شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: "ابو عایشه" معتزله (دري پنځوسمه برخه) د معتزليانو نظر ډیری معتزليانو د صراط پل ردوي او باور لري چې صراط حقيقي نه چې مجازي دی. معتزليان وايي: چې د جنت د صراط څخه مقصد د اطاعت دلايل دي، چا چې هغه ترسره کړه هغه به جنت ته ننوځي او د دوزخ د صراط څخه مقصد د ګناه دلايل دي، چې څوک ګناه او سرغړونې کوي هغه به دوزخ ته لاړ شي. ډیری معتزليانو دا پل رد کړی دی. دوی په دې باور دي چې دا ممکنه نه ده چې د داسې پل څخه څوک تېر شي، او که ممکنه هم وي، نو دا د مومنانو لپاره یو ډول عذاب دی. [او مومن به د قیامت په ورځ نه ځورول کیږي]. د معتزلهو دلايل د صراط څخه تېرېدل يو تکليف دی، او په آخرت کې هيڅ ډول تکليف په مؤمن باندې نشته. قاضي عبدالجبار وايي: «موږ د صراط په اړه د حشوية غوندې عقيده او باور نه لرو؛ د دوی باور دی چې د صراط پل د وېښته غوندې نری او د تورې غوندې تېز دی، او ټول بايد له هغه څخه تېر شي. څوک چې له هغه څخه تېر شي د جنت له خلکو څخه دی او هغه څوک چې د تېرېدو توان نلري د دوزخ له خلکو څخه دی. آخرت د تکليف ځای نه دی چې مومن پکې وځوريږي، او له دې نري او تېره لارې څخه تېرېدل یو تکليف دی.» د معتزلهو د دلایلو ځوابونه په نورو ځایونو کې د آخرت هم د مومنانو ازموینه او ازمايښت شته؛ د مثال په توګه په موقف کې درېدل چې خوله تندي ته رسیږي، او…. چې دا ټول ازموینې دي. په نصوصو کې دا ثابته شوې چې د بنده ازمايښت هغه مهال ختميږي چې جنت یا دوزخ ته ننوځي. ځکه چې دا دوه ځایونه د جزا محلونه دي او تر هغه مخکې د ازموينې او ازمايښت ځای دی. علامه تفتازاني رحمه الله د معتزليانو د استدلال په ځواب کې لیکي: «الله تعالی قادر ذات دی، او کولی شي مؤمن ته د تېرېدو توان ورکړي، او هغه ته دا تېرېدل اسانه کړي. تر هغه پوري چې ځینې خلک لکه د برق په څېر تیریږي، ځینې یې د باد په څېر، او ځینې یې د تیز آس په څېر تېريږي، او هغه نور شیان چې په حدیث کې راغلي دي.» یادونه: که څه هم معتزليانو ډېر منطقي دلایل یاد کړي، خو موږ په دغه بسنه کوو. د نورو معلوماتو لپاره، هغه سرچینو ته مراجعه وکړئ چې کارول شوي! په ځانګړې توګه د ډاکټر ذیاب علوي ښکلې مقاله.