لیکواله: "ام عایشه"

په اسلام کې د ښځې مقام (دوه ویشتمه برخه)

د ښځو اقتصادي رول
 دا باید هېره نه کړو چې ښځو د ژوند په ټولو پړاوونو کې له نارینه وو سره څنګ په څنګ حرکت کړی او د اسلام په تاریخ کې یې مهم او رغنده رول لوبولی دی. د مقالې په دې برخه کې به د پیغمبرۍ په دوره کې د ښځو اقتصادي او کلتوري رول وڅیړو.
 ځينې ښايي فکر وکړي چې د اسلام په پيل کې ښځو د کور د ساتلو څخه پرته د اقتصادي فعاليت په ګډون بل کوم فعاليت نه درلود؛ خو د تاریخ او سیرت په مختلفو متنونو کې په کره کتنې سره د دې مفکورې باطلیت څرګند شوی دی. رپوټونه او روایتونه د رسالت په دوره کې د ښځو د بېلابېلو فعاليتونو په اړه بحث کوي. دوی د کاري ځواک، تخصص او تولید لویه برخه په غاړه درلوده. هرې مسلمانې ښځې د خپل استعداد او تخصص له مخې د نبوي واکمنۍ د ټینګولو هڅه کوله. له رسول الله صلی الله علیه وسلم او مسلمانانو سره یې په بیلابیلو لارو (مستقیمې او غیر مستقیمې) مرستې کولې.
 مسلمانې ښځې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حکومت د اقتصادي بنسټ له ضعف څخه خبرې وې، د رسول الله صلی الله علیه وسلم نوی جوړ شوی حکومت به یې د اړتیا په وخت کې د خپلو مالونو او ګاڼو په ورکړې او ایثار سره پیاوړی کاوه  ترڅو په خپل وارسره، رسول الله صلی الله علیه وسلم له مالي ستونزو څخه را خلاص کړي. دا ډول قربانۍ د نبوي حکومت له جوړېدو مخکې هم موجودې وې؛ ښکاره بېلګه يې د حضرت خديجې رضي الله عنها په عمل کې ليدل کېږي، چې خپله ټوله شتمني يې د اسلامي دعوت په لاره کې ولګوله.
 د تبوک د جګړې پر مهال (د نهم هجري قمري کال) د مجاهدينو شمېر، له روم سره د جګړې حساسيت، د جګړې د ډګر اوږده واټن او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مالي توان کمزورتیا ته په پام سره چې ټول لښکر سمبال کړي، ځینې مسلمانې میرمنې د خپلو زیورونو په ورکولو سره  له هغه صلی الله علیه وسلم سره مرسته وکړه. په یوه حدیث کې راغلي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مخ کې یوه پراخه ټوټه پرته وه چې په هغې کې ګوتمۍ، بنګړي، غاړکۍ، هارونه او ګوتې وې چې ښځو د اسلامي پوځ د مرستې لپاره ورکړې وې.
په نورو مواردو کې چې ښځو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حکومت په پیاوړتیا او اقتصادي ستونزو پّ لرې کولو کې ونډه درلوده، د رمله بنت حارث خزرجي رضی الله عنها کړنې شامل دي. هغه چا چې یو لوی کور او مناسب ځای درلود (د رسول الله صلی الله علیه وسلم جومات ته نږدې) هغه یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په واک کې ورکړ ترڅو د اسلامي دولت د اهدافو د پرمختګ لپاره  یې وکاروي. په منابعو کې د دې کور د ګټې اخیستنې څو ځله یادونه شوې . د هغه له ګټو څخه د نبوي حکومت د مېلمستون، د بندیانو لپاره د موقتي ساتنې ځای او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مختلفو هیئتونو د ناستې ځای یادولای شو. په دې کور کې به د قبايلو استازو د رسول الله  صلی الله علیه وسلم سره ليده کاته او هرکلى کاوه. روایت دی چې یوې ښځې په هفته کې یو وار د اهل صفې لپاره ډوډۍ پخوله چې بې وزله صحابه وو. ام سلیم رضی الله عنها هم د صفې د خلکو له خوراک ورکوونکو څخه وه. د ځینو مسلمانانو فقر او تنګلاسۍ ته په پام سره لکه د صفې اهل چې زیاتره یې متقیان وو، دا اقدامات د مسلمانانو د اقتصادي بحران د حل او د پیغمبر د حکومت د پیاوړتیا لپاره یو ډول مرسته وه.
 د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دورې ښځو د کور د نورو چارو د ترسره کولو سربېره ځیني اقتصادي او صنعتي فعالیتونه په کور کې ترسره کول، لکه  د زیلو اوبدل، زنبېل اوبدل، د ټوکرۍ اوبدل، د سینګار وسایلو جوړول، ګنډل، ژرنده کول او داسې نور. د دوی د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې کوم چې ترټولو کوچنی ټولنیز واحد ګڼل کیږي، مهم او رغنده رول لوبولی. اسلام هم د ښځو د اقتصادي فعالیتونو په لاره کې خنډ نه دی جوړ کړی. دوی په مختلفو مسلکونو کې د ټولنیز نظم د احکامو په نظر کې نیولو سره بوختې وې او د اسلامي ټولنې په اقتصاد کې یې د خپل توان سره سم اغیزمن رول لوبولی.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version