شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: عبدالحی لیّان شيطانپرستۍ (اتمه برخه) شيطانپرستۍ د ایډیالوژۍ له مخې 3. ديني شیطانپرستۍ د دې ډلې تمایلات اکثرا د فلسفې شیطانپرستۍ سره ورته دي، که څه هم دوی معمولا یو شرط لري چې شیطانپرست باید په یو ماوراءالطبيعه قانون چې په هغه کې یو یا څو خدایه پېژندل شوي وي (چې هغه هم يا ټول شیطاني وي یا د شیطان لخوا پیژندل شوي وي) ومني. هغه شیطان چې دغه څانګه یې تعریفوي، کېدای شي چې د شیطانپرست د ذهن څخه یا د يو تحریف شوي دين (معمولا د مسيحيت دمخه) څخه اخیستل شوی وي. په دې پورې اړه لري چې کوم ډول شیطانپرستي په پام کې نیول کیږي، چې خدای یا خدایان پکې مختلف ډولونه موندلی شي. ځینې یې د پخوانیو دينونو څخه سرچینه اخلي. چې په عمومي ډول د پخوانیو مصري، ماوراءالنهر، رومي او یوناني خدایانو (لکه مارس، د جګړې خدای) څخه خپل خدایان غوره کړي. پاتې شیطانپرستان ادعا کوي چې د اصلي خدای عبادت کوي، مګر ډیری شیطانپرستان وايي چې د دوی معبود په حقیقت کې ډیر پخوانی دی، شاید د ماقبل التاريخ څخه وي، او شاید لومړني خدایان وي چې د انسانانو لخوا عبادت کېدل. د دغه ډول شیطانپرستۍ اصلي رکن د نورو ډولونو په څېر دی چې په هغه کې د انسان د شخصي استعدادونو او ځانغوښتنې باندې ټینګار کوي. د شیطانانو دغه ډله چې د نورو په پرتله خورا زړه او پخوانۍ ده، د سنتي شیطانپرستۍ نوم یې په ځان ايښی دی او فلسفې شیطانپرستۍ ته، معاصر شیطانپرستي وايي. 4. ګوتیک شیطانپرستي(شر پرستي) دغه ډله د شیطانپرستۍ تر ټولو خطرناکه ډله ګڼل کیږي، تر دې حده چې دا ډله د “شر پرستانو” په نامه يادیږي. د شیطانپرستۍ دا فرقه د کلیسا د تفتيش عقايدو دورې سره تړاو لري. په هر صورت، دا ډله هم د تېرو ډلو په څېر يو ډول شرپرستان ګڼل کیږي چې تيارو ته تمايل لري. او تر ټولو منحرفو ډلو څخه شمیرل کیږي. دا ډله معمولا د ماشومانو په خوړلو، د پیغلو انجونو قرباني کولو، جنسي تیريو، د وزو وژل، د غایطه موادو خوړلو، له مذهبي خلکو (په ځانګړې توګه له مسیحیانو) سره کرکه او… باندې متهم شوي دي. البته، ټولې شیطاني ډلې دا عملونه واجب نه ګڼي. د نویو شیطانپرستانو د ادعاوو برخلاف چې د “شیطاني انجیل” د متنونو پر بنسټ د ماشومانو په نه خوړلو او حیواناتو په نه ځورولو ټینګار کوي، خو د دې ډلې لخوا خورا وحشتناک عملونه د الهي احکامو په مخالفت سره ترسره کېږي. د دې طريقې مفکوره په «ماليوس ماليفيکارم» کتاب کې طبقه بندي شوې ده. د یادولو وړ ده چې دا کتاب په 1490 کې د کلیسا لخوا د عقايدو د تفتيش پرمهال لیکل شوی او هیڅکله په رسمي ډول نه دی کارول شوی. ادامه لري…