لیکوال: اسماعیل "ساراني"

نشه یي توکي او روږدیتوب (یوولسمه او وروستۍ برخه)

 یادونه
 نن ورځ ډاکټران نشه يي توکي د تسکین ورکوونکو درملو لپاره کاروي، د دې حکم څه دې؟
 د مخدره توکو د سرچینو د کښت حکم د کارولو ځای پورې اړه لري. که کښت د درملو د جوړولو لپاره وي، روا ده، او که د حرامو موخو لپاره وي، دا حرام دی. البته، د زمانې فساد ته په پام سره، د هغه د کرلو اجازه باید عمومي نه وي؛ بلکه د وخت حکومت باید د اړتیا وړ اندازه کښت تر خپلې څارنې او کنټرول لاندې ولري.
 ډاکټر وهبه الزحیلي وايي: «لږ کارول او مصرف د درملنې لپاره روا دي؛ ځکه حرام والی یې ذاتي نه دی، بلکې د هغو د ضرر او زیان په سبب دی.»
 همدارنګه شیخ الاسلام مولانا عبدالحمید حفظه الله وایي: «د شریعت له نظره د نشه یي توکو استعمال، پېر او پلور او کښت بالکل حرام دې. البته که يو ډاکټر داسې درمل وټاکي چې نشه يي توکي پکې وي، نو د هغه استعمال حلال ده.» البته د علماوو ترمنځ  د طبي موخو لپاره د نشه یي توکو د کارولو په اړه د نظر اختلاف شتون لري او په همغه اندازه چې د دې نظريې مخالفین شته، د فقې په ډګر کې موافقین یې هم  شته چې د ناروغۍ د درملنې لپاره يې په استعمال کې کومه ستونزه نشته.
پایله
 د روږدو کسانو څخه پاکه ټولنه ډیره ښایسته ده. څومره ښکلې ورځ ده چې د کورنۍ پلار، مور، زوی او لور له کلونو کلونو روږدیتوب وروسته د کورنۍ ګرمې غېږې ته راستانه شي. هغه ورځ تر دې هم ډېره ښکلې ده چې مسلمان ځوانان قلم په لاس کې ونیسي او د سرنج د لرلو او تزریق کولو پر ځای د امت درد په خپلو زړونو کې احساس کړي. د هغې ورځې په هيله چې د ځوانانو پياوړې مټې د نشه يي توکو د استعمال له امله د کمزوري کېدو پر ځاى، د خداى په لاره او د کفارو او استعمارګرو پر وړاندې په جهاد او مبارزه کې وکارول شي.
Leave A Reply

Exit mobile version