لیکوال: "ابوعائشه"

معتزله (نهه دېرشمه برخه)

د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث
ابن عمر رضي الله عنهما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «څوک چې مړ شي او له چا سره بیعت ونه کړي. د جهالت په مرګ مړ شوی دی.» د بیعت څخه مقصود د امام بیعت دی او دا د امام د نصبولو د وجوب څرګند دلیل دی. ځکه کله چې بیعت په مسلمان واجب وي او بیعت یوازې د امام سره کیږي؛ نو د امام نصب کول ضروري دی.
له ابو سعید خدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «کله چې ستاسو درې تنه په سفر روان شوی؛ نو یو دې د امیر په توګه وټاکي.»
له صحابه کرامو څخه په تواتر ډول ثابته شوی دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته هغوی له حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه سره د خلافت بیعت وکړ او له هغه وروسته حضرت عمر رضي الله عنه خليفه شو. بیا حضرت عمر رضي الله عنه هغه شپږ کسیزه ډله وټاکله او حضرت عثمان رضي الله عنه وټاکل شو. او د هغه له شهادت وروسته له حضرت علي رضي الله عنه سره بیعت وشو. او دا د خلافت د مسئلې په اړه د خلفاء راشدینو رضي الله عنهم سنت و، چې په هغه کې يې سستي نه کول. نو لازمه ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له حکم سره سم هغوی ته اقتدا وکړو.
اجماع
د امامت د وجوب يو مهم دليل په دې اړه د امت اجماع ده او په دې برخه کې لومړۍ اجماع د رسول الله صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم لپاره د خليفه او جانشين په ټاکلو کې د صحابه کرامو اجماع ده. بلکه دا د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د تدفین څخه مخکې وو.
هيتمي وايي: «پوه شئ چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو په دې خبره اجماع کړې چې د نبوت له ختمېدو وروسته امامت واجب دی؛ بلکي دا يې له مهمو مسئوليتونو څخه ګرځولی، چي ان د رسول الله صلی الله عليه وسلم له تدفين څخه هم مخکې دا کار وشو.
د علماوو يوې ډلې دا اجماع نقل کړې ده چې له هغو څخه يو «ماوردي» دی چې وايي: «د هغه(امامت) عقد په هغه چا چې دا مسئوليت په غاړه اخلي، په اجماع سره واجب دى.»
امام نووي رحمه الله وايي: «[علماء کرام] په دې متفق دي چې د خليفه ټاکل په مسلمانانو واجب دی، او د هغه مکلفيت د شريعت له لارې دی، نه د عقل له مخې».
په دې باندې اجماع ده چې د امام نصبول واجب دی او اختلاف دا دی چې آیا دا وجوب په الله تعالی دی؟ او يا د هغه په ​​مخلوقاتو باندې په سمعي او عقلي دلایلو؟ د اهل سنت او جماعت له نظره په مخلوقاتو باندې په سمعي ډول واجب دی؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «من مات ولم یعرف إمام زمانه، فقد مات میتة جاهلیة»؛ “څوک چې مړ شي خو د خپل وخت امام او امیر ونه پېژني، د جاهلیت په مرګ مړ شوی.” بله خبره دا ده چې امت د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته د امامت نصبول تر ټولو مهمه مسله ګرځولې او د پیغمبر صلی الله عليه وسلم دفن کولو باندې یې لومړیتوب ورکړ.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version