لټوو چې زموږ دغه موضوع پکې ذکر شوې وي. مخکې له دې په قرآن کې د امنیت ارزښت بیان شو، په دې برخه کې غواړو امنیت د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنت او احادیثو په رڼا کې وڅېړو، او وګورو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د امنیت، د زړه د سکون او ارامتیا په اړه څه ويلي دي او همدارنګه یې په ټولنه کې د امنیت د ټینګښت لپاره کومې حل لارې لرلې. لاندې به د امنيت په اړه احاديث ذکر کړو:
۱. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «من أصبح منكم آمنا في سربه، معاف في جسده، عنده قوت يومه، فكأنما حيزت له الدنيا» ژباړه: «په تاسو کې هر هغه څوک چې د فکري او جسمي روغتیا څخه برخمن وي او ورځنی خوراک ورسره شته، داسې دی لکه ټوله دنیا چې لري.»
د دې حدیث په تفسیر کې د فیض القدير ليکوال لیکي: «هغه چا ته چې الله تعالی هغه ته د بدن روغتیا، د زړه امنیت ورکړی وي او هغه ته یې د ورځني ژوند او روغتیا لپاره کافي خواړه ورکړي وي، داسې ده لکه د دنیا ټول نعمتونه یې ورته راټول کړي وي. نو د هغه لپاره لازمه ده چې خپله ورځ د خدای تعالی د نعمتونو په شکر سره تېره کړي.»
۲. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لا يحل لمسلم أن يروع مسلما»؛ ژباړه: «هیڅ مسلمان ته روا نه ده چې بل مسلمان ووېروي».
مسلمان ته په هیڅ ډول د بل مسلمان وېرول روا نه دي که څه هم په ټوکو وي. علامه مناوي رحمه الله وايي: «د مسلمان ډارول روا نه دي، که څه هم په ټوکو وي؛ ځکه چې مسلمان په دې کار اذيت کيږي.» د یو شخص وېرول د هغه د امنیت او سولې د ګډوډېدو لامل کیږي او هغه ځورول کیږي. علامه شوکاني رحمه الله هم وايي: «دا حدیث د دې ثبوت دی چې د مسلمان وېرول روا نه دي، که څه هم د ټوکې په بڼه وي.»
۳. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لا يشير أحدكم الي أخيه بالسلاح، فإنه لا يدري أحدكم لعل الشيطان ينزع في يده فيقع في حفرة من النار»؛ ژباړه: «په تاسو کې دې هيڅوک خپل مسلمان ورور ته په وسلو اشاره ونه کړي؛ ځکه چې هغه نه پوهیږي، کېدای شي شیطان د هغه د وهلو لامل شي او په نتيجه کې د جهنم په کنده کې ولویږي.»
د حدیث تشريح: د حدیث په دې برخه کې چې راغلي دي چې باید خلکو ته په وسلو باندې اشاره ونه شي، هغه وسلې چې د جګړې د ډګر وسلې وي، دغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره دومره اهمیت درلود چې هغه کسان چې جومات یا بازار ته له وسلو سره راتلل، په هغو باندې یې ټینګار کاوه چې په هغه ځایونو کې د خپلې نېزې او غشي مواظبت وکړي او د خلکو له سترګو یې پټ وساتي، چې څوک اندېښمن او ټپي نشي، او د وېري احساس ونه کړي. ابن بطال د دې حدیث په تشریح کې وايي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یو کس ته چې په نيزې سره جومات ته ننوت وفرمايل: « نيزې ته دې پاملرنه کوه.» او دغه ادب او سد ذرائع دی، ترڅو هیڅوک ونه وېریږي چې څه پیښه نه شي یا شیطان کومه پېښه ترسره نه کړي.»
له دې حدیث او نورو احادیثو څخه څرګندېږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د فرد او ټولنې امنيت ته ډېر اهمیت او ارزښت ورکاوه. ځکه چې دا کار د خلکو امنیت ګډوډوي او د ناامنۍ او وېرې لامل کېږي.
۴. رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: «لا یأخذن أحدكم متاع أخيه لاعبا و لا جادا»؛ ژباړه: «له تاسو څخه دې هیڅوک د خپل ورور مال او ټوکې وا نهخلي، که هغه په ټوکو وي یا جدي.»
ابو عبيد رضی الله عنه د دې حديث په تفسير کې وايي: «کله چې يو څوک د بل چا مال واخلي، چې د هغه نيت غلا نه وي، بلکې يې موخه د هغه خپګان او غوسه کول وي. داسې ښکاري چې د دې سړي غلا کول او د بل کس غوسه کول د ټوکې په توګه ګڼل کیږي، او د هغه وېرول او ځورول جدي دي.»
۵. رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: «اللهم استر عوراتي و آمن روعاتي»؛ ژباړه: «خدايه! زما عورت پټه کړه او زما وېره کمه کړه.»
د امنیت ساتل د خلکو لپاره د دوی په ورځني ژوند کې د هوساینې، آرامتیا او خوښۍ رامینځته کولو کې یو مهم عامل دی. په دې توګه به له ډېرو فتنو او فسادونو خوندي وي او د امنیت تر سیوري لاندې به له بشپړې سولې، ثبات او امنیت څخه برخمن وي.
کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هرې میاشتې هلال ليدی، نو ویل به یې: «الله أکبر، اللهم أهله علینا بالأمن والإیمان والسلامة والإسلام والتوفیق لما یحبه ربنا ویرضی»؛ ژباړه: “الله اکبر، ای خدایه، موږ ته په نوې میاشت کې امنیت، ایمان، روغتیا، اسلام او د هغه څه توفيق راکړې چې زموږ رب یې خوښوي او راضي کوي.”
دا احادیث پخپله د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امنیت او سولې مقام ته اشاره کوي. چې څو احادیثو کې دغه موضوع ته پاملرنه شوې ده.