Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي علما»علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (اته دېرشمه بر خه)
اسلامي علما چهارشنبه _9 _اکتوبر _2024AH 9-10-2024AD

علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (اته دېرشمه بر خه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
 لیکوال: عبیدالله "نیمروزی"

علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (اته دېرشمه بر خه)

 د علامه ندوي رحمه الله د ژوند روحاني شېبې
 د اِتباع او پیروۍ په بڼ کې
 لوى څښتن خپل ډېر بنده ګان په داسې غوره صفتونو سمبالوي چې ټول ژوند يې د معرفت او معنویت په درس بدلېږي او د انسان جوړونې له دغو درسونو څخه يو هم د سنت‌و اتباع  او د الهي احکامو اطاعت دې؛ په اوسني عصر کې د دعوت امام حضرت سید ابوالحسن ندوي رحمه الله هم د هغو څو کسانو له جملې څخه دی چې نېکمرغه ژوند یې له اصلاح ګرۍ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د مینې او محبت څخه ډک وو، داسې مینه چې د هغه مبارک د سنت‌و اتباع او پیروۍ ته یې هڅاوه.
 د نوموړي د ودې او ځلېدو یو تر ټولو اساسي بنسټ د سنت‌و پیروي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ژوند څخه الهام اخیستل وو. د ماشومتوب په وخت کې چې د کتابتون او نورو هټیو ترمنځ توپیر یې نه پیژانده، د سیرت کتابونه یې لوستل او له دې ډول کتابونو څخه یې په پرانیسته غېږه هرکلی کاوه او له هماغه وخته یې د خپل ژوند بنسټ په داسې کتابونو کېښود. له دې پرته چې د وير او خپګان په وخت کې به د کور ښځو په ګډه سره د فتوح الشام ژباړه چې د دې کورنۍ د یوه غړي له خوا ترتیب شوی و، وېلې او له همدې محور څخه و چې د عزت او وقار لوړو څوکو ته ورسېد.
 حضرت امام ندوي رحمه الله نه یوازې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو پیروي کوله، بلکې نورو ته یې هم هڅونه کوله او غوښتل یې چې د نېکیو له دې سرچینې څخه ګټه پورته کړي او ځانونه پرې ماړه کړي. له همدې امله هغه کسان چې د بیعت لپاره راتلل، په ​​ټینګار سره به یې د سنت و په اتباع او پیروي کولو یې ورته سپارښتنې کولې؛ ځکه چې دا عمل د انسان د معنوي اړخ په پرمختګ کې د پام وړ اغیزه لري او څوک چې غواړي د خدای په لوري د تقرب ګام پورته کړي، لومړی ګام یې د سنت و پیروي ده.
مولانا محمد رابع ندوي لیکي چې حضرت امام ندوي رحمه الله خپلو شاګردانو ته د تصوف په خاصو اورادو او اذکارو دومره ټینګار نه دی کړی څومره چې یې د عمل په اخلاص، د دین په ملاتړ او د سنت و په اتباع یې ټینګار کړی دی. نوموړي هغه کسان چې په ديني علومو بوخت وو د خپل مسلک له مخې یې، هغوی ته اوراد تلقین کول او د قرآنکريم تلاوت او مسنونه اذکار يې د اساسي کارونو په توګه توصیه کول. همدارنګه يې د بيعت پر مهال هغه کلمات غوره کول چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له خوا ثابت دي او په عين حال کې په قرآن عظيم الشان کې د ښځو بيعت هم راغلی دی.
 د بخښنې او سخاوت په لوړو پوړونو کې
 مولانا ندوي رحمه الله د خپل ورځني ژوند په هر اړخ کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پاک سیرت په تقلید هڅه کوله. د بخښنې او سخا په ډګر کې یې اوږد لاس او لوړ مقام درلود. د هغه په ​​اړه ویل شوي چې سخاوت د مولانا په طبیعت کې و او د روژې په میاشت کې څو چنده زیاتېده. صحابه کرامو رضی الله عنهم د روژې په مبارکه میاشت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه فرمایلي دي:«کان اجود من الریح المرسلة»؛ یعنې دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له تېز باد څخه هم ډېر بخښونکی و. امام ندوي رحمه الله هم د روژې په میاشت کې د دوو جهانونو د محبوب په دې صفت کې د هغه تقلید کاوه.
 له بلې خوا امام ندوي رحمه الله له ماشومتوب څخه په زړه کې د سنتو او د هغه د خاوند، صلي الله عليه وسلم مينه درلوده او په هر کار او عمل کې يې د هغه مبارک سیرت د خپل ژوند بېلګه ګرځولې وه. بلال عبدالحی حسني لیکي:«هغه کسان چې له حضرت مولانا سره یې اړیکې لرلې او د هغه ملګري و، دا مني چې د مولانا وجود له دغو ښو او نېکو صفاتو ډک و او د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د سیرت د تقلید  عملي تفسیر ګرځېدلی و.»
ادامه لري…
Previous Articleد رسنیو رول او د مسلمانانو په هویت د هغې اغېزې (دوه پنځوسمه برخه)
Next Article په اسلام کې د امنيت ارزښت (اوومه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اتلسمه برخه)

پنجشنبه _15 _مې _2025AH 15-5-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اوولسمه برخه)

چهارشنبه _14 _مې _2025AH 14-5-2025AD
نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام غزالي رحمه‌الله سیرت (لسمه برخه)

دوشنبه _12 _مې _2025AH 12-5-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اتلسمه برخه)

پنجشنبه _15 _مې _2025AH 15-5-2025AD4 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله اتلسمه برخه ۱. د…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اوولسمه برخه)

چهارشنبه _14 _مې _2025AH 14-5-2025AD5 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله اوولسمه برخه سید جمال‌الدین…

نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (دویمه برخه)

سه شنبه _13 _مې _2025AH 13-5-2025AD3 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل­‌زهي د حج حکمت، فلسفه او اسرار دویمه برخه الهي شعائر او…

نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (لومړۍ برخه)

دوشنبه _12 _مې _2025AH 12-5-2025AD3 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زهي د حج حکمت، فلسفه او اسرار لومړۍ برخه لنډیز: د اسلام…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اتلسمه برخه)

پنجشنبه _15 _مې _2025AH 15-5-2025AD

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اوولسمه برخه)

چهارشنبه _14 _مې _2025AH 14-5-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.