په تېرو یادښتونو کې پر اکثریت باندې د لږکیو د واکمنۍ په اړه خبرې وشوې، خو په دې څېړنه کې به د غربي مفکرینو له انده د لږکیو یا اقلیتونو د حاکمیت په اړه خبرې وشي. داسې ښکاري چې دا مسئله دوی ته ناپېژنده نه وه او نه ده.
غربي مفکرینو هم د اقلیتونو د واکمنۍ ډول او څرنګوالی څارلی او په وړاندې یې اعتراضونه کړي او پر ډیموکراسۍ یې نیوکې کړې دي.
دلته موږ د « روسو» خبره را اخلو چې وايي: «که د ډيموکراسۍ اصلي مفهوم په پام کې ونيسو، نو معلومه به شي، چې رښتينې ډيموکراسي شتون نه درلود او نه به شتون ولري؛ ځکه چې دا د طبیعي نظام سره چې په لړ کې یې ډېری خلک د حاکمیت واک لري او حکومت وکړي او لږ شمېر کسان محکوم وي او پر هغوی حکومت وشي، په ټکر کې ده.» امریکايي مفکر “میک آیور” وايي: “حقیقت دا دې چې ټول خلک حکومت نه کوي، بلکې تل اقلیت، حاکمیت په خپل واک کې لري او حکومت کوي.”
د ډیموکراسۍ منتقدین په دې ټکي ښه پوهیږي. ” ګایتانو موسکا”، یو ایټالوي مفکر (۱۸۵۸-۱۹۴۱) وویل: «دا بې بنسټه خبره ده چې حکومتونه په یوه مشخص شکل لکه پاچاهۍ، اشرافیه او ډیموکراسي کې ځای پر ځای شي؛ ځکه چې یوازې یو ډول حکومت شتون لري او هغه هم د اقلیتو حکومت دې. یو بل ایټالوي مفکر« ویلفریډ پارټو» ټولنه په دوو طبقو ویشلې وه: غوره شوې طبقه او غیر غوره شوې طبقه. غوره شوې طبقه پخپله په دوه برخو ویشل شوې ده: هغه غوره شوي کسان چې واکمن دي او حکومت کوي او هغه کسان چې حکومت نه کوي. غوره شوي واکمن کسان هم په دوو ډلو وېشل شوي دي: داخلي ډله چې واک او قدرت پلی کوي او اوس د ګوندونو مشران دي، او بهرنۍ ډله چې واک او حاکمیت په لاس کې لري.
له بلې خوا، «رابرټو میشلز» ( ۱۸۷۶-۱۹۳۶) د “د اقلیت حکومت د اوسپنې قانون” په نوم یو قانون وړاندې کړ چې له مخې یې له رهبري کولو پرته د هیڅ ګوند یا غورځنګ د بریا هیله نشته؛ دا رهبري کول د Oligarchy یا اقلیتي واکمنۍ بل نوم دې. موسکا او میشلز دواړه دا مسله ردوي چې “څومره چې نفوس ډیر وي ، هومره به واکمنان ډېر وي”؛ ځکه چې موسکا په دې باور ده چې په هره اندازه د مېشتو خلکو نفوس ډیر وي، د حاکمې طبقې غړي به کم وي. میشلز دا هم وايي: “څومره چې ګوند لوی وي، له هغه زیات، کارونه او چارې د مشرانو او کارمندانو محدودې کړۍ ته سپارل کیږي.”