لیکوال: شکران "احمدي"
د بدعت او سنت د تشخیص معیارونه او څرنګوالۍ (پنځمه برخه)
د بدعت اصطلاحي تعریف
علما د بدعت د تعریف په اړه په دوو ډلو وېشل شوي دي. ځينې يې مفهوم ډېر محدود کړی او يوازې په عباداتو پورې یې منحصر ګڼي، په داسې حال کې چې بله ډله يې مفهوم ډېر پراخ ګڼي او هر نوی شی بدعت ګڼي. په لاندې کې موږ د دواړو ډلو نظرونه څرګندوو او غوره او راجح نظر هم وړاندې کوو:
لومړۍ ډله
د امام عزالدین ابن عبدالسلام، ابن جوزي، ابو شامه مقدسي، نووي، عیني، ابن اثیر، قرافي، حافظ ابن حجر، سیوطي او نورو په ګډون د علماوو یوې ډلې ویلي دي: «بدعت هغه څه ته وایي چې په کتاب او سنت کې نشته؛ که په عبادت کې وي که په عاداتو کې، که ښه وي که بد.»
دوی بدعت په دوو برخو ویشلی دی، ښه او بد یا حسنه او سیئه: که له سنتو سره موافق وي، ښه یا حسنه دې او که موافق نه وي، بد یا سیئه دې. په دې اساس بدعت په پنځه ډوله وېشل شوی دې: واجب، مندوب، مکروه او حرام.
د لومړۍ ډلې دلایل:
1- د حضرت عمر رضي الله عنه قول چې امام بخاري رحمه الله په خپل سلسله کې له عبدالرحمن بن عبدالقاري رحمه الله څخه نقل کړی دی چې وايي: «موږ له حضرت عمر رضی الله عنه سره د روژې په شپه جومات ته لاړو او ومو لیدل چې خلک په جلا جلا توګه لمونځ کوي؛ یو تن یوازې لمونځ کوي او بل یو څو کسانو ته لمونځ ورکوي. حضرت عمر رضي الله عنه وفرمایل: دا به ښه وي چې زه ټول د یوه قاري شاته د لمانځه لپاره راټول کړم. بيا يې همداسې وکړل او حضرت ابي بن کعب رضي الله عنه يې د لمانځه امام وټاکه. بله شپه له هغه سره جومات ته لاړم او ومو لیدل چې ټول د یوه کس تر شا لمونځ کوي. حضرت عمر رضي الله عنه وفرمایل: دا ښه یا حسنه بدعت دې، او هغه څوک چې د شپې په لومړيو کې استراحت وکړي او د شپې په اخره کې پاڅي، غوره دي.»
2- هغه حدیثونه چې په هغو کې بدعت په ښو او بدو ویشل شوی دی: منذر بن جریر له خپل پلار څخه روایت کړی او هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: “څوک چې په اسلام کې ښه سنت (دود) او طريقه جوړه کړي، د هغه سنت او عمل اجر او ثواب او د هغه د پيروي کوونکو اجر د هغه لپاره دي او د هغوی له اجر څخه به هيڅ څه کم نه شي او څوک چې په اسلام کې ناوړه دود او طریقه جوړه کړي، د هغه بدې لارې او د هغه د عملي کولو سزا به د هغه لپاره پرته له کوم تخفیف څخه وي.”
دویمه ډله
بله ډله وايي چې بدعت د سنتو خلاف او د غندلو وړ دې؛ ځکه دا یوه نوې خبره ده چې په شریعت کې اساس او بنسټ نه لري. امام مالک، بیهقي، طرطوشي، ابن تیمیه، ابن رجب، شمني حنفي او نور هغه کسان دي چې دا ډول نظر لري او یو شمېر معاصرو علماوو هم همدا نظر غوره کړی دې.
شاطبي رحمه الله فرمايي:« د دې طريقې اساس د بدعت د «نوي شي» په تعريف باندې ولاړ دې چې د سنتو خلاف دې. شاطبي د بدعت په يو تعريف کې ويلي دي: بدعت په دين کې داسې اختراع شوې طريقه ده چې د شريعت له طرز سره مشابهت ولري او د عبادت په نيت او الله تعالی ته د تقرب او نږدې توب لپاره ترسره شي. عمل ترسره شي .»
شاطبي رحمه الله فرمايي: د دې «شريعت سره مشابهت» معنی دا ده چې د شريعت له طرز او طريقې سره مشابهت لري، پرته له دې چې په حقيقت کې داسې وي، خو په حقيقت کې له شريعت سره په ټکر کې ده.»
د بدعت په غندلو کې د دې ډلې تر ټولو مهم دلیل:
– خداى تعالی د خپل پېغمبر له وفات مخکې خپل دين بشپړ کړ:«الیوم اکملت لکم دینکم و اتممت علیکم نعمتي و رضیت لکم الاسلام دینا»؛ ژباړه: نن مې ستاسو دين بشپړ کړ او ستاسو باندې مې خپل نعمت پوره کړ او اسلام مې ستاسو لپاره د خدای د خوښې دین په توګه غوره کړ.
د هیچا څخه دا نه منل کیږي چې په دین کې څه اضافه کړي یا په دین کې څه رامنځته کړي؛ ځکه چې زیاتوالی او اختراع استدراک ګڼل کېږي او دا ناسمه انګېرنه څرګندوي چې ګوندې دين نيمګړى دې (العیاذ بالله) او رسول الله صلى الله عليه وسلم د پيغام د خپرولو دنده په سمه توګه نه ده ترسره کړې.
ـ ټول هغه احادیث چې د بدعت په اړه دي د مذمت او غندنې په معنی سره راغلي دي:
له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «اما بعد، فان خیر الحدیث کتاب الله و خیر الهدی هدی محمد و شر الامور محدثاتها و کل بدعة ضلالة»؛ ژباړه : اما بعد! تر ټولو غوره وینا د الله تعالی کتاب او تر ټولو غوره لارښوونه د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونه ده او تر ټولو بد عمل نوي کارونه دي او په دين کې هر نوی کار او بدعت ګمراهي ده .
عبدالله بن عمر رضي الله عنهما فرمایي: «هر بدعت ګمراهي ده، که څه هم خلک هغه ښه او خیر وګڼي .» امام ابوحنيفه رحمه الله فرمايي: «د سلفو(مخکنیو) اثر او طريقه ضروري وګڼئ او له هر نوي شي څخه ډډه وکړئ؛ ځکه دا بدعت دې.» ابن قدامه مقدسي په خپل تفسیر کې دا قول تأویل د غندلو په اړه نقل کړی دې .
حافظ ابن حجر رحمه الله د دې حدیث «کل محدثة بدعة و کل بدعة ضلالة» په دوام کې وايي: «دا حدیث په لفظ او مفهوم سره یو عمومي او شرعي قاعده ګڼل کیږي؛ د الفاظو له نظره هر بدعت ګمراهي ده، نو د شريعت برخه نه شي ګڼل کېدای، ځکه د شريعت ټول احکام هدايات دي.»