د اسلام له سترو برنامو څخه چې دغه دين يې د نورو ټولو اديانو د پای ټکی ګرځولی، له ښځو سره د هر ډول بې عدالتۍ له منځه وړل دي. د اسلام سپېڅلي دين د قومي، نژادي، جنسي او مالي تسلط بنسټ ړنګ کړ او ټول انسانان، نر او ښځه، بډايه او بېوزله، عرب او عجم، تور او سپين، بدرنګه او ښکلي ټول یې په يوه ليکه کې ځاى پر ځاى کړل. دغه آسماني دين تقوا، معنوي ارزښتونه او اخلاقي فضيلتونه د غوره توب يوازنی معيار ګڼلی دی. الله سبحانه و تعالی فرمايي: «ان اکرمکم عند الله اتقاکم»؛ ژباړه: بې شکه د الله په نزد په تاسو کې تر ټولو عزتمند هغه څوک دی چې پرهېزګار وي.
له بلې خوا، تشریعي هدایت او لارښوونې عمومي او پراخې دي او د کومې ډلې یا فرد یا جنسیت لپاره مشخص ندي. هر څوک کولی شي د الهي رحمت له دې سمندر څخه یوه برخه واخلي او د خپل تکامل او خوښۍ لپاره لاره هواره کړي. الله سبحانه وتعالی فرمايي: «إِنَّا هدیناه السبیل اما شاکرا و اما کفورا»؛ ژباړه: موږ هغه ته لار ښودلې ده، که هغه شکر کوونکی او منونکی وي او که یا نه منونکی . نو د جنسیت توپیر د تکامل خنډ نشي کیدی.
تاریخي مثالونه د دې ادعا ریښتیني شاهدان دي چې د تاریخ په اوږدو کې ډیری میرمنې شتون لري چې د پرمختګ لوړو پوړونو ته رسیدلي او د بېلګو او نمونه مېرمنو په توګه معرفي شوي. الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي: «وضرب الله مثلا للذین آمنوا امرأت فرعون اذ قالت رب ابن لی عندک بیتا فی الجنة و نجني من فرعون و عمله و نجني من القوم الظالمین (۱۱) و مریم ابنت عمران التي احصنت فرجها»؛ ژباړه: (د مؤمنانو لپاره الله تعالی د فرعون ښځه او مریم د عمران لور، د ایمان او تقوی د مثال په توګه راوستلي دي . کله چې د فرعون ښځې وویل: ربه! ماته په جنت کې کور جوړ کړه او د فرعون او د هغه له اعمالو څخه مې وژغوره او د ظالمانو له ډلې څخه مې خلاصه کړه. او همدارنګه د عمران د لور مريم کيسه چې خپله لمن يې پاکه ساتلې وه.)
حقیقت دا دې چې د تاریخ په اوږدو کې هیڅ دین، قانون او ټولنه نه شئ موندلی چې د ښځو عزت، کرامت او شرف یې په داسې ډول ساتلی وي چې هغې ته یې په خپل اصلي مقام کې ځای ورکړی وي او ورته یې پوره پاملرنه کړې وي، پرته له اسلام څخه چې د ښځې عزت او کرامت یې ساتلی او هغې ته یې خپل واقعي مقام او ځای ورکړی دې.
اسلام ښځو ته د مالکیت او تصرف حق ورکړی دې. په دې اړه الله تعالی فرمایي: «للرجال نصیب مما اکتسبوا وللنساء نصیب مما اکتسبن»؛ ژباړه: نارینه د هغه څه برخه لري چې دوی یې ترلاسه کوي او د ښځو لپاره د هغه څه برخه ده چې دوی یې ترلاسه کوي.
اسلام ښځو ته د ميراث حق ورکړی دی، لکه څنګه چې نارينه ته يې ورکړی دی. الله تعالی فرمایي: «للرجال نصیب مما ترک الوالدان و الاقربون و للنساء نصیب مما ترک الوالدان و الاقربون مما قل منه او کثر نصیبا مفروضا»؛ د نارینه وو لپاره د هغه څه برخه ده چې مور او پلار او خپلوان یې پریږدي او د ښځو لپاره د هغه څه برخه ده چې مور او پلار او خپلوان یې پریږدي، که هغه میراث کوچنی وي یا لوی، خدای پاک د هر چا برخه روښانه او واجبه کړې ده.