په اسلام کې امنیت دومره لوړ اهمیت لري چې اسلامي اساسي قانون (قرآن کریم) او د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک سنت یې څو ځله یادونه کړې ده. امنیت د باعزته ژوند د لاملونو او عناصرو څخه دی چې خلک پرې ویاړي؛ ځکه چې د ژوند امنیت او ارامتيا د ټولو ژوندیو موجوداتو طبیعي هیله ده. له همدې امله، دا په دې نړۍ کې د ژوند د بنسټیزو ستونونو څخه ګڼل کیږي. د امنیت ارزښت د خوړو له ارزښت څخه کم نه دی؛ ځکه لکه څنګه چې ژوند له خوړو پرته نه شي تصور کېدای، د امنیت پرته هم نه شي تصور کېدای.
امنیت د افرادو او ټولنو په ژوند کې خورا مهم دی، تر دې حده چې ویلای شو: “امنیت د توحید او ايمان وروسته د انسانانو د طبیعي ژوند لپاره یو مهم او اړین منځګړی دی.”
د امنیت د اهمیت په اړه باید ووایو چې امنیت د انسان یوه بشري اړتیا او فطري غوښتنه ده چې له هغې پرته ژوند نه شي سمېدای او هیڅ فرد یا ټولنه له هغه څخه نشي مستغني کېدای.
په حقیقت کې ویلای شو چې امنیت لوی نعمت دی او نه شتون یې لوی مصیبت او عذاب منځ ته راوړي. په دې مسله هغه خلک ښه پوهېږي چې د امنیت له نعمت څخه محروم او د ناامنیو له ننګونو او ستونزو سره مخ شوي وي. ځکه د امنیت سره سره خلک کولای شي خپل ژوند، مال، کورنۍ او ناموس خوندي وویني. له همدې امله، امنیت د یوه هیواد یا ټولنې د جوړولو او پرمختګ لپاره لومړی او خورا مهم بنسټ ګڼل کیږي.
امنیت یو له مهمو، حساسو او پېچلو مسلو څخه دی چې د سیاست پوهانو، مفکرینو، نظاميانو او نورو کارپوهانو لخوا ډیرې پاملرنې، وخت او پیسو ته اړتیا لري. د بېلابېلو برخو د ټولنپوهانو، ارواپوهانو او ساينس پوهانو د نظر له مخې، امنيت له فزيولوژيکي اړتياوو وروسته د ذهني، فزيولوژيکي، فردي او ټولنيزو لاملونو له مخې په لومړۍ درجې کې قرار لري.
امنیت د خلکو په ژوند کې یو له لومړنیو او مهمو اړتیاوو څخه دی. یوه خوندي ټولنه د ټولو نعمتونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره شرایط رامینځته کوي، او د نعمتونو څخه ګټه اخیستنه هغه وخت خوندي ده چې په آرامه او سوله ایزه فضا کې وي.
امنیت یو له سترو نعمتونو څخه دی چې خدای تعالی انسان ته ورکړی دی. له همدې امله امنیت د اهمیت او اړتیا له مخې د دولتونو او ملتونو ترمنځ لومړی مقام ګټلی دی. که موږ د بودیجې هغه مقدار ته پام وکړو چې حکومت يې وزارتونو ته تخصیص کوي، وينو چې د دولت د بودیجې لویه برخه د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته ځانګړې شوې ده. دا بودیجه د دواړو وزارتونو د مقام، حیثیت او سترو مسوولیتونو له امله ده، چې د دولت د مقدراتو په ملاتړ او ساتنه او د خلکو او دولت د امنیت د تامین لپاره ده. د داخلي او خارجي خطرونو له منځه وړل چې حکومت ورسره لاس او ګریوان دی خورا مهم، خطرناک او ډېرو هڅو او سترو لګښتونو ته اړتیا لري.
د اسلام مبارک دين چې يو بشپړ او هر اړخيز دين دی، د انسان د ژوند د هر اړخ لپاره يې پلان جوړ کړی او په دې برخه کې هم چوپه خوله نه دی پاته شوی، بلکې د مسلمانانو د اړتیاوو د پوره کولو او په ځمکه کې د دوی د بقا او همدارنګه د دوی د ذهني ارامتيا لپاره يې امنیت ته لومړیتوب ورکړی دی. الله تعالی او رسول الله صلى الله عليه وسلم مسلمانانو ته د يوې ښې او امنې ټولنې د جوړولو لپاره د حل لارې چارې او لارښوونې کړې دي.
د دې مقالې په بله برخه کې هڅه کوو ان شاء الله چې په قرآن کریم کې د امنيت ضرورت او اهميت وړاندې کړو.