Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»سیکولاریزم»سیکولریزم (اووه دېرشمه برخه)
سیکولاریزم دوشنبه _16 _سپتمبر _2024AH 16-9-2024AD

سیکولریزم (اووه دېرشمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
 لیکوال: "ابورائف"

سیکولریزم (اووه دېرشمه برخه)

 سیکولریزم او اسلامي نړۍ
 وروسته له دې چې غربي ټولنه له عیسویت څخه لېرې شوه او د سیکولریزم نظام د دوی د ژوند په ټولو اړخونو واکمن شو او دین او د هغه تعلیمات او لارښوونې نور د دوی د ژوند په چارو کې ځای نه درلود، هغوی هڅه او مبارزه وکړه چې نورې ټولنې هم له دیني او اسماني لارښوونو خلاصې کړي او د دوی په منځ کې د سیکولریزم او “له سیاست څخه د دین جلا کول” تبلیغ او ځای په ځای کړي. د دوی دا هڅه د دې لپاره وه چې اسلامي ټولنه له یو داسې سپېڅلي او مهم ګوهر څخه برخمنه وه چې اروپایان کلونه کلونه ترې محروم وو چې هغه د اسلام د سپېڅلي دین “ژوندیتوب او تحرک” او په هره زمانه کې د انسانانو اړتیاوو او پوښتنو ته د «ځواب وېلو» وړتیا او ځانګړتیا ده.
 خو ډېر وخت نه و تېر چې اسلامي امت له انحراف، کمزورتیا او وروسته پاتې والي سره مخ شو او د دنيا په مينه او د مرګ په وېره کې ډوب شو او له اسلامي جهاد څخه يې لاس واخيست او له همدې امله له سخت ذلت او ژورې ماتې سره مخ شو. دا پراخ شاتګ د ژور عملي او چلندي انحراف او په پایله کې د ایډیالوژیکي او عقیدتي انحراف لامل شو.
 دغه ډول انحرافات او همدارنګه د اسلامي ټولنې ژور شاته تګ په اسلامي ټولنه کې د دوو بد مرغیو لامل شول:«علمي شاتګ یا انحراف» چې د اسلامي ژوند پر ټولو اړخونو یې ولکه ټینګه کړه، هغه هم په داسې وخت او زمانه کې چې اروپا د خپلې تېرې دورې د وروسته پاتې والي دوړي څنډلې وې او د علمي پرمختګونو او کشفیاتو په لور یې ګام پورته کړی وو او بل د اسلامي هېوادونو« مادي او معنوي کمزورتیا» چې د کفارو لپاره يې خوندوره او غوړه مړۍ جوړه کړه او اروپايانو ټوټه ټوټه هغوی له ستونې تېرول او څه نه و پاتې چې پر حرمین شریفینو باندې هم تسلط او کنټرول ترلاسه کړي!
 نو په لنډیز سره ویلای شو چې په اسلامي نړۍ کې د سیکولریزم د راڅرګندیدو دوه مهم او بنسټیز لاملونه وو: د اسلامي ټولنې ژور “انحراف” او بل د اسلامي ټولنې د ګمراه کولو  په موخه د «عیسویانو او یهودانو ناوړه پلانونه او پروګرامونه».
د اسلامي ټولنې د انحراف مظاهر
 مسلمانان د خپل ژوند په ټولو اړخونو کې له ژور او هراړخیز انحراف سره مخ شول، خو هغه مهمه برخه چې دغه انحراف هغه اغېزمنه کړه، په عقیده او د الوهیت په مفهوم کې انحراف و؛ په دې ډول چې مسلمانانو د خدای اطاعت او فرمان منل پریښودل او د هغو حکومتونو او واکمنانو تر اغیز لاندې راغلل چې ديني روحیه او صحیح عقیده یې نه درلوده او په فکري او عملي انحرافاتو کې ډوب وو.
 د غرب د يرغل او د اسلامي ټولنې د سيکولر کولو په وخت کې مسلمانانو په اسلامي نړۍ کې درې ډوله حکومتونه وليدل: په هند کې د “مغولانو” حکومت، په فارس کې د “صفویانو” حکومت او په مديترانه سیمه کې “عثماني” حکومت. سیمه  د صفوي حکومت په اړه ویلای شو چې دغه حکومت یوازې د اسلام په نوم چلېده او د حکومت کولو طریقه یې د متعصبو شیعه علماوو د نظریاتو او غوښتنو پر بنسټ وه او د هغو د پاچاهانو اصلي دنده دا وه چې پر عثماني دولت یوازې د دې لپاره برید وکړي چې هغوی سنیان وو.
 د “سلطان اورنګزېب” د وخت نه پرته، د مغلو حکومت هم د دين او د هغه د تعليماتو په باره کښې د کم عقلۍ او ناپوهۍ په وجه د اسلام په باره کښې د بې شمېره توهماتو او غلط فهمۍ سره مخ وو؛ دغه ناپوهي هم د دې حقیقت ترڅنګ چې مسلمانان په هند کې یو اقلیت وو، سبب شو چې هغوی و نتوانیږي په هند کې د انګریزانو لخوا د اسلامي واکمنۍ د له منځه وړلو په وړاندې ځانګړی مقاومت وکړي.
 عثماني دولت هم چې د تاریخ په اوږدو کې یو له غوره اسلامي خلافتونو څخه و او د اروپا په مختلفو کونجونو کې یې د اسلام د تبلیغ او خپراوي توان درلود او د غربیانو پوزې یې په خاورو کې ومښلې، خو په خپل ځان کې یې دوه مهمې ستونزې لیدلې: « د خلافت میراثي توب» او بل د « افتراضي فقهې نشتوالی او له نویو حوادثو او فقهي پېښو سره نه همغږي»؛ دا په داسې حال کې و چې اسلامي شريعت يوه بشپړه طريقه او منهج دې چې د ژوند ټول اړخونه په هره زمانه کې تر خپل پوښښ لاندې راولي او تر قيامت پورې به همداسې وي او په دې کې هيڅ شک ​​نشته.
 خو له بده مرغه د عثماني دولت په زمانه کې د نويو مسايلو پر مخ د اجتهاد دروازه وتړل شوه او اسلامي فقه ونه شو کړای چې په هغه وخت کې د رامنځته شويو نويو او راټوکېدلو مسايلو سره يو ځای او همغږې شي او هغه حل او فصل کړي؛ له دې وجې، د سکولرانو او هغو کسانو پر مخ چې د علمانیت ادعا یې کوله او دین یې د علم او پوهې خلاف ګڼل، د نفوذ دراوزه پرانستل شوه.
 همدارنګه عثماني اسلامي حکومت او خلافت د وسلو او پوځ له اړخه یوه مجهز او منظم پوځ ته اړتیا درلوده او په دې برخه کې باید د علماوو او دیني خلکو له خوا مهم لوائح او لارښوونې وړاندې شوې وای، خو علماوو او د فقهې او دین اهل او خلکو له دې مسائلو سره هیڅ تړاو نه درلود، نو له دې امله یې له اروپایانو سره اړیکه ونیوله او له هغوی یې وغوښتل چې د دوی لپاره یو ښه سمبال او منظم نظامي اردو وروزي، نو له جرمني، فرانسې او سویډن څخه استادان راغلل او په اسلامي تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، د اسلامي پوځ د جوړولو او روزنې مسئولیت کافرو ښوونکو او روزونکو په غاړه واخیست.
 د دې قضیو تر څنګ، د اداري تقسیماتو، د قاضیانو د دندو تنظیم او ویش او د ښوونې او روزنې طریقه هم د لویدیځو بیلګو او موډلونو تر اغیز لاندې وه او دې کار پخپله د سیکولریزم د نفوذ لپاره زمینه برابره کړې وه. که څه هم دا موارد د عثمانيانو په منځ کې د “تنظیماتو ” په نوم مشهور و  او د شرعي چارو په شان ارزښت او مقام يې نه درلود، خو په تدريجي ډول په دغه حکومت کې د سيکولريزم د نفوذ سبب شو.

 

 ادامه لري…
Previous Articleد رسول الله ﷺ اخلاق (درېيمه برخه)
Next Article د بدعت او سنت د تشخیص معیارونه او څرنګوالۍ (پنځمه برخه)

اړوند منځپانګې

فرانکفورت مکتب

د فرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (دوهمه برخه)

سه شنبه _2 _سپتمبر _2025AH 2-9-2025AD
نور یی ولوله
لیبرالیزم

په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (اتلسمه برخه)

یکشنبه _31 _اگست _2025AH 31-8-2025AD
نور یی ولوله
فرانکفورت مکتب

فرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (لومړۍ برخه)

شنبه _30 _اگست _2025AH 30-8-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

دینونه

سیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه یې (در وېشتمه او وروستۍ برخه)

چهارشنبه _3 _سپتمبر _2025AH 3-9-2025AD3 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه یې (در وېشتمه او وروستۍ برخه) پایله…

نور یی ولوله
متفرقه

د «دُرُوزي» فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (څلورمه برخه)

چهارشنبه _3 _سپتمبر _2025AH 3-9-2025AD5 Views

لیکوال: غیاث الدین غوري د «دُرُوزي» فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (څلورمه برخه)…

نور یی ولوله
دینونه

سیکېزم؛ پیدایښت او  اعتقادي بنسټونه یې (دوه وېشتمه برخه)

سه شنبه _2 _سپتمبر _2025AH 2-9-2025AD6 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکېزم؛ پیدایښت او  اعتقادي بنسټونه یې (دوه وېشتمه برخه) ج) د اسلام…

نور یی ولوله
اسلام

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (شپېتمه برخه)

سه شنبه _2 _سپتمبر _2025AH 2-9-2025AD6 Views

لیکوال: شکران احمدي د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (شپېتمه برخه) د مقاصدو…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

سیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه یې (در وېشتمه او وروستۍ برخه)

چهارشنبه _3 _سپتمبر _2025AH 3-9-2025AD

د «دُرُوزي» فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (څلورمه برخه)

چهارشنبه _3 _سپتمبر _2025AH 3-9-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.