لیکوال: شکران "احمدي"
د عقل ځواک او د هغه ساحه (پنځمه برخه)
له خور سره واده
اته سوه کاله وړاندې په اسلامي نړۍ کې د “باطنیه” یا “قرامطه” په نوم یوه فرقه راڅرګنده شوه. د دې فرقې مشهور مشر عبیدالله بن حسن قیرواني وو. هغه خپلو پیروانو ته یو لیک ولیکه چې خورا عجيب دی او په هغه لیک کې یې خپلو پیروانو ته د ژوند لار ښوولې.
هغه په خپل لیک کې لیکي: “زه په دې احمقانه موضوع نه پوهیږم چې په کورنۍ کې د خور په نوم یوه ډېره ښکلې او ښه سلیقه لرونکې نجلۍ شتون لري، هغه د خپل ورور طبيعت ښه پېژني او د هغه له روحيې سره اشنا ده. خو دا بېعقل انسان د هغې لاس د یوه اجنبي په لاس کې ايږدي، هغه څوک چې دی نه پوهیږي چې خور به یې له دې اجنبي سره خوشحاله وي او که نه؟ ایا د هغه طبيعت به وپېژني که نه؟ او دا ورور پخپله کله کله داسې نجلۍ راولي چې د ښکلا، ذوق او طبيعت له مخې یې د خور سره برابره نه وي. زه نه پوهیږم چې د دې حماقت لامل څه دی چې د خپل کور سرمایه بل چا ته ورکړو او د ځان لپاره داسې څه واخلو چې پوره سکون او ارامتيا نه لري، دا حماقت او د عقل خلاف کار دی! زه خپلو پیروانو ته نصيحت کوم چې له دې حماقت څخه ډډه وکړي او خپل د کور سرمایه په کور کې وساتي.”
په بل ځای کې عبیدالله بن حسن قیرواني د عقل په اساس خپلو پیروانو ته دا پیغام ورکوي، هغه وايي: “څه وجه ده چې یوه خور د خپل ورور لپاره ډوډۍ پخوي، لوږه یې لرې کوي، د هغه د هوساینې لپاره د هغه جامې تیاري کوي او د خپل ورور لپاره بستره هواروي؛ ولې نشي کولی خپل ورور د جنسي لحاظه ارضا کړي؟ د دې لامل څه دی؟ دا خو د عقل سره خلاف کار دی.”
تاسو هر څومره چې کولی شئ دغه نظريې باندې نیوکه وکړئ، هر څومره چې وغواړئ؛ مګر زه وایم چې تاسو باید د دې دلیل ځواب یوازې د عقلي دلیل په اساس ورکړئ، کوم چې د الهي وحی څخه بې برخې دی. يوازې د عقل په اساس به د قیامت تر ورځې پورې به دغه دلیل ته ځواب ورنه کړل شي.
که څوک ووايي چې دا له اخلاقي لحاظه ډېره بده او درنه خبره ده. د هغه ځواب دا دی چې غیر اخلاقي او بد کلمې زموږ د شاوخوا د تصور لحاظه رامینځته شوي. تاسو په داسې چاپیریال کې زیږیدلی یاست چې دا یو عیب ګڼل کیږي. له همدې امله تاسو دا یو عیب ګڼئ، که نه نو دا د عقل له نظره عیب نه دی. که ووایې چې له دې نکاح څخه به نسب له منځه لاړ شي، ځواب دا دی چې نسب له لاسه ورکول څه ګناه ده؟ د کوم اخلاقي اصول په اساس باید وساتل شي؟