لیکوال: م . فراهي "توجګي"
د رسنیو رول او د مسلمانانو په هویت د هغې اغېزې (دوه پنځوسمه برخه)
د رسنیو ټولنیز زیانونه
رسنۍ او مجازي نړۍ د شخصي زیانونو سربېره چې د ځینو یې یادونه وشوه، مختلف ټولنیز زیانونه هم لري چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
الف: کلتوري یرغل
د رسنیو او مجازي نړۍ یو له مهمو ټولنیزو زیانونو څخه کلتوري یرغل دې. د یوې ټولنې کلتور د هغې ټولنې د روح او هویت حیثیت لري او که چیرې د ټولنې کلتور د بدلون سره مخ شي، د ټولنې روح او هویت به هم بدل شي او د هغې ټولنې د حرکت لاره به بدله شي.
مخکې له دې چې د کلتوري یرغل بحث ته ننوځو، مناسبه ده چې د کلتور د تعریف او ډولونو په اړه یو لنډ وضاحت وړاندې کړو او بیا د کلتوري یرغل په اړه بحث وکړو.
د کلتور تعریف
د کلتور یا فرهنګ لپاره څو تعریفونه شتون لري چې ځینو ته یې اشاره کوو:
“کلتور د ښوونې او روزنې، ښوونځیو او تعلیمي موسسو پورې اړوند مسلو ته اشاره کوي.”
د کلتور په تعریف کې ځینې پوهان لیکي: “کلتور په پراخه مفهوم کې د باورونو، ارزښتونو، دودونو، چلندونو او آثارو یو ګډه ټولګه ده چې د ټولنې غړي یې د خپلې نړۍ سره د سمون او یو بل سره د اړیکو لپاره کاروي، او له یوه نسل څخه بل ته لیږدول کیږي.”
فضیل ابوالنصر د کلتور په تعریف کې لیکي: “کلتور په فطري ډول د ژوند او فکر کولو یوه طریقه ده، او د هغې پر بنسټ یوه ټولنه له نورو ټولنو څخه توپیر او تشخیص کېدلی شي.”
له همدې امله کلتور د ارزښتونو، باورونو، دودونو، رسمونو، چلندونو او عادتونو ټولګه ده چې د ټولنې او ملت هویت جوړوي.
د پورتني تعریف له مخې کلتور له دوو مهمو عناصرو څخه جوړ دې چې یو یې اساسي او مهم او بل یې ثانوي او فرعي ده د کلتور اصلي عنصر او ستنه عقیدې، باورونه او ارزښتونه دي چې په افرادو او ټولنې باندې حاکم دي، چې خورا مهم او ریښه او اساس دې. د هغې فرعي عنصر او ستنه هغه آداب، دودونه، چلندونه او عادتونه دي چې معمولا د ټولنې د باورونو او ارزښتونو تابع وي.
د کلتوري یرغل تعریف
د فرهنګي يرغل لپاره بېلابېل تعريفونه وړاندې شوي دي، دلته به د لنډوالي په خاطر يوازې يو تعريف ذکر کړو او بيا به غوره کړل شوی تعريف ذکر کړو. ځينو کلتوري يرغل په لاندې ډول تعريف کړی دې: يوه سياسي يا اقتصادي ډله د خپلو سياسي موخو او د يو ملت د نيولو لپاره د هغه ملت پر کلتوري بنسټ بريد کوي؛ دا ډول ټولګه په زور سره په هغه هیواد او د هغه ملت په ذهنونو کې نوي شیان راوړي ترڅو د ملي کلتور او باورونو ځای ونیسي.
نو کلتوري یرغل د نورو کلتورونو د بدلولو هڅه او د ځانګړو اهدافو او ګټو د ترلاسه کولو لپاره د خپل کلتور وده او مسلط کول دي.
په کلتوري یرغل کې مطلوب کلتور په حقیقت کې پر نورو مسلط وي او ښايي ډېر خلک یې په خپله خوښه ونه مني او دا کار په زور تر سره کېږي.
کلتوري یرغل معمولا د تسلط وړ قدرتونو لخوا ترسره کیږي او خورا خطرناک دې؛ ځکه چې دا د یوې ټولنې هویت بدلوي، د یوې ټولنې ریښتیني عقیدې او باورونه د بدلون او تباهۍ خواته وړي او د ټولنې د ګمراهۍ او له سمې او مستقیمې لارې څخه د ټولنې د غړو د وتلو زمینه برابروي.
ادامه لري…