د جنازې لمونځ؛ روزنیز او ټولنیز ټکي یې (څلورمه برخه)
د جنازې لمونځ له هغه جمعیت سره، ډېر ارزښتناک ټکي لري. كه څوك په دقت د مسلمانانو چلند له جنازو سره په دقت سره وګوري؛ بې له شکه به هغه پوه شي چې مسلمانان له مرګه وروسته هم یووالی ساتي او دا خبره د جنازې په لمانځه کې په ډلهییزه توګه او په ډېر ښکلي ډول لیدل کیدی شي.
د مسلمانانو یوه ډله د خپل هغه مسلمان ورور په شاوخوا چې له دنیا څخه تللی دی راټولیږي، او د الله تعالی څخه د هغه د نوي ژوند لپاره د خوښۍ او بخښنې غوښتنه کوي.
په اسلامي احکامو کې د مسلمان ورور د جنازې لمونځ یو له هغو وجیبو څخه دی چې نور مسلمانان یې باید ترسره کړي.
ټولنیزې لارښوونې
1-مرګ يادول (د مرګ په اړه فکر کول، له مرګه څخه نه وېرېدل)
په حقیقت کې په اسلامي مفکورې کې د مرګ یادول په دې معنا نه ده چې مسلمان دې هره شېبه د مرګ په یادولو سره ووېریږي، بلکه دا پدې مانا ده چې هغه باید د مرګ په اړه فکر وکړي. د مرګ په اړه فکر کول په حقیقت کې انسان د ښه ژوند لپاره چمتو کوي او له هرې شېبې څخه غوره ګټه پورته کوي.
کوم خلک چې په خپل ورځني ژوند کې دې موضوع ته پام کوي، بې له شکه د فریب او خیانت په لور هیڅ ګام نه پورته کوي، ځکه چې مرګ د دوی په فکرونو او ذهنونو کې موجود دی او دوی ډاډه دي چې یوه ورځ به هغه ته لبیک ووایي. نو د دوی په فکر کې نواهي او منکرات نه پاته کیږي.
او له هغو شیانو څخه چې یو مسلمان دې مسئلې ته متوجه کوي د جنازې لمونځ دی. ځکه یو مسلمان انسان چې کله د جنازې په لمانځه کې پاملرنه کوي نو دا ټکی ضرور درک کوي او ویني چې مرګ هره شېبه ورته نږدې کیږي.
داسې کسان ډېر دي چې د مړي (جنازې) د لیدلو او هدیرې ته د تللو سره، د ژوند کولو طریقه یې په بشپړه توګه بدله شوې او د ژوند برخلیک یې بدل کړی دی. د جنازې لمونځ د انسان په ذهن کې دا فکر او عقيده راپيدا کوي چې د مرګ يادول بايد د ژوند په اړه د انسان فکر بل لوري ته بوځي او هغه څوک چې د مرګ شېبې په ياد لري بايد له نورو خلکو سره توپير ولري او دغه توپیر یې د ژوند په هره لحظه کې احساس شي.
په حقیقت کې د جنازې په لمانځه کې یو له مهمو ټولنیزو ټکو څخه د مرګ د نه هېرولو د مسلې یادونه ده، او څرګنده ده چې دا مسله تر ټولو غوره امر دی چې د خالص اسلامي لارښوونو په رڼا کې د یو مسلمان د ښه ژوند کولو لامل کیږي.